سرچینه: د آلمان ولت ام سونتاګ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: نتکۍ
له برلېن څخه د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني دفاع وزیر کارل تیودور زو ګوتنبرګ وویل چې که له طالبانو سره خبرې اترې وشي په افغانستان کې به د کړکېچ د کموالي لار برابره شي .
نوموړي له ولت ام سونتاګ ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې چې د لوېدیزې ټولنې لپاره دیوه طالب ګواښ د بل هغه له ګواښ سره برابر او یو شان نه دي.
په ۲۰۰۷ زیږیز کال کې د جرمني ځینې سیاستوالو له افغان طالبانو سره د خبرو اترو موضوع راپورته کړه خوددغه هیواد ساتنپالي یا محافظه کار ګوند له دغه وړاندیز ونه مانه .
ورځپاڼه کاږي چې د نوموړي دا خبرې ښیي چې د افغانستان په اړه د جرمني په سیاست کې بدلون راغلی.
د جرمن دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې څه مهال مخکې برتیانیا او څونورو هیوادونوهم له افغان حکومت غوښتي ول چې د طالبانو له ځینې مشرانو سره خبرې اترې وکړي.