طالبان :هلمندکي سترې جگړې او کلک مقاومت ته چمتو يو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32664
شرافت
دخبریدو نیټه : 2010-02-04

 هلمند کې د طالبانو عمومي قوماندان د بهرنيو او کورنيو قواوو لخوا په هلمند کې د يوې لويې جگړې گواښ بې اهميته بللى او ويلې يې دې چې دوى لا دمخه په هلمند کې د يوې لويې جگړې لپاره چمتو والى نيولى دى.
ملا شرف الدين چې نن 2010-02-04 يې د يو نامعلوم ځاى څخه د تليفون په کرښه د افغان اسلامي اژانس سره خبرې کولې وويل چې دوى په هلمند کې د بهرنيانو د سترو عملياتو څخه کومه ويره نلري او زياته يې کړه (طالبان په هلمند کې د بهرنيو قواوو د سترو عملياتو څخه هيڅ ډول ويره نلري،بلکې دوى دېته خوشحاليږي چې بهرنيانو د خپلو اډو څخه بهر راوځي ، دا ځکه کله چې بهرني عسکر په خپلو اډو او مرکزونو کې وي نو طالبان ډېر کم وخت پرې بريدونه کولاى شي خو کله چې بهرنيان علمياتو ته راوځي نو بيا پرې طالبان بريدونه کوي او دوى ته مرگ ژوبلې اړوي).
هغه زياته کړه (طالبان د دښمن د پروگرام څخه ښه خبر دي،طالبانو لا دمخه څخه پوره چمتوالى نيولى او ټول هغه ترتيبات چې د يوې جگړې لپاره ضرور وي نيول شوي دي، طالبانو تصميم نيولى چې کلکه جگړه او کلک مقاومت به کوي ).
ملا شرف الدين د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې به په راتلونکي جګړه کې د کوم ډول وسلې څخه زيات کار واخلئ ؟ وويل (مونږ ټول ترتيبات نيولي ، سيمې مو خپلو قوماندانانو ته ويشلي دي، ماينونه،درندې وسلې او ډول ډول فوځي تکتيکونه به په جگړه کې استعمال کړو).
هغه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ادعا وکړه چې د هلمند ټول خلک د طالبانو ترڅنگ ولاړ دي او بهرنيان به په هيڅ صورت کې هم ونشي کولاى چې طالبان د هلمند پريښودلو ته اړ کړي.
ملا شرف الدين په ځانگړې توگه د (مرجه) په ولسوالۍ کې د بهرنيو او کورنيو قواوو لخوا د سترو عملياتو د پيلولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل (لس ، پنځلس ورځې کيږي چې بهرنيانو په مرجه کې بمبارۍ او ډزې پيل کړي او کيدلاى شي چې نور بريدونه هم وکړي خو (مرجه) ټوله د طالبانو په ولکه کې ده،  دښمن به ونشي کولاى چې طالبانو ته ماتې ورکړي).
هلمند کې د طالبانو عمومي قوماندان په هلمند کې د راتلونکو سترو عملياتو په اړه د بهرنيانو څرگندونې تبليغاتي هلې ځلې وبللې او ويې ويل (دمخه هم بهرنيو قواوو په (مرجه) سترې سترې حملې کړي خو د ناکامۍ سره مخ شوي دي ، طالبان خورا پياوړي دي، دوى به دا ځل هم مقاومت وکړي او د لوى خداى (ج) په فضل به دا ځل هم دښمن د ماتې سره مخ کړي).
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستاسې په صفونو کې عرب،ازبک او نور بهرني طالبان شته او کنه ؟ وويل (نه، دلته ټول افغانان دي چې جگړې او مقاومت هم همدغه طالبان ترسره کوي).
هلمند کې د طالبانو عمومي قوماندان ملا شرف الدين د افغاني پوليسو او ملي اردو څخه وغوښتل چې د طالبانو پر ضد ونه جنگيږي او زياته يې کړه (زه د ملي اردو او ملي پوليسو څخه غواړم چې د طالبانو پر ضد ونه جنگيږي، دوى دې د طالبانو سره څنگ په څنگ د کفارو پر ضد جهاد کې برخه واخلي،افغانستان بهرنيانو اشغال کړى، دوى هم مسؤليت لري چې جهاد وکړي ، هر هغه پوليس او د ملي اردو عسکر چې د طالبانو سره يو ځاى کيږي هغه ته عامه بخښنه اعلانوو او د سر او مال د ساتنې تضمين يې کوو).
