زه ستا سره مینه لرم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32359
ژباړونکی شفیع الله همت
دخبریدو نیټه : 2010-01-24

......I love you انجلی پر نازکو څنګلو څنګ ولګوی او د ته یی په یو نرم او محکم اواز سره وویل:
دری د انګلیسی لغاته فقط دری لغته: او دی باید د دی دری لغاتو د اوریدلو لپاره دری کاله منتظر اووسی....

I love you د وویل:
خو دا هم دغسی خاموشه ولاړه وه او هغه خپلو خبرو ته دوام ورکي او ورته وویل زه تا ته دا نه وایم چه ته زما سره مینه وکه خو زه فقط تا په دی باندی خبروم چي زه ستا سره مینه لرم. خو هغی انجلی یو لغات هم پر ژبه را نه وړ او دغسی چپه ولاړه وه. هغی هره ورځ دی په مکتب کي په ډکه خوله خندا سره لیدی خو هغه هلک  د هغی څخه دا نه غوښتل چی دا دی د ده سره مینه وکړی فقط دومره یی ورته ویل چی هغه د دی سره مینه لری. او هغی انجلی داسی احساس کوی چی د دی دومره سخت زړه دی لکه ډبره او دا پدی هم پوهیدل چی دا باید په خپل ژوند کي څه شی سی. هغی دا فکر کوی چی مینه فقط د وخت ضایع ده او دا به هیڅکله پدی هکله فکر هم ونه کړی.

یوه ورځ باران وریدی خو دا به غیره له سایوان او د بارانی کوټ څخه په باران کي روانه وه. د دی پخپله دا خوښه وه چی باید همداسی په باران کي روانه ووسی، خو ناڅاپه یی یو ږغ تر غوږو سو.... د هغی عاشق په نیولی ساه وویل: سلام  بیا یی د هغی څخه هیله وکړه چی خپل ویښتان دی سره ټول که خدای نکرده چی پر مخ دی را پری نوځی
دی په حیرانتیا د هغه څخه پوښتنه وکړه چی ته دلته څنګه راغلی. هغه ورته وویل ما ته دلته ولیدی نو تصمیم می ونیوی چی تا ته نژدی راسم او یو څو لهذی خبری درسره وکړم.
دی ورته وویل: ده څه شی په هکله غواړی زما سره خبری وکړی.
ده ورته وویل: فرق نلری د هر شی په هکله چی وی او کیداسی د هیڅ شی په هکله هم  نه وی خو فقط غواړم چی ستا سره وږغیږم
هغه د دی څخه وپوښتل: ایا ته په باران کي تګ خوښوی؟ خو ده بیا ورته وویل چی زه چه ستا سره روان یم  ډیر خوشحاله یم.
خو هغی د باران په رالویدونکو څکانو بانید سات تیروی او دغسی چپه روانه وه.
I love you نو هلک وه انجلی ته وویل:
 خو تصادفآ دغه ورځ د هغی د پیدایښت ورځ هم وه، هغه دی وه انجلی ته د هغی د زیږیدلو د ورځی په مناسبت مبارکی ورکړه خو هغی د هغه مبارکی ومنل.

د دی ورځی په ماسپښین کي هلک وه هغی انجلی ته یو لیک په لاس  ورکي چه په هغه لیک کي ده د خپل مینی اظهار کړی وو. انجلی هغه لیک په غور سره ولوستی او بیا یی په هغه لیک کی وه (۷) ځلی ګرامری غلطیانی او پنځه ځلی انشايی غلطیانی راویستی. نو پدی وخت کي هغه و دی ته وخندل او هغه هم داغسی خاموشه وه.

یو ورځ چی د ساړه ژمی ورځ وه او پدی ورځ ډیره یخنی هم وه دوی دواړه د موټرانو په اډه کښی ولاړ وه.
 هلک وه هغی انجلی ته وویل: ته ولی زما سره مینه کوی؟ ده په جواب کی ورته وویل. زه نه پوهیږم چی ولی خو دومره پوهږم چه په ژوند کي داسی هم پیښیږی چی د یو شی په هکله ته هیڅ تصمیم نه لری خو هغه ناڅاپه پیښ سی . او دا کله کله پیښیږی.
هغی د ده څخه وپوښتل: که چیری زه مړه سم نو ته به څه وکوی؟ هغه په جواب کښی ورته وویل چی زه به بیا هم ستا سره مینه کوم..... خو دا خاموشه پاتی سول......
هغه وه انجلی ته وویل چی د سړک پر ابلی غاړی د کافی یو دوکان دی، تاسو غواړی چی زه ولاړسم او هغه ګرمه کافی وه تاسو ته د چښلو لپاره راوړم؟
انجلی په جواب کښی ورته وویل: هو! غواړمی.
کله چی هلک د انجلی د خولی د غواړمی خبره واوریدل نو د سړک هاغاړی ته واوښتی پدی وخت کی انجلی د هغه ننداره کول او انجلی دا احساس کوی چه کومه سختی چی د دی په زړه کي ده هغه کرار کراره په ختمیدولو ده. په دی وخت کي هلک په لاس کي دوه ګلاسه کافی وه او د سړک د هاغاړی څخه را اوړی خو ناڅاپه یو موټر د هغه سره ټکر وکړی او هغه مړ سو....
I love you نو کله چی انجلی هغه هلک مړ پر سړک پروت ولیدی نو ورته ورغله او پر نازکو څنګلو یی څنګ ورته ولګوی او ورته په یو نرم او محکم اواز سره یی وویل: 
دری د انګلیسی لغاته..... فقط او فقط دری لغاته...... چی هغه ورته د درو (۳) کالو راهسی انتظار کوي.
یو د اوښکو څاڅکی د انجلی د سترګو راغلی او د هغه هلک په تصویر کی ونښتی او دی د هغه هلک وه تصویر ته کتل او لا تر اوسه هم خاموشه وه.
---------------------------

: : هلمند لښکرګاه افغانستان