تسلیم شد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32120
ومان نیازی
دخبریدو نیټه : 2010-01-16

تسليم شد

 ومان نیازی

صوفي زاده :اخلاقي صاحب څنګه ،كوم دانه بسكويت نه نوش جان كوې ؟
اخلاقي : نه تشكر صاحب ، لطف كوى ، هيڅ اشتها نه شته باور وكړئ  سهارمې ميرمنې داسې جيجيق راباندې خوړلي چې مه كوه پوښتنه.
 

صوفي زاده : تاسوماشاالله څومره ښه فشار لرئ ، د شيطان غوږونه دې كاڼه وي ، له نظره نه شې،زه چې هسې د غوړو نوم واخلم بيا مې د فشار امپير له سلواتياوسره غاړه وهي.مسكه ،قيماق ، پنيراو جيجيق خو په ځاى پريږده.

 
اخلاقي : فشارنن سبا يوه نړيواله معضله ده خو له نيكه مرغه زه پكشې نه يم
صوفي زاده :  رښتيا نن آلهه جانه وځنډيده !
 

اخلاقي :  ماته يې يومسج را ليږلى و ، اوس به راپيدا شي ويل يې يوه نوې  افغاني سيډي راوتلې ټول محلي رقصونه دي ځم چې درته رايې وړم

 
صوفي زاده :  ياره مدير صاحب نن سبا خو افغاني رقص په سرنرنه لري، دا په هوټلونو كې پيغلې داسې بند په بند ماتيږي چې د هندي رقاصو ملا يې  ور ماته كړې ده
 

اخلاقي : هغه لا څه كوې والله چې دغه قطغني سازته خو هلكان هم بلا كوي

 
صوفي زاده : موږ ډېرغني فرهنګ لروخومتاسفانه چې امكانات ضعيفه دي

 
اخلاقي : په اوسنيو شرايطوكې بياهم غنيمت دي كه موږ ديسكوتيكونه يا مو د نورو هيوادونوغوندې د رقص د مشق ځايونه لرلاى  بيا به چا دهندوانونوم هم نه واى اخيستى

 
صوفي زاده : واقعا ،واقعا زه صد فيصد درسره موافق يم 
*****************************************
دسكول يې د ميز سرته خطا كړپه مخامخ كوچ كښينسته
صوفي زاده او اخلاقي په خپلو ځايونو كې ودريدل الهې په ستړي او جدي انداز خوله بېرته كړه:اخلاقي صاحب خاص د تاسو په احترام مې دا كسټ راوړ. اوس مجبوره يم چې له سره ارايش وكړم ،دا سبيل مړى ښارخودې  خداى په بل مخ كړي داسې خاورې پكې بادېږي ته به وايې چې په ژرنده كې ولاړ يې
 

اخلاقي :امين،امين، الهه جانې! ستا شرافت ستا اخلاص نه تنها زما په مقابل كې  بلكې د ادارې هر كارمند محسوسولاى شي، افرين دې وي پرهغو شېدو چې تا رودلي ، دا خبره رښتيا ده چې هر څوك د خپل فاميل نماينده دى، زه صادقانه پرته له تملق او چاپلوسۍ نه درته وايم ، پر تاسو افتخار كوم  او دا خبره مې هرځاى كړې هم ده، دغه دى صوفي زاده صاحب شاهد دى.
 

الهه : اخلاقي  صاحب! اخلاق او شرافت ستاسو خپل دي اوس دا راته ووايه چې اول زه خپل ارايش وكړم كه تاسو ته سي ډي چالانه كړم
صوفي زاده : الهې  تاته دې خداى عمر دركړي زموږ رنج درسره ګل دى نو رې خبرې خو ټولې اخلاقي صاحب وكړې، زه دا وايم چې زه او اخلاقي صاحب به خپله سي ډي وګورواو ته به په مزه، مزه خپل ارايش وكړي. دا زما نظر و،صاحب الاختيارتاسوخپله ياست.
 

صوفي زاده : ياره زماد زړه خبره دې وكړه، نظر مې دې خوښ شو، ډېر معقول نظر دى . ته څه پكې وايې الهه جانېژ؟!
 

الهه  : بس خوښه مې ده ، تاسو خپلې چوكۍ راواخلى دا زما ميز ته مخامخ يې كيږدى ، خپل سيلونه كوئ چې رنج مو ګل شي زه به ارايش درته وكړم ،دنيا هسې هم د غم په ورځ پيدا ده ،كه څنګه اخلاقي صاحب ؟!
 

اخلاقي : وايم بيشكه دي ، تخت وبخت دې برقراره اوسه ، چشم بد دور 
*******************************************
د تيلفون له شرنګي سره الهې خپل تيلفون ور پورته كړ،څه يې وويل، بيا يې مخ اخلاقي صاحب  ته ور واړاوه :
 

اخلاقي صاحب  بيژن جان دى ، ما يې په اړه تاسو ته ويلي و. نن غواړي زما مور او پلار وګوري . تاسو خپله سي ډي ګورى زه به يو وار ورسره ولاړه شم ، هو رښتيا كمپيوټر خو اف كولاى شئ؟ 
 

اخلاقي : مهرباني خداى مو سره خوشاله لره ، بيغمه ولاړه شه په مخه دې شه
******************************************
شيبه وروسته د دروازې  له خلاصيدلو سره الهه او بابه دلبر شعبې ته را ننوتل الهه خوشاله وه په خندا يې وويل :
 

مدير صاحب ! ډېر ناوخته شو، د تقدير نامې په خاطر راغلم ، ما درته نه ويل چې زموږ د شعبې كار تر ټولو منظم دى ! ريس صاحب موږ ته تقدير نامه راليږلې، بابه دلبرمې وليد ورسره راغلم  تاسودا د واردې په كتاب كې ثبت كړئ،يو تسليم شدهم وليكئ ، زه ځم چې بيژن جان ډېر منتظر پاتې شو.
اخلاقي او صوفي زاده مباركۍ سره وويلې الهه ووته، اخلاقي مخ صوفي زاده ته ور واړاوه :
 

 صوفي زاده ! الهه يو فوق العاده استعداد دى، دا كه اوس په اروپا يا امريكا كې واى نوم به يې وو، كمپوټريې يوه ورځ نه دى لوستى، سل رقمه كاروايانې يې زده دي ، سيف ،ګوګل، ياهو، پرنت، دليت، كليك

 

صوفي زاده : هو! د افغانانو د استعداد انكار څوك نشي كولاى دا خبره پنځوس كاله پخواد كيميا استاد نبي ګل خان موږ ته كړې وه ، خداى دې غرق رحمت كړي هغه افغانان ښه پيژندلي و .