اسراییل د انسان د بدن د غړو په غلا اعتراف کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31475
میرویس خوږیاڼی
دخبریدو نیټه : 2009-12-23


د اسراييلو تلوزيون پر دويم چېنل خپور شوی راپور وایی چې په ١٩٩٠ مه لسيزه کې د اسراييلو په ابو کبير انسټيټيوټ کې د عدلي طب پوهانو د فلسطينيانو، اسراييلي سرتېريو او ملکيانو او هم د بهرنيو کارګرانو د مړيو له  تنو نه پوستکی .، د زړه رګونه، د سترګو بهرنۍ پردې او هډوکي د خپلو څیړونو لپاره  اخيستي. راپور وايي دغه کار د مړيو د خپلوانو له موافقې پرته شوی دی
خبر زیاتوی چی  په راپور کې د (ابو کبير) انسټيټيوټ له پخوانۍ مشرې ډاکټرې (يهودا هېس) سره مرکه هم راغلې چې په ٢٠٠٠ کال کې ورسره شوې وه
په دی هکله تیر کال سویډنی ورڅباڼی (افټونبلادیټ) هم څانګړی راپور چتمو کړی وو چی اسراییلو سرتیرو فلسطینان څکه وژلی چی د بدن غړی تر لاسه کړی  خو په اوسنی خپورشوی راپورکی د سویډنی ورڅباڼی پخلی نه دی شوی .
اسراییلو چارواکیو دغه تورونه په کله ردکړی  او دا د یهودیانو پر ضد بولی .

راپوټونه وایی  په دی هکله څوکاله مخکی یو امریکایی پروفیسوری او یو بل سویډنی خبریال د اسراییلو له لوری د فلسطینانو د وژلو او ورسته یی د تنو څخه د ګټو اخیستلو په هکله رپټونه خپاره شوی ول .
بل خوا په اسراييلي کليسا (کنيست) کې عرب استازي احمد الطيبي ويلي دا موضوع له څو کلونو راهيسې رابرسېره شوې، خو اسراييلو غوښتل چې پټه يې وساتي
الطيبي دې ته هم اشاره کړې چې په دې اړه د اسراييل د روغتيا له وزيره د غلا شويو غړو په اړه توضيحات غوښتل شوي او دې موضوع اسراييلي پارلمان ته لاره هم موندلې ده، چې ښايي راتلونکې ورځو کی به هلته مطرح شی .
همدارنګه  فلسطيني حکومت او  يوشمېر ټولنو د دې موضوع په اړه په نړيواله کچه د پوښتنو ګروېږنو او د محاکمی غوښتنه کړې او له عربي هېوادونو او د اسلامي نړۍ له اتحاديې او د بشري حقونو له سازمانونو يې غوښتي چې دا موضوع ملګرو ملتونو ته هم وړاندې کړي .
دا غوښتنې وروسته له هغه وشوې چې د اسراييلو د تشريحي طب په يوه انستېتيوت کې د بدن د غړو د غلا خبره رابرسېره شوه او پخواني مدير يې ومنله چې دا کار پکې کېده .
د فلسطين د وزيرانو شورا په دې اړه د وزيرانو يوه څېړونکې ډله هم جوړه کړې ده ..
د فلسطيني حکومت د لومړي سياسي سالکار وزير يوسف رزقه دا کار يو بشرضد ناوړه او ناروان جرم بللی، چې په وينا يې بايد نړيوال قوانين پرې حکم وکړي .
یاد وړ ده چی څو میاشتی د مخه د مصر په قاهره کی هم یو ۵ کسیزه اردنی ډله د بدن د غړیو په سواګری د امنیتی څواکونو له لوری هغه مهال نیول شوه چی د بدن د غړي يو ورکوونکی کس چې ناهيلی شوی و، پوليسو ته ورغی او په پايله کې يې دغه 5 کسان ونيول شول