Reuters: دوبۍ کې د جنسي تیري قضیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32096

دخبریدو نیټه : 2010-01-16

سرچینه: رویټر خبري آژآنس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د عربي متحده اماراتو د دوبۍ حکومت د یوې بریټانوۍ میرمني هغه تورونه بي اساسه ثابت کړل چې ویلي وو د یوه  بډایه عرب شیخ له لوري پري جنسي تیری شوی خو  پولیسو دغه بریټانوۍ ښځه او د هغې ملګری (boyfriend) په دې تور توقیف کړل چې د کور دباندي یې له واده پرته نامشروع جنسي اړیکی ټینګي کړي وي.


دغې ۲۳ کلني بریټانوۍ او د هغې ۴۴ کلن بریټانوي ملګري تور لګولی چې د دوبۍ د یوه لوکس  هوټل د شراب څښلو په صالون کې د یوه عرب شیخ له لوري لومړی په زور د خوب یوې کوټي ته یوړل شوه او په دغې بریټانوۍ په داسي حال کې چې ملګری یې ورسره نه وو هلته جنسي تیری وشو.


د دوبۍ د پولیسو مشر خمیس المزینه وویل چې دوي داسي شواهد و نه موندل چې ګواکي په دغې ښځي باندي جنسي تیری شوی وي.


نوموړي وویل چې دغې ښځي په هوټل کې ډیر شراب څښلي وو او بي سده شوي وه او په دې حال کې یې د  هوټل له هندي ساقي څخه غوښتنه وکړه چې هغه تشناب ته بوزي او کله چې نوموړي له هغې سره مرسته وکړه وروسته هغي تور ولګاوه چې یوه عرب شیخ پرې جنسي تیری کړی.


د رویټرز په حواله او د  پولیسو د مشر د وینا مطابق دغې ښځي په خپلو تحقیقاتو کې اقرار کړی چې  په دغه هوټل کې دې د هغې باي فرینډ یوه کوټه هم په کرایه نیولي وه او څو ځله یې پکې جنسي اړیکي هم نیولي وه چې وروسته بیا پولیسو په دغه جرم دوي دواړه توقیف کړل.


د دوبۍ حکومت اوس داسي یو قانون نافظ کړی چې هیڅ یو خارجۍ نشي کولای په عام محضر کې په خاصه توګه د سمندرونو په غاړه کې چې د سیاحت مهم ځایونه بلل کیږي یو له بل سره جنسي اړیکي ونیسي.


ډیری  غربیان چې په خپلو رخصتیو کې د تفریح لپاره دوبۍ ته راځي اوس ویره لري چې د دوبۍ د حکومت دغه قانون به د دوي پرآزادیو محدودیت وضع کړي او ښایې ډیری غربیان دغه توریستیک امارت ته ورتګ ته زړه ښه نکړي.


په دوبۍ کې د انګلستان د قونسلګرۍ یوه  ویاند سیمون ګولډسمیت هم دغه خبر تاید کړ او زیاته یې کړه چې دوي به خپلو دغو دوو وګړو ته هر راز قانوني مرسته برابره کړي.