هغه په هلمند کې د خپلو طالبانو څخه وغوښتل چې د دوى لورې ته اوښتونکي پوليسو او عسکرو ته بشپړه پناه ورکړې او هم يې سر او مال خوندي وساتي.
بيا افغان اسلامي اژانس د ملا شرف الدين څخه وپوښتل ويل کيږي چې طالبان د نشه يې توکو په کرکيله او تجارت کې لاس لري او په همدې پيسو خپله جگړه مخ په وړاندې بيايې پدې اړه ستاسې نظر څه دى ؟ نو هغه وويل (طالبان نه د نشه يې موادو په کرکيله کې لاس لري او نه د نشه يې توکو تجارت کوي ، طالبانو د خپل اسلامي امارت  پر مهال نشه يې توکي بند کړي وه، اوس چې کومې سيمې د طالبانو تر ولکې لاندي دي هلته طالبان په هيچا هم کار نلري، که څوک کوکنار کري او کنه، دا د هغوى خپل کار دى کله چې بيا اسلامي امارت جوړ شو نو د خپل امير المؤمنين د لار ښوونې سره سم به د نشه يې توکو په اړه اقدام کوو).
هغه زياته کړه(طالبان د نشه يې توکو د تجارت څخه پيسې لاسته نه راوړي، بلکې خلک چې مسلمانان دي او پر اسلام يې خوابديږي طالبانو ته د جهاد لپاره پيسې ورکوي).
د طالبانو قوماندان د هغو سيمو په اړه چې په بشپړه توگه د دوى په ولکه کې دي وويل (د هلمند ډېرې سيمې د طالبانو په ولکه کې دي ، خو د بغران ، بغني،واشير،ديشو،بهرامچه او مرجه هغه پراخه سيمې دي چې ټولې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي ).
د طالبانو قوماندان په ماينونو کې د ملکي وگړو د وژلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل (لکه چې ما وويل مونږ قوماندانانو ته سيمې ويشلي دي مونږ ډېر اختياط کوو چې په ماينونو ملکي وگړو ته تلفات ونه رسيږي ، هر وخت خلکو ته خبر ورکوو ، خو کله کله داسې کيږي چې هلته بهرنيان را روان وي او ملکي وگړي د ماينونو سره مخ شي).
هغه په دې اړه چې کله چارواکو يا بهرنيانو هغه ته د پيسو وړانديز کړى او کنه ؟ وويل (نه ، نه  تر اوسه پورې نه چا ماته د پيسو وړانديز کړى او نه زه د چا څخه پيسې غواړم).
افغان اسلامي اژانس په پاى کې د ملا شرف الدين څخه وپوښتل چې تاسې ولې د سولې پر ځاى جنگ ته ترجيح ورکوئ او ولې سوله نه کوئ؟ هغه وويل (د کرزي لخوا د سولې پروگرام سوله نه ، بلکې تسليميدل دي، تر څو پورې چې بهرنۍ قواووې په افغانستان کې موجودې وي طالبان به خبرې ونکړي ، کله چې بهرنيان لاړل نو بيا به گورو چې څه وکړو).
د څو ورځو راهيسي داسې راپورونه ورکول کيږي چې گډې قواوې به ډېر ژر د هلمند د (مرجه) په ولسوالۍ کې يو پراخه بريد پيل کړي او کوښښ به وکړي چې دغه سيمه د طالبانو څخه ونيسي.
همدا راز ويل کيږي چې د هلمند په نورو هغه سيمو کې چې د طالبانو په کنټرول کې دي پراخه عمليات پيل شي ، افغاني مسؤلينو ژمنه کړې چې دغه عمليات به د دقيقو معلوماتو پر اساس ترسره شي تر څو ملکي وگړو ته پکې مرگ ژوبله ونه رسيږي.
له يوې خوا گډې قواوې د پراخه عملياتو خبري کوي او له بلې خوا طالبان دکلکې جگړې او کلک مقاومت ، خو وکتل شي چې دې جگړه کې به يو ځل بيا ملکي وگړي د څومره ځاني او مالي زيانونو سره مخ شي.