مکلچي: طالبانو کابینه جوړه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31616

دخبریدو نیټه : 2009-12-30

مکلچي: طالبانو کابینه جوړه کړي

 

(( د امریکې استخبارات: په افغانستان کې وخت په تیریدو دی))


سرچینه: مکلچي ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د امریکې  مکلچي ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا له یوه عالي رتبه استخباراتي مامور څخه چې ورځپاڼي یې نوم ندی اخیستی په حواله لیکلي چې په افغانستان کې وخت په چټکۍ سره له امریکې تیریږي او طالبان د هرې ورځي په تیریدو قوت او نوي سا اخلي.

ورځپاڼي لیکلي چې طالبان اوس د افغانستان له پنجشیر ولایت پرته په ټولو ولایتونو کې د حکومت تر څنګ خپل  طالبي حکومتونه لري او د افغانستان دکابینې په څير وزیران لري.

مکلچي له دغه امریکایې چارواکي څخه په حواله کاږي چې طالبانو سمه حکومتي کابینه جوړه کړي، والیان او ولسوالان یې ټاکلي چې د امریکاېې سرتیرو د ماتولو په صورت کې به د اوسني افغان حکومت تشه( خلا)  ډکوي.

د ورځپاڼي په باور چې طالبان د هرې ورځي په تیریدو د افغانستان شمال ته هم پراخیږي هغه سیمې چې په تیرو څوکلونو کې تر ډیره بریده آرامه وي خو اوس طالبان هغه پخواني مزارشریف ښار ته هم رسیدلي کوم ځای چې د خپل حکومت پر مهال یې له دښمن څخه په ډیرو تلفاتو او مالي تاوانونو نیولی وو.

د مک لچي ورځپاڼه د افغانستان حالات ډیر خطرناک  ارزوي او له دغه امریکایې استخباراتي مامور څخه په حواله کاږي چې د  امریکا حکومت  اوس په افغانستان کې د طالبانو له شدید مقاومت او په کور دننه د خپلو خلکو له شدید فشار سره مخ دی چې ژر تر ژره باید د افغانستان جګړه پای ته ورسويٍ.

د ورځپاڼي په باور که څه هم د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما له افغانستان څخه د امریکایې  سرتیرو د وتلو مهال ویش ټاکلی دی خو داسي ښکاري چې د ناټو تړون چې په افغانستان کې د امریکې ملګرتیا  کوي د افغانستان حالاتو ته او د امریکا غبرګون ته ګوري او ښایې د امریکې له وتلو سره سم دناټو غړي هم  په ډیره چټکۍ سره له افغانستان څخه پښې سپکي کړي.