د كندهار ښار په څو لويو ښوونځيو كښي د (اې ډي اې ) او يوې جاپاني مرستندويه ټولني له خوا يو مياشتنى ښوونيز سيمينار جوړ سو.
په نومړي سيمينار كي د نژدې شاوخوا ټوله ښوونځيو ښوونكي ګډون لري چي د سهار له اتو بجو څخه پيل بيا پر ۹:۳۰ پاى ته رسېږي او په سيمينار كښي د ښوونځى كتابونه،درسي ميتود، ښوونكو تدريسېږي.
د كندهار په عينو لېسه كي چي يوازي سيمينار د ښځينه ښوونكو لپاره جوړ شوى يوې تنې ښوونكي چي جمليه نومېږي د سيمينار په هكله داسي و ويل:
موږ د دې سيمينار د تمويلونكو مرستندويه ټولنو څخه ډېري منندويه يو چي موږ ته يې دا چانس په لاس راكړ، دا سيمينار به زموږ په كاري تجربه كي زياتوالى راولي ځكه چي دلته اكثره ښوونكو څوارلسم ټولګى ندى ويلى او هغه لازمي زدكړي او كاري تجربې نه لري چي د زدكوونكو په روزلو كي دي په صحيح ډول وكاروي، نو دا به له يوې خوا زموږ كاري تجربه او علمي زدكړي دي او له بلي خوا به په نوي ښوونيز كال كي موږ د خپلو زدكوونكو لپاره د تېر كال په پرتله ډېر گټور شان ولرو.
ويل كېږي چي د په نوموړي سيمينار كي د ښوونكو سره يو لږ اندازه مالي مرسته چي عبارت له پنځلس سوه افغانيو څخه ده هم كېږي.