هلمند ولايت او اداري فساد او دمرکزي دولت نه پاملرنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32457
و. هجران
دخبریدو نیټه : 2010-01-27

د لندن کنفرانس چي ټاکل سوېده د روان (۲۰۱۰ ) ميلادي کال د جنورۍ پر (۲۸) نېټه جوړ سي د افغانستان پر هر اړخيزو ستونزو او مسايلو باندي به غور وسي او د حل لاري چاري به ورته په ګوته سي .

او موږ هيله لرو چي ښه مثبته پايله به ولري .

دا چي په افغانستان  کي کومو ستونزو او شومو تپل سوو پديدو د افغان ولس  ژوند  د کړاوونو او بدبختويو سره لاس او ګرېوان کړی دی ډيري روښانه او څرګندي دي .

يو له دغو شومو پديدو او ناخوالو څخه چي د ولس پر وړاندي ستره ننګونه ده او بې شمېره بدبختۍ يې په وجود راوړي دي هغه په حکومتي دستګاه او اداري کي پراخ فساد دی .

اداري فساد يوه داسي لويه او د شرم ډکه ستونزه ده چي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي فرد فرد ځيني متضرر سوی دی، خو حکومت يې تر اوسه د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات نه دي کړي . 

د افغانستان اداره ټوله په فساد کي له سره تر نوکه ډوبه ده ، او افغان ولس کړوي .
دا چي په يوه کال کي د ملګرو ملتونو د يوه کلني راپور پر اساس  دونيم ميلیارده ډالره د د افغانستان  په ادري کي فساد کيږي نو تاسو اټکل ښه کولای سئ چي ددې ملت به نو څه حال وي ؟

مهمه داده چي اداري فساد څه مانا ؟
اداره هغه ټولنيز جوړښت دی چي ټاکلو اهدافو ته د رسېدولو په خاطر د ځانګړو قواعدو پر بنسټ کار کوي تر څو په اسانۍ سره په لږ وخت کي عامه رضايت تر لاسه سي .

اهدافو ته رسېدل ، قواعد ، اساني ، لږ وخت ، او رضايت پنځه مهم ټکي دي . چي له بده مرغه دا په افغانستان او په ځانګړي ډول  په هلمند کي نه تطبيقيږي ، او متاسفانه محلي اداري دا توکي په لاس نه دي راوړي ، چي يوه ډېره بې کفايته او نيمګړي اداره ده .

او دا پر ولس تپل سوي چارواکي دي .

عامه اداره د خدماتو د پرمخ بيولو لپاره له بشري ، مالي ، غير محسوسو او له فزيکي منابعو څخه کار اخلي .

دا هره منبع په ټولني پوري اړه لري ، چي زموږ په ادارې کي له دغو منابعو څخه  تر ډېره دخصوصي  مقاصدو لپاره استفاده کيږي او دا يو ښکاره فساد دی .

دلته د ښه نظام د انحراف او د شيطاني نظام  د جوړيدلو لپاره هر څه روان دي ، له قوانينو او اصولو څخه سرغړونه هم فساد دی ، په هلمند کي اداره له خپل دريځ څخه ناوړه ګټه اخلي .

پوليس پر لويو لارو د خلکو څخه په زوره په يوه او بل نوم پيسې اخلي چي دا هم يو فساد دی او د حکومت حيثيت ته يې لويه صدمه رسولې ده او ولس باور نه ورباندي کوي . 

د هلمند ولايت ګڼ شمير دولتي لوړ پوړي چارواکي د نشيې توکو په قاچاق کي په مستقيم او غير مستقيم ډول لاس لري او د قاچاق وړونکو ملتيا کوي .

څو واره د بین المللي ټولني لخوا څخه  کروندګرو ته د کوکنارو  د کښت په بدل کي  د امتيازاتو او نقدي مرستو لړې پيل کړې چي له بده مرغه نوي سلنه يې ددولتي چارواکو جيبونو او خيټو ته ولوېدلي .

چي ښه بېلګه يې د اوسني حکومت په لومړي کال  کي کروندګرو ته  د يوه جريب کوکنارو  اړلو په بدل کي (۳۵۰) امريکايې ډالره ورکول وه  چي  هغه په لږه اندازه کوندګرو ته ورکړل سوې او نوري دولتي چارواکو او یا خو د کابل څخه د نوموړي پروسې د تطبیق پلاوي حیف او ميل کړي خو حساب يې تر اوسه معلوم نه  او د کروندګرو کوکنار بېله بديدله واړول سول .

اوهمدارنګه په تېرو دوو کلونو کي هغو کروند ګرو چي مرستي ورسره ونه سوې او کوکنار يې کرلي وه محلي ادارې د تارياکو د اړولو د کمپاين پر ځای د پيسو د ټولولو کمپاین ورباندي وچلاوه .

