د سه شنبی په سهار لونګ د خپل کور له ټولو غړوسره لیده کاته وکړه، د ټول کلي واړه او زاړه خبر وو چی نن څلوربجی لونګ له کوره روانیږی ، چا به د خپل مسافر لپاره یو شی سوغات اخیستی وو چا به بل شی ، چابه خط راوړ او څوک به هم د خدای پامانی لپاره راغلل،خو لونګ چی یو ځل یی د مسافرۍ خوند لیدلی وو په زړه کی یي هماغه تیر حالت تیریده او د کور څخه وتل ورته ګران بریښیدل، د غرمی د ډوډۍ وخت شو سهار ګل ماما چی د لونګ پلار وو د نورو څو سپین ږیرو سره په حجره کی ناست وو ، د تیر وخت او د مسافرۍ په اړه یې خبری کولی ، ضمیر، چې د لونګ کشر ورور وو، راغی او د غرمې د ډوډۍ خوړلو لپاره یې دلاس مینځلو اوبه راوړی.
سهار ګل ماما: والکه ضمیره ! لونګ چیرته دی؟
ضمیر: ورته ومې ویل ،را به شی، ویل یې درځم.
لونګ ډیر پریشانه او خفه معلومیده، خو نه یې غوښتل چې پر پریشانۍ او خفګان یې څوک پوه شي، ډوډۍ ته یی هم زړه نه کیده، خو د پلار او نورو میلمنو په خاطر حجری ته راغې.
عجب ماما: لونګه خفه خو به نه یی؟
لونګ: نه ماما دا می دویم ځل دی اوس له مسافرۍ سره بلد شوی یم.
دډوډی خوړلو نه پس د ماسپښین د لمانځه وخت شو، ټول میلمانه او کوربانه جومات ته لاړل او لونګ چی د مسافرۍ خنجر لا له وړاندی وهلی وو ویل یې چې په کور کې به لمونځ وکړي، شیرینه چې څوکلي ها خوا واده شوې وه، هغه هم راغلې وه چې هم به له خپل ورور لونګ سره خدای پاماني وکړي او هم به خپل مور او پلار ته د لونګ د مسافرۍ په اړه ډاډ ورکړي.
شیرینه: وروره چې بیا راځې دا مې ارمان دی چې واده درته برابر کړم.
مور یې خالو ترور: وۍ لورې ، د لونګ واده مې د ژوند لوی ارمان دی خدای مکړه چی دا ارمان ګور ته وینسم زوی جانه الله دې پخیر بوځه په کلي کې مې درته ځای پیدا کړی همدا چې راغلې له خیره واده به دې تیار وې، خو زویه کوښښ وکه چې زر راشې او نور نو ته پوهیږې.
وخت همداسې تیریده ورو ، ورو څلور بجې نږدې کیدلې ټول خپل خپلوان ، انډیوالان او ملګري راغلي وو سهار ګل ماما په لوړ اواز وویل ! یوه دوعا د خیر مونږ به له خیره حرکت وکړو ځکه چې لاره ډیره ده او کله کله لارې بندی هم وې ، ټولو اواز کړ یو دوعا د خیر!
خالو ترور لونګ په مخ ښکل کړ او له سترګو یې اوښکې روانې وې، زویه الله دې مل شه ، الله دې په خپل امان کی وساته. لونګ چی زړه یې ډیر لړزیده او وارخطا وو، یوه او کله بل ته کتل چې پوه نشي خو بیا هم له ورایه معلومیده چې شونډې یې رپیږې. ضمیر په زوره، زوره ژړل او ویل یی دادا زه هم در سره ځم خو لونګ یې په سر لاس کش کړاو ورته یې وویل زه به تاته موټر ، بوټان او نور شیان راوړم لیونیه خفه کیږه مه.
شیرینې وویل ځه وروره الله دې مل شه چې ورسیدې مونږ ته له خیره تیلیفون وکړه چی بیغمه شو.
لونګ د ټولو سره خدای پامانی وکړه او د هوایی ډګر پرلور روان شو ، د کور نه د وتلو په وخت یی خور او نور ټول خپلوان تر دروازی ورسره بدرګه شول او بو جام اوبه یې ور پسې و شیندلی ویل یی ځه په مخه دی رڼا شه.
د کور جدایي ورته ګرانه نه وه خو داچې څنګه له کوره رخصت واخلې ورته سخته معلومیده تر ډیرې فاصلی وروسته چې یې د کور په لور شاته وکتل ویې لیدل چی خور او د کلی نورې خپلې خپلوانې لا ولاړې دې بیرته یې مخ ته وکتل او ناچاره روان شو.
