براډفورډ ټایمز:یوه ښځه د جنګ سالارانو په مینځ کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31216
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-12-15

 


سرچینه: براډفورډ ټایمز

یادونه: ملالۍ  جویا د افغانستان دپارلمان یوه غړي وه چې وکیلانو ته د توهین په تور له  پارلمان څخه وایستل شوه او اوس په لندن کې  ژوندکوي چې په دې ورستیو کې یې ( یوه ښځه  دجنګ سالارانو په مینځ کې) په نامه یو کتاب چاپ او خپور کړی دی.


"A Woman Among the Warlords"


ملالۍ جویا وایې: (( افغانستان د امریکا د اشغال او د حامد کرزي دمافیایې او مفسدې ډلي له لوري په یوه ناکامه او فاسد هیواد بدل  شوی  دی)).
د ملالۍ جویا په دغه کتاب کې  چې تیره ورځ یې د یو شمیر نړیوالو لیکوالانو له خوا په لندن  کې  مخکتنه شوي تر ډیره بریده د طالبانو د واکمنۍ را وروسته د  افغانستان حالات څیړل شوي دي.
یو شمیر څیړونکو ویلی چې دا ډیره بده  خبره ده چې د امریکې ولسمشر  بارک اوبهاما د سولې د نوبل د جایزې د تر  لاسه کولو دمخه حتی  د یوه ځل لپاره هم له ملالۍ جویا سره ونه  کتل تر څو یې هغه وپوهوي چې څرنګه د امریکا له خوا د افغانستان اشغال دواړو هیوادونو افغانستان او امریکا ته ځيان رسولی دی.

اوبهاما د نوبل د جایزې د اخیستلو وروسته په خپله وینا کې ویلي وو چې افغانستان یوازي جګړه نده بلکه د امریکا د جیوپولیټیکو اوږد مهالو ستراتیژیو یوه برخه  ده او دا هغه څه دي چې ملالۍ جویا یې هم په اړه په خپل  نوي چاپ شوي کتاب کې لیکلي دي.


د جنګ سالارانو په مینځ کې د یوې ښځې په نامه په دغه کتاب  کې د یوې ښځي هغه غیرعادي تحرکات څیړل شوي چې د لومړي ځل لپاره د  حاکمو جنګ سالارانو پر ضد څرنګه خپل  آواز پورته کوي.


ملالۍ جویا د خپل دغه کتاب په یوه برخه کې لیکي چې امریکایې پالیسي جوړونکو پریکړه کړي وه چې په مرکزي آسیا کې یو اشغال شوی ځای خپل کړي تر څو د چین مخ پر زیاتیدونکی نفوذ کنټرول کړي اوپه ورته وخت  کې د روسیې لپاره هم  ځان د  تیارسۍ  په حالت کې ونیسي.


میرمن جویا لیکي چې امریکایانو  د افغانستان له اشغال  څخه بل  هدف دا وو چې دکسپین د سمندرګي مهمو طبعي زیرمو ته هم لاس  رسی ومومي او په ورته وخت کې د امریکا هغو لویو تولیدي فابریکو ته  هم امنیتي چاپریال برابر کړي چې دغه سیمه د خپلو تولیداتو لپاره د ښه مارکیټ په توګه ارزوي.


میرمن جویا وایې  چې امریکا په آسیا کې لویه لوبه پیل  کړي ده او په افغانستان کې بریالي توب د دې په معنی  دی چې د امریکا د وسلو د تولید فابریکې  به ښې وچلیږي، ښه تیل  به تر  لاسه کړي او نظامي قراردادیان به ډیري پیسې تر  لاسه کړي، بس همدومره.


د جویا په کتاب کې راغلي چې امریکا له القاعدې سره هیڅ کار  نلري، د ډیموکراسۍ سره هم چندان علاقه نلري او نه هم د امریکایانوکورنی امنیت ورته ارزښت لري او دغه مسلې یوازي د عامه اړیکو ستونزي دي.


"A Woman Among the Warlords"   د ملالۍ جویا هغه کتاب دی چې  په افغانستان کې د امریکې د  اشغال سره تړلو خیالونو ته د یوې انفجارې چړې  په توګه ترینه یادونه کولای شو.


د بیلګې په توګه، ډیری امریکایان د طالبانو او القاعدې د ستراتیژۍ په اړه پوهیدل خو په دې  نه پوهیدل چې د جنګ سالارانو ستراتیژي څه ده په داسي حال کې چې عادي افغانان بیا د جنګ سالارانو له ستراتیژۍ سره بلد دي.


دا په دې  خاطر چې غربي رسنیو د افغانستان د آزادۍ په اړه په لومړیو ورځو کې هغسي څه  خپاره نکړل  چې ورته نړیوالو اړتیا لرله، حقیقت  خو دا ده چې کله د امریکې د وخت دفاع وزیر ډونالد رامزفلډ جنګي الوتکو ته د افغانستان هوایي حریم ته د داخلیدو امر وکړ  او تر  هغه وخت پوري د طالبانو پر ضد یو ډز هم نه وو شوی، امریکایانو جنګ سالاران په غیږ کې ونیول اوهغه یې یو ځل بیا د  طالبانو پر  ضد سره را  منسجم کړل.

ملالۍ جویا په خپل کتاب کې لیکي: ((  که چیرته عام امریکایان په دې پوه شي چې امریکا هغه جنګ سالاران په افغانستان کې حاکم  کړي چې خلک ترینه په تنګ دي نو آیا هغوي به دې ته چمتو شي چې افغانستان ته خپل ماشومان د جګړې لپاره ولیږي؟
د هغې جګړې لپاره چې هیڅ معنی او مفهوم نلري.
(( دا به څه  ډول قضاوت وي)).
ملالۍ جویا په خپل دغه کتاب کې  خپلي خبري دا ډول د تحریر په بڼه ځای کړي دي.


(( د افغانستان خلک د امریکا د اشغال او د مفسد او مافیایې حکومت څخه سخت په تنګ شوي دي، له هغو جنګ سالارانو او هیروین سالارانو څخه چې ناټو یې  ملاتړ کوي هم په تنګ شوي، او اوس په دې ټول ښه پوهیږي چې امریکا د څه لپاره افغانستان ته راغلي او د  هغه جنګ تر شا چې دوي ورته د ترهګرۍ ضد جګړه وایې کوم منافع پټ شوي، هغه منافع چې غواړي  په مرکزي آسیا کې قوي پوځي هډه ولري او افغانستان د مخدره توکو او مافیا په یوه  مرکز  بدل کړي)).


میرمن جویا وایې عادي افغانان په دغه لوبه کې کارول کیږي او په دې سربیره د غرب د مالیاتو پیسې او د هغوي د سرتیرو وینې هغه څه دي چې د دغې سترې لوبې بله برخه  جوړوي.


جویا لیکي: (( زه د هغو کسانو کورنیو ته چې په دغه جګړه کې یې خپل زامن او لوراني له لاسه ورکړی خپل د تسلیت مراتب وړاندي کوم او هغوي باید پوه شي چې د دوي ماشومان د دوي د حکومتونو د غلطو پالیسیو او کړنلارو قربانیان شوي دي)).