د هلمند اداره  د پيسو په بدل کي هر څه د ځان په ګټه اړوي ، د ادارې مسؤلينو مطبوعات قبضه کړي دي  ، د خپل ځان په ستاينه کي يې معاشونه ورته ټاکلي دي او که څوک دا کار نه کوي نو هغه له سختونو چلنجونو سره مخامخ کوي .

هلته اکثره د ازادو رسنيو خبريالان  يوازي ددوئ غونډو ، کنفرانسونو او محافلو ته ځي چي ددې په بدل کي ټاکلي اونيزي تنخواګاني ورکول کيږي ، دوئ ددغو غونډو لپاره انظار ناست وي او پر نورو داسي فیچرونو او خبرونو کار نه کوي چي ټولني ته يې ګټه ورسيږي .

او اکثره وختونه چي ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوړي ، نو په هلمند کي دغه ژورناليستان کوښښ کوي چي دا خبرونه د دولت په ګټه خپاره کړي  ، ځکه دوئ ددولت سره ژمنه کړې او د هغوئ په تسلط کي دي .

اکثره ازاد ژورناليستان د هلمند په دولتي ټلوېزويون کي هم کار کوي چي ټولي چاري يې د هلمند د مرکزي ادارې لخوا کنټروليږي  ، اوس نو که چيري دغه ژورناليستان ددولت پر منفي کړو نيوکي وکړي  او يا هغه خبر خپور کړي چي هغه ددولت د  نيمګړټياوو په اړه وي  نو طبيعي خبره ده چي دنده به له لاسه ، نو دا هم يو ډول اداري فساد دی چي دولت رامنځته کړی دی او ژورناليستان يې په بلا اخته کړي دي .

ياني د هلمند حقيقي انځور نړيوالو ته نه وړاندي کيږي ، ولي چي  بيا چارواکي بدناميږي او دوئ ته پیسې ورکوي  .

ضوابط په روابطو بدل سوي دي ،  په ادارې کي دا هل کار پر ځای خپلو دوستانو ته دندي ورکړل سوي دي ، او يا خو نور لکه قومي ، ژبني ، سمتي  ، مسايل په نظر کي نيول سوي دي .

پاته سو ، رشوت ، اختلاص ، غلا، ددولتي موقف څخه ناوړه ګټه اخيستل  او نور دا خو اوس عادی ورځني مسايل او عادتونه ګرځېدلي دي .

هره ورځ د هلمند په ادارې کي  په  ميليونونو افغاني حيف وميل کيږي .

چی يوه کوچنۍ بېلګه ه یی د Food Zone  پروژه ده چی ان د ولایت د مقام لوړ پوړي چارواکو او سلاکارانو یی په اختلاس کی لوی لاس درلودی او په ملیونونو ډالر  پکښي غلا سول.

وروسته تر هغه چی دا خبره په ډیره لویه کچه رسوایی ته ودریږی دا پروژه جاری وه چی اوس یی تاسی هم ښه درک کولای سی. که چیری موږ  بعضی حالات ددی پیښی سره پرتله کړو نو ددی پروژی هغه محروم مستفدين  چي  اوس د نوزاد څخه د وچکالی ، بمباری، لوږی او په سیمه کی تشدد له امله د بست د کلا سیمي ته په کوچ مجبوره سویدي او  د شپې له پلوه یې تر شنه اسمان لاندی، پر وچه دښته ماشومان وږي بدیږي او د یخنۍ شپې سبا کوي.
کله د کور د خياطي ماشين خرڅ کړي او څه خوراکي توکي په رانيولي او کله بايسکل خرڅ کړي او کله نور شيان .

هغه خو لا پر ځای پریږده چی تر اوسه څوک ندی په خبر او مرستی نه دي ورسره سوي

مرستي خو  اول تر هلمنده پوری سلامتي نه رسیږی او بیا که ورسیږی نو هغه ایله بیله دونه سی چی د هلمند د  اداری چارواکو ضرورت پوره کړي او که یو څه زار مار پاته سول نو هغه به بیا په منډويې کی د خلکو سترګی په مړی سي.

د عدلي او قضایې سیستم خو بیخي پوښتنه مه کوئ، ځکه چي اول خو د بهرنيو ځواکنو لخوا  خپل سري عمليات کيږي او چاپې  وهل کیږی او وروسته د کور څخه به نفر بیول کیږی چی ځای به یی هم په یو میاشت نه معلومیږی چی چا بوتلل، چیری یی بوتلل او ولی خو نو بیخی پوښتنه مه کوه ځکه چی هلته خو هر څوک تروریست ، ترهه ګر او قاچاقبر پیژندل سویدی. نو پس له کم تر کمه شپږ میاشتو به نو یو بختور سړی د خارجیانو د تحقیقاتو څخه خلاصیږی او افغان حکومت ته به سپارل کیږی چی دلته نو بیا د عدلي او قضایي چارواکو سوداګری پیل کیږي. 
د بيا رغاوني او پرمختګ ارګانونه په ډېره پراخه کچه په غلاوو او درغليو کي ښکيل دي ، او يوازي په دې اخته وي چي څنګه په پروژو کي غلاوي وکړي .

