کلفورنیا:د افغانستان دکړکيچ دحل لپاره دسولي غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31778
ډ.ق .کوچی
دخبریدو نیټه : 2010-01-05

 

د سولې او پخلاینې غوڼډه چې  دعیسوی کال په ۲۰۱۰ دجنورئ په دوهمه نیټه د شمالی کلیفورنیا د هیورد په ښار کې د یو ګڼ شمیر اففانانو په ګډون  جوړه شوی وه دا لاندې پرېکړه لیک خپره کړېده  :

۱: زموږ ګران هیوادد ټولومنل شویو نړیوالوبنسټونوپه خلاف د پردو هیوادو د پوځونولخوا نیول شوې او اشغال شوې دی .
۲: موږ د سولې د جرګې هغه هلې ځلې چې دننه په هیواد کې د وسله والوجنګیالیوسره د اړیکو د ټینګولو او د سولې او پخلاینې  په وجه شوی او یا کیږی ملا تړ کوو .
۳: د فساد ، درغلئ ، بې عدالتئ او د مخدره توکو کښت او راکړه درکړه چې د افغانستان په واکمنئ کې د وارلارډانواو د بشری حقونود ناقضینو  اویا د بل هر چا له لخوا سرته رسیږی په کلکه غندو.
۴: د ملیشائې د ډلو شتون او یا ئې په بله بڼه جوړول د منلو وړ نه ګڼوو.
۵: د افغانی او پښتنی جرګو او مرکوله لارې دوسلوالو جنګیالیو سره د سولې او پخلاینې چاپیریا ل را منځ کول.
۶: یوازې هغه مخور افغانان چې د افغان ولس په پر ګنوکی درناوی لری او منل شوی مشران دی د جرګو د رابللورسالت تر سره کولی شی .
۷: د سولې د جرګې یو شمیر پوه افغانان چې په ملی او نړیواله کچه پیژندل شوی کولای شی چې د وسلوالوجنګیالیو په ګډون یوبین الافغانی کنفرانس راوبولی چې په نړیوالو کنفرانسونو کې دافغان ولس په استازیتوب ګډون وکړی .
د ټولو مرورو وسلوالو جنګیالیو افغانانوپخلاینه او دهغوی د سیاسی او مدنی حقونو پیژندنه .
۸: د ملکی افغانانو وژنه په کلیو ، بانډو او ښارونو کې په کلکه غندواو د ملګرو ملتونو د موسسې څخه غواړو چې دداسی  ناوړلوپیښو مخ نیوی وکړی .
۹: دهغو بند یانو خلاصون چې د پردو ځواکونو لخوانیول شوی دی.
۱۰ : موږد ډیورند دناولې کرښې په دواړو خواو کې  بمبارئ پر پښتنو په کلکه غندو اوهیله لرو چې دداسې ناروا او ظالمانه پیښو مخ نیوی وشی  .
۱۱: د بې پیلوټه الوتکو غیر قانونی او بې رحمانه بمبارئ د ډیورنډد ناولې کرښې پر دواړو خواوغندو اوهیله لرو چې مخ نیوی ئې وشی ۱۲: د افغانانو کورونوته د ورڅې او شپې  له خواد بهرنی پوځونوغیر انسانی او غیر قانونی ننوتل په کلکه غندو او هیله لرو چې مخ نیوی ئې وشی .
۱۳: د پوزونو ډیروالی په افغانستان کې د ناورین د له منځه وړلو د حل لیاره نده
۱۴ د نړیوالو څواکونو د ویستلو زمانی نیټه په کلکه سره غواړو .

ومن الله التوفیق