العالم: د مصر او غزې ترمنځ د دیوال جوړول حرام دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31975

دخبریدو نیټه : 2010-01-11

سرچینه: د العالم عربي ژبی ټلویزیون

ایډیټ: جلالزی


دمصر یوه شمیر مسلمانو علماو او دیني مشرانو  دفلسطین له غزې تړانګې سره دمصر په سرحد کې دفولادي دیوال په جوړولو کښې دمصر دحکومت اقدام شرعا حرام ثابت کړی دی .


دالعالم ټلویزیون د راپور پراساس اسلامي مبلغ صفوت حجازي پرون په قاهرې کښې وویل دفلسطین له غزې تړانګې سره دمصر په سرحد کې دفولادي دیوال جوړیدل د فلسطین په غزې تړانګې کښې دیو میلیونو او پینځو لکو خلکو په کلابند کولو کې ګډون دی .


دمصر داخوان المسلمین ډلې دارشاد دفتر غړي عبدالرحمان البر هم په دې هکله وویل: (( دفولادي دیوال جوړول نه یوازې حرام نه دي بلکې دمسلمانانو په کلابند کولو کښې دخدای پاک له دښمانانو سره ملګرتیا هم ګڼل کیږي )).


دلازهر پوهنتون دیني عالم محمد حموده هم ټلویزیون ته په مرکه کې وویل دفلسطین له غزې تړانګې سره په سرحد کې دمصر دفولادي دیوال جوړیدل شرعي نه دي ځکه چې دغه دیوال داسلامي امت ترمینځ دبیلتون سبب کیږي .


دمصر دپارلمان استازیو او سیاستوالانو هم دغه دیوال وغاند او هغه یې اسرایلي دیوال ونوموه .

دقدرت دموروثي کیدا پرضد دمصریانو دغورځنګ غږملونکي حسن نافعه هم وویل دمصر ملي ډلې پوهیږي چې دفولادي دیوال جوړول دمصر تفکر نه دی بلکې داصهیونیسټ رژیم دی چې داډول دیوال دجوړولو په فکر کښې شو .


دمصر پخواني خارجه وزیر عبدالله الاشعل وویل دفولادي دیوال جوړول په خبره یا نه خبره توګه دمصر لخوا دصهیونیسټ رژیم دپلانونو دخدمت کولو لپاره دي .


دمصردپارلمان غړي عزب مصطفی وویل دفولادي دیوال جوړول دفلسطین ملت دمجبورولو لپاره یو اقدام دی .
 

مصر دغه کار له فلسطین سره د خپلې پولې د لا ښه کنټرول لپاره د غرب، امریکې او اسرایلو تر متواترو فشارونو وروسته پورته کړی دی.