د ساينس لپاره يوه ستره ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3163
کوچۍ
دخبریدو نیټه : 2005-06-28

د چنګاښ ٧ مه ١٣٨٤

 

د جاپان او فرانسې تر منځ څلور کلنه هغه  لانجه  چې کوم هيواد به په بشپړه توګه د يو ډول نوو هستوي بټيو لپاره ځاي ورکوي، فرانسې ګټلی ده.

 

 په مسکو کې د شپږو هيوادونو په يوه غونډه کې پرېکړه  وشوه چې دغه تجربوي  حرارتي بټۍ چې د لمر انرژۍ ته  ورته انرژي به  توليدوي ، د فرانسې د مارسل د کډراش په سيمه کې جوړه شي. په دې خبره د فرانسې ولسمشر شيراک ډېره خوښي څرګنده کړي.

 

 په غونډه کې جاپان ، امريکا او جنوبي کوريا هڅه کوله چې دغه تجربوي بټۍ  چې د  آي ټي ايي آر په نوم ياديږي، د جاپان په شمال کې جوړه شي.

 

فرانسه به د دغې پروژې  له پلوه تر سلو زرو پورې خپلو کسانو ته کارونه برابروي. په دې پروژې به نږدې ١٣ مليارده ډالره لګيږي چې دا ډېري زياتې پيسي دي. خو که د تيلو نړيوال لګښت ته چې په کال کې ٧٥ مليارده ډالرو ته رسيږي ، وکتل شي نو دا د هغې په پرتله ډېري لږي دي. که چيري دا پروژه بريالۍ راوخيږي نو نړۍ به د تيلو د تړاو نه تر ډېره حده  آزاده شي.

 

Janez Potocnik, EU commissioner for science and research holds the agreement signed at Moscow's President Hotel on 28 June 2005 ساينس پوهان د اوږدې مودې راهيسي په دې لټه کې و چې داسې هستوي  برېښنا توليد کړي چې له هغې څخه  چاپيريال ته زيان ونه رسيږي. اوس د دغو تجربوي هستوي  بټيو  په ازمويولو سره يو ګام خپل هدف ته ور لنډ شوي دي.

 

د دغو بټيو کار به د روان کال په وروستيو کې پيل او لس کاله به دوام لري. د اروپاي ټولنې د ساينس او ريسرچ د څانګې مشر جينيس فوتونيک وايي : دا د ساينس لپاره يوه ستره ورځ ده.