RSF: سعودي عربستان کې د بیان آزادې محدوده ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31999

دخبریدو نیټه : 2010-01-13

سرچینه: د بي پولو خبریالانو ټولني ویب پاڼه

ایډیټ: میرویس جلالزی

د بي پولو خبریالانو ټولني په یوه راپور کې چې د دغې ټولني په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی خبر ورکړی چې په سعودي کې د بیان آزادي ډیره محدوده ده او دغه هیواد  د  بیان د ازادۍ له نظره د نړۍ له بدترو هیوادو نو څخه دې.     

دبې پو لې خبر یا لانو د مو سسې د اعلان له مخې عر بستان د بیان د ازادۍ له نظره د نړۍ په ۱۷۳ هیوادو نو کې په ۱۶۳ لمبر کې قرار لري.


د بې پو لو خبر یا لانو مو سسې په هغو لسو هیوادو نو کې د عر بستان د شا ملو لو یو دلیل چې د بیا ن د ازادۍ له پلوه یې تر ټو لو بد کړ چا ر درلو دلې ، په خبر یالانو د حکو مت دبا و او د حکو مت له کړ چا ره په نیو که کې د مقا لو له لیکلو وروسته د استعفا لپاره د عر بستان په خبر یالانو فشار بلل شوې دې .


دغې مو سسې همداراز په عر بستان کې د یوه فعال سپو ږمکیز چینل په بند ولو او د څه د پا سه ۴۰۰ اینټر نیټی پا ڼو په فیلټر کو لو سخته نیو که کړی ده . 

سعودي عربستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د یوه خاندان له لوري یې چاري پر مخ بیول کیږي او د ښځو آزادي هم پکې د پام وړ محدوده ده .

په دغه هیواد کې د کیبلي غیر سعودي شبکو په خپرونو بندیز دی او هغه رسنۍ چې د رژیم پر  وړاندي نیوکه کونکي مقالې خپرې کړې د قانون له مخې ورته سخته سزا ورکول کیږي.