هوایی ډګر ته د رسیدو سره سم د ټولو چیک کولو نه وروسته د انتظار خونی ته ورسید هلته تر لږ تم کیدو وروسته خبر راغۍ چی الوتکه تیاره ده او مسافرین دی د تلو لپاره ځانونه اماده کړی ،الوتکې ته د ختلو نه پس ورته معلومه شوه چی اوس نو بیرته د تلو هیڅ امکان نشته او خپل زړه ته یی ډاډ ورکاوه چی کال دوه پس به بیا کورته راشم،پیسی به وګټم ، واده به وکړم او خپل ژوند به جوړ کړم ، دلته هسې هم خواري مزدوري نشته، دی ځای نه هم څه نه جوړیږې دا ټوله دنیا مسافره ده یو یی زه هم، زیاتره خلکو خپل اولادونه او کور ودانې پریښې وي او ترې مسافر وي ما خو لا واده هم نه دی کړی، همدا می د مسافریدو وخت دی ، په همدې فکرونو کښی وو چی د الوتکې کارکوونکو د پرواز په اړه ټولو مسافرو ته معلومات ورکړل او لونګ هم د سیټ کمر بند کش کړالوتکي پرواز وکړ، د څو ساعته پرواز نه وروسته الوتکه خپل منزل ته ورسیده ، د الوتکې کارکوونکو یو ځل بیا د الوتکې د کښیناستو په اړه مسافرینو ته معلومات ورکړل، هلته د لونګ ملګری هوایی ډګر ته د لونګ د استقبال لپاره راغلی وو، د ټولو رسمی کارونو څخه وروسته لونګ د هوایی ډګر څخه ووت او د خپلو ملګرو سره یوځای شو ، ملګرې یی په ډیره مینه ځکه چی د ډیرې مودی وروسته یی سره لیدلی وو روغبړ وکړ او خپل د مسافرۍ کوټې ته لاړل.
لونګ چی د پخوا نه د مسافرۍ سره بلد وو اوس نو پوه شو چی نوره چاره نشته بې له دې چی کار ته کار ووایی ، همدا سر له سبا یی د یو ملګرې سره کار ته ولاړ. ورځی شپی تیریدې د پنځو شپږو میاشتو څخه پس د لونګ مور او پلار د زوی د کور ودانولو په فکر کی شول پس له ډیرې ریبارۍ او غوښتنی وروسته یی دلونګ د ماما لور چی خرما نومیده لونګ ته وکړه.
خرما چی جګه ونه ، غټی تورې سترګی او غنم رنګی وه له پخوا یی د لونګ سره مینه وه خو په خوله یی څه نه ویل او اوس چی یی خدای د زړه ارمان پوره کړۍ وو په خپل بخت ډیره خوشحاله وه او تل به یی د لونګ سره د خیال په دنیا کی راتلونکۍ ژوند تیراوه ، او دا به یی ویل!
عمر د باد په شان تیریږې که جانان سل کاله بندی وی را به شینه
لونګ چی د خپلی کوزدی نه خبر شو ډیر خوشحاله شو ټولو مسافرو انډیوالانو ته یی شیرینی ورکړه او تل به یی فکر کاوه چی که خدای کول یوه ورځ به کورته لاړ شم ، واده به وکړم ، بچی به می شی او خپل ژوند به جوړ کړم.
خالو ترور ډیره خوشحاله وه ځکه چی د ژوند لوی ارمان یی د لونګ د ناوې لیدل وو ، او ډیره تلوسه یی درلوده چی لونګ راشی او خپله نګور په سره ډولۍ کی کورته راولی ، نو چی هر څوک به د لونګ ځای ته ورتلل خالو ترور به خط او یا هم فیته ورکوله او د لونګ نه به یی غوښتل چی کورته راشی.
لونګ چی کورته بیواره وو چی لاړ شی خو له بل خوا دواده خرچه، د تلو خرچه او بیا هلته په کور د کښیناستو خرچی ته فکر مند وو غوښتل یی یو څه پیسی وګټی بیا کور ته ولاړ شی ، وخت تیریږی د لونګ یو کال او نهه میاشتی تیرې شوې بس نور پدی تکل کی شو چی کور ته لاړ شی د تلو تیارۍ یی ونیو کله به یی خپل کشر ورور په زړه کی ور وګرځید او یو څه سوغات به یی ورته واخیسته، کله به مور، پلار، خور او هم خرما چی ده په وړکتوب کی لیدلی وه په زړه کی تیریدل او څه نا څه سوغاتونه به یی ورته اخیستل، د تلو ټول پرګرام یی برابر کړ او کور ته یی احوال ورکړ چی د پنجشنبی په ورځ به کور ته درځم ، لونګ چی د خپلو ملګرو سره خدای پامانی کوله نو ملګرو یی ویل چی نه مونږ در سره تر هوای میدانه ځو، ټول په خوشحالۍ د هوایی میدان پر لور روان شول ، په لاره کی د لونګ موټر د ډیر سرعت له امله ټکر وکاوه ، ټول ټپیان شول خو لونګ چی زیات ټپې شوی وو روغتون ته په لاره کی ومړ. د لونګ نور ملګری خبر شول او د لونګ کور ته یی احوال ورکړ چی د خرابی هوا له امله د لونګ پرواز و ځنډیده ، په هغه هیوادکي د ټولو رسمیاتو د پوره کولو وروسته د لونګ یو ملګري د لونګ کورنۍ ته خبر ورکړ چی د شنبی په ورځ ز موږ پرواز دی هلته یی ټول خپل خپلوان دلونګ د راتګ په انتظار وو ، کله چی د هوایی میدان څخه د کور په لور روان شول نو ملګرې یی فکر کاوه چی اوس به څه کیږې په همدې فکرونو کی وو چی کلی ته ورسیدل د هغه مور او نور ټول خپلوان یی مخی ته راغلی وو ، د لونګ مور چی له ورایه په موټر کی تابوت ولید نو چغه یی کړه ؛ اه ځما مسافره ځویه.
دریم پروان، کابل، افغانســـــــــتان