د سي آی اې د مرکز بریدګر دوه مخی جاسوس و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31766
ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2010-01-05

د سي آی اې د مرکز بریدګر دوه مخی جاسوس و

د اسوشیټد پرس سرچینې

واشنګټڼ: د سي آی اې د ادارې یوه پخواني چارواکي ویلي دي چې هغه ځان مرګی بریدګر چې د خوست ولایت د سي آی اې په مرکز کې یې د دغې ادارې اته تنه افسران له منځه بوتلل، یو په خټه اردوني دوه مخی جاسوس و چې دغه مرکز ته د هغو مالوماتو د وړاندې کولو په موخه چې ګواکې د ایمن الظواهري په هکله یې لرل رابلل شوئ و.

په دغې چاودنې کې د سي آی اې څلور افسران، درې قراردادیان او د اردون یو څارګر افسر مړه شول. دغه بریدګر یو ۳۶ کلن اردونی ډاکټر و چې هومام خلیل ابو ملال البلوي نومېډه او د اردون څارګرې ادارې ته جذب شوئ و. دی د اردون د زرقیا د سیمې و، چې په عراق کې د القاعدې د وژل شوي مشر ابو موساب الزرقاوي زېږندځای ده.

د ان بي سي د راپور پر بنسټ، دغه بریدګر یو کال دمخه د اردون د څارګرې ادارې لخوا نیول شوئ و او په ده منل شوې وه چې د القاعدې په وړاندې د اردون او د امریکې د هڅو ملاتړ وکړي. حاجې یعقوب چې پاکستان کې خپل ځان د طالبانو ویاند بولي بریدګر د مسلمانو مبارزو په وېب پاڼه کې همام خلیل محمد په نامه په ګوته کړئ دی چې د ابو دوجانه الخراساني په نامه هم مشهور و.

د سایت مانیتورینګ په حواله چې په ترهګري فعالیتونو یوه څارګره ډله او د بنسټ پالو ټولنو پیغامونه لولي او ژباړي، د ۲۰۰۹ز په سپتمبر کې یوې جهادي پرلیکه مجلې له البلوي سره یوه مرکه خپره کړه چې وایې البلوي خپل مستعار نوم خراساني پکې کاراوه، ویلي یې و چې دی افغانستان ته د جګړې لپاره تللئ و او نور یې هم تاوتریخوالي ته هڅول.

د څارګرې وېب پاڼې ژباړن کاږي چې بریدګر داسې لیکلي و: (هېڅ خبرې دومره فصیح او روانې ندي لکه په عمل کې چې ثابت شي، لدې کبله که یو مسلمان ژوندی پاتې شي نو، دی به هغه څوک وي چې خپلې خبرې یې په عمل ثابتې کړي دي او که ومري د خپلو خبرو جلال به د جهاد په لور د لارښوونې د تلپاتې نښانو په توګه وړاندې کړي- د خدای په امان).

د اردون د حکومت یوه چارواکي ویلي دي چې د ده حکومت له بریدګر سره هېڅ تړاو نلري او حتا پخلی نکوي چې ګواکې بریدګر یو اردوني دی. د طالبانو یعقوب نومی ویاند وایې چې د سي اي اې په مرکز کې هغه اردونی څارګر افسر له امریکایانو سره د اجنټانو په ګمارلو کې مرسته کوله چې بن زیاد نومېږي او بریدګر هم همدغه افسر په کار ګمارلئ و. 

د اردون رسمي خبري آژانس پټرا، بن زیاد د افغانستان په ماموریت کې د بشري مرستو یو پوځي افسر په ګوته کړئ چې وایې د چهارشنبې په ماښام په افغانستان کې د اردوني ځواکونو د سپېڅلې دندې پر مهال ووژل شو. ویل کېږي چې بن زیاد د اردون د پاچا دویم عبدالله له خپلوانو څخه و. ده ته د اشرافیت لقب د شاهي کورنۍ لخوا وکړل شوئ و. د ترهګرۍ په وړاندې د امریکې نړیواله جګړه کې د بن زیاد مړینې د اردون د څارګرې ادارې او سي ای اې تر منځ په اړیکو پوښتنې راپورته کړي دي.

په ۲۰۰۴ز کې کله چې هغه مهال اردوني څارګرو افسرانو د القاعدې له فعالینو څخه چې ګوانټانامو ته لېږدول کېدل استنطاق کاوه، اردون د سی آی اې د بندیخانو د واکدار شهرت تر لاسه کړئ و. په نیویارک کې مېشت د بشر د حقونو څارونکي سازمانونو د اردون هېواد یې د بندیانو په سیسټماتیکې ځورېینې باندې تورناوه چې اردون له سي آی اې سره اړیکې او ځورېینې نه منلې.

په منځي ختیځ کې د امریکا مهم متحد اردون، امریکې ته باارزښته څارګري مالومات سپارلي وه چې په کال ۲۰۰۶ز کې په عراق کې یې د القاعدې اردوني مشر ابو موساب الزرقاوي د تعقیب او وژلو لامل شو.