دولــسمشـــــــــــرانديښنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32671
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2010-02-04


       دګل خانې ماڼۍ نن سهارهم په همغه پخواني شان شوکت ولاړه وه ، نرى شمال لګېده اومرغانوشورماشورجوړکړى وو ،توتکۍ به نږدې راغلې خوچې کله به يې د ماڼۍ په رنګينوپردواوښېښوسترګې ولګېد ې بېرته به دشنه اسمان په لوروالوتې اودنوروتوتکيتوپه سيل کې به ورګډې شوې دسهارلمرهم دورېځوپه جا ل کې راګيروواورڼايې پيکه کړې وه  ولسمشردنوروورځوخلاف په اوږدوچرتونوکې ډوب وو اودماڼۍ په يوه اوږده دهلېزکې  يې   دسروقالينولپاسه قدم واهه دماڼۍ له کړکيويې وړاندې غرونواوکله هم خپلوقدمونوته کتل دهغه په څېره کې کله دومره انديښنې نه وې راټولې شوې ، خپله هم نه پوهېده چې نن يې ولې فکرونوګډاووډدي اودانديښنوسېلاب په مخه کړى دى دتالاريوې  لويې کړکۍ ته ورغى غوښتل يې چې  کړکۍ خلاصه کړي خوتوتکيوشورماشورجوړکړاوپه په کړکۍ راغونډې شوې دولسمشرلاسونه ولړزېدل اوڅوقدمه شاته شوپه ځيرځيريې توتکيوته وکتل اوپه تندي کې يې دقهرګونځې وغځېدې له ځان سره په خبروشو

  واه واه اوس .....
  اوس توتکۍ هم راته غوصه دي مااخرله دوى سره څه کړي  ددې ماڼۍ هره برخه ددوى کوردى بياغلى شو
هو...
 خۍ دوى ولې دلته ځالې نه جوړوي پخواخوبه ددې ماڼۍ هره برخه اوچت ددوى له ځالوډک وو خواوس يوه توتکۍ هم دلته ځاله نه جوړوي مااخرددوى سره څه کړي

خپله قره قلي يې په لاس کې واخيسته يوه ملازم ته يې ورغږ کړ
 بچيم اينجه بيا....
وړاندې ولاړملازم په لړزېدلوقدمونودولسمشرمخکې سلامي ووله

ولسمشرپه خندنۍ لهجه ورته وويل
 داتوتکۍ اوس ولې دلته ځالې نه جوړوي ؟
دملازم ژبه بنده بنده شوه پاس چت ته يې وکتل
اوزياته يې کړه
صيب ..صيب ...موږخوهېڅ نه دي ورته ويلي
ولسمشرغوصه شونوبياولې نه راځي زرکه ځواب راکړه
ملازم سرښکته واچولواوزياته يې کړه
ص .ص..ص ...صيب......
      دګلخانې دساتونکومشروايي چې دماڼۍ رنګ خرابوي داځل موورته معماران ان له اروپانه راوستي وو ډېره قېمته يې رنګ کړې روپۍ يې تراوسه پاتې دي .....

