امارات: د دوبۍ آسمان خراش نړیوال و ښورول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31788

دخبریدو نیټه : 2010-01-06

سمیر

ایډیټ: جلالزی

د عربي متحده اماراتو چارواکي وایې چې  په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو جګ جوړ شوي آسمان څوکي د نړۍ په کچه یوه بي  ساري ساختماني انقلاب ته لاره هواره کړه .

د نړۍ تر ټولو جګه ودانۍ چې برج الخلیفه نومیږي د جنورۍ میاشتې په پینځمه نیټه  د عربي متحده اماراتو په عمده امارت دوبۍ کې رسماً پرانیستل شوه.

دغه ودانۍ ۸۲۸ متره اوږده ده اود پینځو کلونو په موده کې جوړه شوي ده .

د برج الخلیفه په جوړولو ۱۵ زره ملیونه ډالر ( یو اعشاریه  پينځه ملیارده ) لګښت راغلی دی چې د دوبۍ د امیر له لوري ورکړل شوي دي.

د برج الخلیفه انجینیران وایې چې ښايي دغه ودانۍ د ۲۱مې پیړۍ تر ټولو نادره ودانۍ وي او ښایې بیا هیڅ کله هم دغسي یوه ودانۍ په نړۍ کې جوړه نه شي.

د برج الخلیفه په جوړولو کې په زرګونو تنو بهرنیو کارګرو چې پکې یو شمیر افغانان هم شامل ول کار کړی او مشر انجینیران یې د کاناډا او امریکې ول.

شیخ محمد بن رشید المخدوم چې د دوبۍ حاکم دی نن دغه ودانۍ پرانیزي او دغه ودانۍ د ده ملکیت ده .

ویل کیږي چې د دغۍ بي ساري اوښایسته ودانۍ ډیزاین د یوې چینایې ډیزاینري میرمن له لوري شوی او یوازي په ډیزاین یې په سلګونو ملیونه امریکایې ډالر لګښت راغلی.

برج الخلیفه د انجینیرانو له لوري داسي ډیزان شوی چې د شدیدو توپانونو په مقابل کې بي ساری مقاومت لري، او د زلزې ۱۶ درجې متواتر  ټکانونه هم نشي کولای چې ورته تاوان ورسوي.

د نړۍ په تاریخ کې تر اوسه پوري د زلزلې ۱۶ درجې شدت ندی لیدل شوی.

د برج الخلیفه بله ځانګیړنه دا ده چې په سر باندي یې د هلیکوپټر د ناستې لپاره یو هوايي ډګر هم جوړ کړای شوی او بډایه میلمانه کولای شي چې د هلیکوپټر له لاري هم د برج الخلیفه رسټورانټونو او اقامت ځایونو ته را ښکته شي.

د نړۍ د دغې بي ساري ودانۍ یوه بله ځانګیړنه دا ده چې په داخلي سیستم کې یې ۵۰۰۰ کیلومتره د بریښنا مزی کارول شوی چې تر اوسه د نړۍ په یوې ودانۍ کې هم په دې اندازه د بریښنا لین ندی کارول شوی.

د برج الخلیفه ودانۍ په داخل کې داسي فوارې هم ډیزاین شوي چې د اوبو د ویشتلو شدت یې په ثانیه کې ۳۰۰ متره دی.

په برج الخلیفه کې رسټورانټونه، هوټلونه، مهمان خانې، د نڅا صالونونه، نایټ کلپونه، د سرکس د نندارو صالونونه، د موټرو پارکونه او ورته نور د انسانانو د اړتیا وړ ځایونه شتون لري.

د نړۍ د دغې بي ساري ښایسته او دنګې ودانۍ د داخلي چارو سمبالونکی مدیر وایې چې په برج الخلیفه کې د یوې کوټې کرایه د یوې شپې لپاره له ۳۰۰۰ امریکایې ډالرو څخه شروع کیږي  او تر ۳۰ زرو امریکاې  ډالرو ته رسیږي.

د برج الخلیفه په عمومي رسټورانټ کې د یوې پیالې  قهوې بیه ۱۵۰ امریکايي ډالره ټاکل شوي په داسي حال کې د نیویارک ښار په یوه عصري رسټورانټ کې د یوې پیالې قهوې بیه تر ۱۰ ډالرو لوړه نده او د پلازمینې کابل په سرینا پينځه ستوري هوټل کې بیا د  همدې یوې پیالې قهوې بیه یوازي ۲  امریکايي ډالره ده .