لونګ کلتوري ټولنه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3208

دخبریدو نیټه : 2005-07-09

١٨ چنګاښ، ١٣٨٤

بېنوا خبريال

 

غزنى: د افغانستان په سهيل مرکزي ولايت، غزني، کې د لومړي ځل لپاره له پښتنو ليکوالانو او خبريالانو نه جوړه  خپلواکه کلتوري ټولنه  رامنځته سوه.

'لونګ کلتوري ټولنه' پرون د هغې لويې غونډې په ترڅ کې پرانيستل سوه، چې د غزني پر ليکوالانو او فرهنګوالو سربېره د ځينو نورو ولايتونو څخه هم غړيو او مېلمنو برخه اخيستي وه. 

 

په غونډه کې د قران کريم له تلاوت څخه وروسته  ځوان شاعر او ليکوال هميم جلالزي  د هرکلي وينا واوروله، ورپسې د غزني ولايت وتلى اديب او څېړونکى پوهنمل محمد ګل کوچي، نصير احمد احمدي، قرار اندړ،غوث الدين فروتن، استاد رحمت الله طبيب زاده، اينجينر ضياء روان، سنګين عشرتي احمد شاه ماکو او يو شمېر نورو کلتورپالو ځوانانو ويناوې وکړي.   د ټولو ويناوالو ټينګار په ټوليزه توګه پر دې و، چې غزنى کابو د بل هر ولايت په پرتله په فرهنګي ډګړ کې  تر ټولو شاته پاتې او هېر سوي ولايت دى او له همدې امله د کار لپاره هلته ډېره اړتيا ليدل کېږي.  دوى وويل، چې په غزني کې پښتو ادب، او په ځانګړې توګه، ولسي ادب ته ښايي زياته پاملرنه  وسي. 

 

ورپسې، محمد يونس برهان په دې ځانګړې وخت کې د ټولنې د جوړولو  پر اړتيا رڼا واچوله او ويې ويل چې غزنى خپله د تاريخ په اوږدو کې د پرمختللي تمدن مرکز پاتې سوى، خو له بده مرغه چې اوس بېخي له پامه لوېدلى او خلک يې بايد اوس د يوموټې کوښښونو له لارې خپل کارنده فرهنګي شتون وښيي.  نوموړي د لونګ کلتوري ټولنې د تګلارې لاسوند(مسوده) واوروله، چې ورپسې په دې اړه برخه والو خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.

په پرانيست غونډه کې پرېکړه وسوه، چې په راتلونکې ناسته کې به د ازادو ټاکنو له لارې د ټولنې مشر، دوه مرستيالان، يو منشي او لارښوده جرګه جوړېږي او همداراز به د ټولنې پر تګلاره هوکړه کېږي.  په غونډه کې پر دې هم خبرې وسوې، چې په راتلونکې کې په غزني کې يوه لويه مېله دود کړي. غونډه د سهار په اتو بجو پيل شوه او د غرمې په دوولسو بجو پاي ته ورسېده. 

 

لونګ کلتوري ټولنه د لونګ دوه مياشتنۍ د لومړۍ ګڼې له خپراوي وروسته، چې د غويي په مياشت کې له چاپه راوتلې، بله  فرهنګي هڅه ده چې غړيو پر وينايې د پراخو کلتوري کارونو برخه ده چې موخه يې د همغږو هلو ځلو له لارې  په دې سيمه کې پښتو ادب ته وده ورکول دي.  

 

لونګ کلتوري ټولنه او مهالنۍ يوه ويبپاڼه هم تر لاس لاندې لري چې په نږدې راتلونکې کې بشپړېدونکې ده.  د لونګوالو پر وينا د دوى د ټولو پروژو بنسټيزه موخه په ځوان پښت کې پوهنې ته وده ورکول دي، او له هېڅ ډول سياسي کارونو سره لېوالتيا او تړاو نه لري.   

په غزني ولايت کې که څه هم دمګړۍ درې څلور فرهنګي ټولنې شته دي، خو د پښتنو ليکوالانو په غړيتوب لونګ کلتوري ټولنه د خپل ډول لومړۍ يوه ده. 

 

غونډه په انځورونو کې