والسټریټ ژورنال: د کندهار سقوط، دافغانستان سقوط

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32626
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-03

والستریت ژورنال: د کندهار ساتلو ته د امریکا پلان

سرچینه: والستریت ژورنال
امریکا پلان لري چې د کندهار ښار حمایت وکړي.


د والسټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې  په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د کندهار لایت په باب یوه لیکنه خپره کړي ده.
ورځپاڼه لیکي، هر پسرلۍ کله چې هوا توده شي او طالبان له پاکستان څخه له ژمنیو  رخصتیو بیرته افغانستان ته را واوړي تر ډیره بریده د جنوبي افغانستان په کندهار ولایت کې خپله جګړه سخته کړي او خپل تهدیدونه پراخ کړي.


کندهار هغه ولایت دی چې د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز بلل کیده او دمګړۍ هم د طالبانو په مشرتابه کړۍ کې د کندهار ولایت ډیری قوماندانان موجود دي.


خو اوس د افغان اردو او ایتلافي ځواکونو قوماندانان وایې چې په راتلونکو میاشتو کې به ټولي هغه لاري د کندهار لپاره دخپلې نوې ستراتیژۍ له مخې وتړي چې ترینه د هوا په تودیدو سره طالبان کندهار ولایت ته را داخلیږي.


مشترک ځواکونه اوس هڅه کوی چې د طالبانو تحرکات په دغه کار سره خنثی کړي.
په کندهار کې د ایتلافي ځواکونو د کاري قوواو قوماندان بریدجنرال دنیل مینارد والستریت ژورنال ته ویلي چې شاوخوا ۵۸۰۰ امریکایي او کاناډايي ځواکونه به په دغه پلان کې برخه ولري چې په راتلونکي مارچ میاشت کې به په عمل کې پیاده کیږي.


هغه وویل: ((  هغوي له مونږ سره جګړه نشي کولای،  څه وخت اوچیرته چې هغوي یې غواړي بلکه مونږ به له هغو سره جګړه کوو دا چې چیرته اوڅنګه دا نوښت زمونږ دی، دا یو لوی بدلون دی او هغوي به په دې و نه توانیږي چې زمونږ دغه فشار ته مقاومت وکړي)).


د افغانستان په تاریخ کې هر هغه چا چې د کندهار ولایت په ښه توګه اداره کړی هغه توانیدلی چې ټول افغانستان اداره کړي.


کندهار د پښتو د استوګني  غټه سیمه ده او ګڼ شمیر پښتانه پکې ژوند کوي.
کندهار د افغانستان د کهن تاریخ یوه بیلګه ده او د طالبانو مشر ملاعمر هم په همدغه سیمه کې ډیر نفوذ درلود او یو مهال چې ملاعمر د افغانسان مشري کوله نو هغه له همدغه کندهار څخه ځان خلیفه اعلام کړ او زیاته یې کړه چې د ده پیغام  جهاني دی.


په کندهار کې د امریکايي قواوو د لومړي کنډک د پیاده لوا قوماندان ریک اندرسون وایې: (( که کندهار سقوط وکړي، ټول افغانستان له لاسه وزي)).


د نوموړي کنډک د ښار شمال لوري ته مستقر شوی دی.
والستریت ژورنال لیکي مخکې تر هغه چې د تیر کال په دوهمه نیمايي کې په زرګونو تنه نوي امریکايي سرتیري کندهار ولایت ته را ورسیږي، کاناډايي ځواکونو د کندهار تر ښار امنیتي کمربند تاو کړ او د ښار شکمني سیمې یې تلاشي کړي.


د کندهار ښار تصفیوې عملیات به د هلمند تر عملیاتو وروسته په لاره واچول شي چې په خپل  ډول کې ډیر ستر ښودل شوي دي.


په هلمند کې به په راتلونکوورځو کې د طالبانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل شي.
مارجه، دیشو، باغران، خانشین، ګرمسیر،سنګین او د بارمچې او ګرشک په ګډون ډیري سیمې به د دغو عملیاتوتر پوښښ لاندي ونیول شي
په کندهار کې، د پوځي عملیاتو عنعنوي وخت د مې میاشت ده هغه میاشت چې د انګورو باغونه پکې پاڼي کوي او د کوکنارو کروندې شنې کیږي چې دولت ضد عناصر پکې ځانونه پټ کړي.
دمګړۍ د کاناډا او امریکا قوماندانان هڅه کوي چې په دغو باغیزو اوکوکنار کرو ځمکو کې خپل چیک پاینټونه مخکې تر مخکې افراز کړي.
د کندهار والي توریالي ویسا والستریت ژورنال ته ويلي چې په دغو چیک پاینټونو کې به د پانو تر زرغونیدا دمخه سرتیري ځای پر ځای شي تر څو د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.
ویسا وویل چې تیر کال مونږ په دې و نه توانیدو چې دغو سیمو کې پوستي افراز کړو خو سږ کال مو لا وختي دغلته چیک پاینټونه جوړ کړي دي.


په جنوب کې د ملي اردو یوه قوماندان جنرال مراد علي مراد ویلی چې د کندهار ښار د تحفظي پلان له مخې یې د کندهار امنیت په دریو برخو ویشلی دی.


لومړۍ مرکزي سیمه،  چې د ثبات حلقه نومول شوي چې پکې د کندهار ښار مرکز او ښارګوتي شامل دي.
دوهمه سیمه د ښار کمربند دی چې تر ښار را تاو شوی او دریم هم د ولسوالیو امنیت دی چې د بهرنیو سرتیرو تر  څنګ به محدود افغان ځواکونه به هم پکې  ځای پر ځای وي.


والستریت ژورنال د نور محمد په نامه له یوه ۵۲ کلن دوکاندار څخه په نکل لیکي چې د کندهار ښار دمګړۍ شاوخوا یو ملیون تنه اوسیدونکي لری او نوي ستراتیژي ورته کار ځکه نه ورکوي چې  دغلته لا له وخته طالبان موجود دي او دې ته اړتیا نشته چې له پاکستان څخه ورته طالبان را ورسیږي.


د ښار یوه بل اوسیدونکي چې موټر چلونکی دی او  محمدالله نومیږي والستریټ ژونال ته ویلي: (( ډیر بهرني سرتیري به ډیر طالبان ووژني او زما په نظر جګړه د هغوي ژبه ده )).