دښاغلي حامدکرزي دراتګ په موخه په لښکرګاه ښارکي خوراسخت امنيتي او تشريفاتي تدابيرنيول سوي وه
دشنبې په ورځ دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي هلمندولايت ته دخپل يوه سفرپرمهال په لښكرګاه ښاركي ديوې پراخي غونډي پرمهال له دولتي مسئولينو،ديني عالمانو،قومي مشرانواوعاموخلكوسره وليدل.
هلمندته دجمهوررئيس پدې سفركي دملي دفاع وزيرسترجنرال عبدالرحيم وردك،دكورنيوچارووزيرمحمدحنيف اتمر،دسيمه ايزوارګانونودخپلواكوادارې رئيس غلام جيلاني پوپل ،دملي امنيت رئيس امرالله صالح،په افغانستان كي د ناټوعمومي قوماندان جنرال مك كرستل اوشميرنورودولتي چارواكو ملتياكوله.
دغونډي پرمهال هلمندوالي محمدګلا ب منګل ښاغلي جمهوررئيس ته ښه رغلاست ووايه اوله هغه څخه يي مننه وكړه چي هلمنديي په خپل راتګ سره ووياړئ.
هلمندوالي وويل په تيرودووكلونوكي هلمنددډيرمثبتوپرمختګونوشاهد پاتي سوى چي پدې برخه كي جمهوررئيس حامدكرزي ځانګړې پاملرنه كړې.
دغونډي پرمهال دهلمندولايتي شورارئيس محمدانورخان،قومي مشرخليفه محمد شيرين خان،اومحمدظاهرآرين خبري وكړې .ويناوالوپه خپلوخبروكي له جمهوررئيس څخه وغوښتل چي دهلمند سرحدونه بندكړي اوپه لري پرتوسيموكي دي امنيت ډاډمن كړي،نوموړو زياته كړه چي دبهرنيوځواكونودزياتيدوپرځاى دي افغاني ځواكونوته امكانات په لاس كي وركړل سي ترڅوافغان ځواكونه دخپلوخلكونه دفاع وكړي.دغوويناوالو غوښتنه وكړه چي بهرني ځواكونه دي خپلسري عمليات نه كوي اوپه خپلوعملياتوكي دي دملكي خلكودمرګ ژوبلي څخه مخنيوى وكړ.قومي مشرانوژمنه وكړه چي خپل سالم بچيان به دملي اردواوپوليسوليكوته ليږي اوپه نوروبرخوكي به هم دحامدكرزي په مشرى ددي دولت كلك ملاتړكوي.
وروسته دافغانستان جمهوررئيس حامدكرزي غونډي ته دخپلي ويناپرمهال وويل چي په هلمندكي به دپوليسواوملي اردودروزني يومركزسي خوغوښتنه يي وكړه چي دهلمندخلك دي خپل زامن دملي اردواوپوليسوليكوته وليږي.
جمهوررئيس وويل چي دهلمندقومي مشرانوورته پشنهادكړئ چي دمكلفيت دوره دي پيل سي چي ددې موضوع لپاره به يوه افغاني جرګه راوغوښتل سي ترڅودټول ملت په خوښه دغه كارترسره سي .
جمهوررئيس په خپلوخبروكي زياته كړه چي په هلمند اودافغانستان په نوروسيموكي يي دملكي تلفاتودله منځه وړلوپه خاطردبهرنيوځواكونوله چارواكوسره خبري كړي ترڅوپه عملياتوكي ملكي تلفات كم اودشپې لخوابهرني ځواكونه دخلكوكورونوته ورنسي .
جمهوررئيس حامدكرزي همدارازوويل چي دغه موضوع به دلندن په كنفرانس كي چي نژدي يوه مياشت بعده جوړيږي هم ياده كړي اوله ګډونوالوهيوادونوبه وغواړي چي دافغان ځواكونوپه پياوړتيااوروزنه كي مرسته وكړه.
جمهوررئيس په خپلوخبروكي وويل چي دامنيت په راوستلوكي دولس ونډه ډيره مهمه ده ځكه كه يوولس امنيت ونه غواړي نه امنيت نسي راتلاى.
ده وويل چي دافغانستان دولت يوازي تروريستان دله منځه وړل غواړي اودطالبانوپخلاينه.
جمهوررئيس حامدكرزي وروسته ترغونډي دهلمندولايت ناوې ولسوالۍ ته سفروكړي اوهلته يي هم دخلكوپه يوه پراخه غونډه كي برخه واخيسته.
ښاغلي جمهوررئيس دناوې خلكوته په خبروكي وويل چي ددې ولسوالۍ كانالونه،سړكونه،ښوونځۍ اوروغتيايي مرکزونه جوړيږي اودځوانانولپاره به دزده كړوپوره زمينه برابريږي.
دناوې خلكودخپل جمهوررئيس تودهركلۍ وكړ اوله هغه څخه خپل ملاتړاعلان كړ.
ناوه ولسوالي چي دلښكرګاه ښار په ديرش كيلومترۍ كي پرته ولسوالۍ ده نژدي يوكال وړاندي دامريكادسمندري ځواكونولخوادطالبانوڅخه پاكه سوه چي اوس يي خلك عادي ژوندلري.
په هلمندکي دميشتوقومومونو له لوري دافغانستان اسلامي جمهوريت جمهورريس ښاغلي حامدکرزي ته له افغاني دودسره سره دافتخاربګړي ورپرسرکړه سوله
اودهلمنددخلکوله لوري په روخام ډبري کي دښاغلي کرزي جوړسوي انځور دهلمنددقومي مشرانوله لوري ښاغلي جمهورريس ته ډالي سوله