 دولسمشرغوصه سړه شوه په تالارکې وړاندې روان شواوهمغسې په فکرونوکې ډوب وو
په کړکيوکې اېښې ګلدانونه يې يويوله نظره تېرکړل چې مړاوي غوندې ولاړوو اوغوټيويې له ده نه دلمرخاته خواته مخونه اړولي وو
     ولسمشريوه نوې غوړېدلې  ګل غوټۍ راونيوه مخ يې دځان خواته راتاووکړاوله دې سره غوټۍ ماته شوه ولسمشرغوټۍ لاندې وغورځوله اويوځل بياله ځان سره په خبروشو
او...اوس غوټۍ هم دتوتکيوپه څېرله ماخفه دي مخ رانه اړوي مااخرڅه کړي!
 دکړکۍ پرده يې کش کړه  هواته يې وکتل په هواکې توتکى  په دايروي کړيوکې داسمان په لوري پورته کېدلې خپله څنګل يې دکړکۍ په څنډه کېښوده يوځل بيادفکرونوپه سيندلاهوشودخپل پلارهغه کيسې وريادې شوې چې په ماشومتوب کې يې ددغه ماڼۍ په اړه ده ته په نقلونوکې کړې وې په خيالونوکې  ډېروړاندې لاړووريادشول چې په ماشومتوب کې يوه ورځ له خپل پلارسره دنوي کال په جشن کې دې ماڼۍ ته راغلى وو هغه وخت دغه ماڼۍ ټوله توتکيواودنورورنګارنګ مرغانوشورماشوپه سراخيستې وه هرڅه په ناپايه خوښۍ کې ډو ب وو دپاچاپه مخ هم دخوښيوڅپې خورې  وې دده پلارچې دپاچا نږدې ملګرى وودى پاچاته وروست ده دپاچالاسونه ښکل کړل دپاچالاسونه له خوښۍ دومره ګرم ووچې شونډې يې ورباندې ګرمې شوې  پاچاهم دى بې سارې ښکل کړدده پلارپاچاته ددوى دباغچې له ګلونوجوړ ه کړۍ غاړکۍ ورواچوله هغه وخت ټوله ماڼۍ دولس له مشرانواوښاريانوډکه وه له کلونه هم خلک راغلي وو، دى چې راته هېچاهم تالاشي نه کړدماڼۍ پيره دارانوهرچاته دګلونوګېډۍ ورکولې وسلې يې په ځمکه اېښې وې اوخلکوته يې غاړې ورکولې اتڼوڼه روان وو اودماڼۍ په مينځ کې په پاچادګلونوباران جوړوو،هره خوادګلونوپسرلنۍ وږمې خپرې وې اودپسرلي لومړۍ  ورځ لمانځل کېده ترغرمې پورې دپاچاتخت اوشاوخواپه دګلونوپه ګېډيوکې پټه وه اوسندرغاړودخوښۍ سندرې ويلې ټولې سندرې دپسرلي اووطن په اړه وې خوخلکوپه باربارله سندرغاړوغوښتل چې دپاچاپه اړه سندرې ووايي ولسمشرچې په خيال کې تردې ځايه راورسېده ټکان يې وخوړلاندې يې وکتل دښارنږدې برخې ورته ښکاره شوې  په ټول ښارمايوسوونکې فضاخپره وه هلته وړاندې دسړک په غاړه څوسوالګروماشومانولارويانوته دسوال لاسونه نيولي وو يوسپين ږيري خپل ماشوم زوى ترلاس نيولى وو اوهرڅوک به چې په مخه ورغلل دسوال لاس به يې ورته وراوږدکړ چابه ورته په لاس کې يوه سيکه ورواچوله اوڅوک به ورنه هسې تېرشول سپن ږيرى همداسې په سړک روان وو اوماشوم يې دلاسه نيولى وو يوځاى په پياده روکې لاره بلې غاړې ته ګرځېدلې وه بوډاورتاووشو خوپه دې وخت کې يوخړرنګه فوځي موټرراښکاره شوبوډايې دهارڼدله  اوازه وډارشو په منډه له خپل ماشوم سره وړاندې ورغى خوموټريې مخې ته رارسېدلى وو دډزواوازاوچت شو اوبوډاله ماشوم سره دسړک وړاندې غاړې ته پړمخې ولوېد ه
    ولسمشرخپلې سترګې وموښلې ټکان يې وخوړاوبېرته شاته شو دکړکۍ سره پرده يې کش کړه سريې په دواړولاسونوونيوه چې له شانه چاورباندې غږکړ
جلالتماب ! وخت پوره دى
په جلسه کې ټول ستاسې  انتظارکوي
ولسمشرخپله قره قلي سمه کړه چپنه يې په اوږوپورته کړه اوديوې ډلې ترمخ دغونډودتالارپه خواروان شو خوقدمونه يې يوهم په ځاى نه لګېدل

                     ٢٠١٠فبروري ٣ جلال ابادښار