Washington post: طالبان د سرطان دانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32420

دخبریدو نیټه : 2010-01-26

Washington post: طالبان د سرطان دانه ده

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی 

د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګنه کې اسلام آباد ته  د دفاع وزیر رابرت ګیټس د سفر په اړه یوه مقاله  خپره  کړي ده.

ګیټس ویلي چې طالبان د افغان سیاست یوه برخه ده خو له دې  نه هم انکار نه شو کولای چې هغوي د سرطان د دانې په څیر دي چې اعلاج یې ډیر مشکل او په ځینو مواردو کې ناشونی دی.
 
ورځپانه لیکي، ښاغلی گیټس په دې دریو کالو کی اسلام اباد ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کید طالبانوپه بابد ټاکلي دریځ نیولو په برخه کی له ستونزي سره مخامخ وو.
دفاع وزیر ویلي چې طالبانو له نورو بنسټ پالو ډلو سره یو ځای  د افغانستان او پاکستان پر پولی باندی ځان ټینګ کړی دی.
 ده د پاکستان له مشرانو څخه وغوښتل چې باید په هغو طالبانو باندي چې د دوی په خاوره کی عملیات کوی هیڅ ډول زړه سوی ونه کړی، او حتی د هغو کسانو لحاظ هم ونه ساتی چی دوی د ډېره وخته یې د خپلو گټو دپاره ډېر مهم بلل.
ورځپانه لیکي چې دفاع وزیر رابرت ګیټس د پاکستان ټلوېزیونی خپروني ته وویل چی سړی طالبانو ته د ښه او بد نوم نه سی ورکولای. دا ټول په خاوره کی دننه پټ دښمنان دي او د هغوی ټول مرکزونه باید محوه کړای شي.
 گېټس د دې خبری تر څنگ دا هم وویل چی پر طالبانو باندی ستگی نه سی پټېدلای اویوازي د هغوی له قوماندانانو سره د روغی جوړی له لاری کولای سو چی په افغانستان کی سوله او ثبات قایم کړو.
ګیټس د هرې جګړې پای ته د مذاکراتو تر سره کیدل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې باید  مونږ دغه حقیقت ته متوجه شو.
د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال اطهر عباس اوګیټس د خبرو ترمنځ یو ډول لوی توپیر تر سترګو کیده.
عباس وویل چې ټول طالبان بد ندي او ځیني ډلي د نورو مقاصدو لپاره جنګیږي او د هغوي له مینځه وړل مناسب کار ندی.

 د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وایی سره له هغه چی متحده ایالاتو پاکستان ته څو څو ځله یادونه کړې ده خو  جنرال اختر عباس  وویل چی د پاکستان پوځ د طالبانو پر هغو مشرانو باند ی چی په کوټه او شمالی وزیرستان کی پټ دي د سمدستی حملې خیال نه لری.