د هلمند محلي چارواکي چي کله وپوښتل سي چي تاسو د پرمختګ او بيا رغاوني په برخه کي کوم د پام وړ کارونه کړي دي ، نو دوئ په ځواب کي ورته وايې چي د ښار پلانې جاده مو قير کړې ده ، پلانی ځای مو چرۍ جوړي کړي او د ښار په پلاني ځای کي مو هغه کار کړی دی ، دوئ داسي فکر کوي لښکرګاه  یعني هلمند ، او ولسواليو ته يې فکر نسته ، موږ به هم دونه ګيله نه کوو ، د افغانستان پلازمينه تر اوسه د کثافاتو يو ډېران دی ، نو هلته به کله نيوجرسي يا توکيو سي .

نو اداری فساد د قانون خلاف عمل دي چی د دولتي کارکوونکو او د عامه خدمتونو د نورو مؤظفینو لخوا د شخصي ګټو او مقاصدو لپاره یا د ډله ایزو اهدافو په خاطر تر سره کیږی نو دغه اداري  فساد دی چي د ټولني د نا رضایتۍ سبب سویدی او د ولس اعتماد پر حکومت  له منځه تللی دی او لا هم دا لړۍ روانه ده .

 په عمومي توګه د اداري فساد هغه ستونزي چي د افغانستان او په خاصه توګه په هلمند کی موجودي  دي په لاندي ډول دی

په کارونو کښې بې تفاوتي
له رسمي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده
په تخصصي چارو کښې د معلوماتو نشتوالی او د مهارت ټیټوالی
د ژوند د سطحي ټیټوالی
قانون ته نه پاملرنه، د کار نه اهلیت او بی کفایتی
د یو بل په چارو کی د بیلابیلو ارګانونو مداخله
په تشکیل کی غیر ضروری او نا مناسب زیاتوالی او کموالی
بې ځایه خارجې سفرونه
غیر عادلانه معاشونه
او  داسي نور هم ..... چي د ولسي ژوند په وړاندي يې بلا ستونزي را ولاړي کړي دي او د افغانانو پر لوړ کلتور يې تور داغونو لګولي دي .

نو د فساد د مخنیوي لپاره موږ څو وړاندیزونه هم لرو

 کارکونکي د ادارې په علم ښه پوهول او هغوئ ته د اصولي او سالیمي ادارې ور پیژندل، د هغوئ د پاک ضمیر او وجدان را ویښول او دوئ ته د ساليمي ادارې د ضرورت ښودل .
د مدنی ارزښتنو معرفي او ترویج .
د ټولنی، بشریت او د هیواد سره د میني او وفادارۍ د روحیې پیاوړي کول .
د فساد د ګټي محدودول او د قانوني اجراتو د ګټو لوړول .
داخلی نظارت .
د شکایتونو اوریدل او هغه په سمه توګه  تعقیبول .
د وړتیاوو په نظر کي نیول او د کارکوونکو تر منځ د غرور او د عزت نفس پیاوړی کول .
د ډیموکراسۍ د ټولو اصولو څخه پر ځای او مثبته استفاده کول .

کله چي نړیوالو د پرمخ تللو، متمدنو او ورسته پاتو، تر استبداد لاندي ټولنو تر  منځ لوی واټن ولید سره کښینستل او په ۲۰۰۳ میلادی کال کی یی د ډیسمبر پر ۹مه په ملګرو ملتونو کی د فساد پر ضد ۵۸۱۴ مه  ګڼه پریکړه لیکه تصویب کړ.

دغي پریکړي د رشوت، اختلاس، واسطې، غیر قانوني کړنو او د نورو په وړاندي د یو شمیر تدابیرو وړاندوینه کړې او د فساد پر مخنیوي یی ټینګار کړیدی او دیو کنوانسیون بڼه یی ونیول چي ۱۱۳ هیوادنو لاسلیک کړ او ۱۷ نور هیوادونه هم وروسته ورسره یو ځای سول. ددغه کنوانسیون ګټه داده چی په اداري فساد ککړ اشخاص او افراد په هیڅ ملک کی نسي پټیدلای او ددغه کنوانسیون د موادو له مخي هر هیواد باید هغه تعقیب او محکمې ته یې وسپارې .

نو پدې اساس په لندن کي د افغانستان په اړه جوړیدونکي کنفرانس ته موږ په افغانستان کی د اداری فساد د لمنځه وړلو لپاره ډیره هیله لرو. او په افغانستان کي دي د نړۍ ښکیل هیوادونه ددغي پدیدې پر ضد جدی مبارزه وکړي تر څو افغانانو ته د بسیا او سوکاله ژوندانه شرایط برابر سي .

بريالي اوسئ ، کور مو ودان ، له پاملرني څخه مو ډېره مننه .