خليل الله سروري -كندهار
دجمعي په ورځ دچنګاښ دمياشتي ۴ چي دجون دمياشتي د ۲۴ نيټي سره سمون لري ، دهيواد كلتوري ادبي ټولني لخوا دلوي احمد شاه بابا دزيارت په انګړ كي دلوي احمدشاه بابا په ياد غونډه او مشاعره جوړه سوه .
غونډه دمازديګر پر ۳۰:۵ دقيقو پيل سوه دغونډي په پيل كي قاري عبدالرحمن رحماني دقرآن كريم مبارك اياتونه تلاوت كړه وروسته ښاغلي عبد الله ستوري صاحب يو نعت دغونډي برخوالو ته په ترنم وړاندي كړه ور پسي دهيواد كلتوري ادبي ټولني مشر واصل حسنيار پرانيستونكي وينا واوروله وروسته ښاغلي نجيب الله هوتكي دلوي احمدشاه بابا پر ژوند ليك ړنا واچوله ورپسي داطلاعات كلتور او ګرځندوي رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي دلوي احمد شاه بابا دژوند او كارنامو په هكله دغونډي ګډون كوونكو ته معلومات وركړل او دهيواد كلتوري ادبي ټولني هڅي يي وستايلي وروپسي ښاغلي ډاكټر عبدالرازق پالوال هم خپله وينا واوروله ورپسي د مازديګر د لمانځه اداينه تر سره شوه دلمانځه دادايني وروسته په وارسره ښاغلي بسم الله افغانمل ، دپيښور دعلومو اكاډمي استاد ښاغلي احمدشاه پوپلزي خپلي ويناوي واورولي چي په دي سره دويناوو او مقالو بر خه پاي ته ورسيده وروسته د ماښام د لمانځه اداينه تر سره شوه دلمانځه دادايني وروسته دغونډي دوهمه برخه پيل سوه چي مشاعري ته ځانكړي سوي وه چي په وار سره دښكلا مجلي مسوول مدير ښاعلي عبدالقديم پتيا ل ، دچمن دادبي ټولني غړي عبدالظاهر ابدالي ، دكندهار داطلاعات كلتور او ګرځندوي رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي ، جاويد كوټوال ، نعمت الله پرګنيز ، عبدالبصير سحاق ، بسم الله غرني ، دوا خان مينه پال ، واصل حسنيار ، وكيل محمدي ، عبدالرشيد مسوول ، حيات الله همدرد ، عبدالله ستوري ، حبيب الله قلم مل عبدالوسع هڅيال او نورشاعرانو او ليكوالانو خپل شعرونه وړاندي كړل .
دغونډي په دريمه پرخه كي چي ډاليو ته ځانګړي سوي وه دهيواد كلتوري ادبي ټولني لخوا برابري سوي ډالۍ په وار سره حيات الله مونيب ، نوراحمد قرآن مل ، عبدالقديم پتيا ل عبدالرحمن رحماني ، عبدالمجيد بابي ، دوا خان مينه پا ل ، احمد شاه پوپلزي او نور باندي وويشل سوي او ښاغلي ډاكټر عبدالرازق پالوا ل صاحب ته داعزاز بګړي د ښاغلي عبدالمجيد بابي او وكيل محمدي لخوا ور پر سر كړه سوه او په پاي كي ښاغلي احمدشاه پوپلزي صاحبرلخوا دده خپل نوي چاپ سوي كتابونه دهيواد كلتوري ادبي تولني مسوو ل ښاغلي واصل حسنيار صاحب ته ډالۍ سوه او غونډه ددعا په ويلوسره دشپي پر ۱۰:۰۰ پاي ته ورسيده