لیکوال: مصطفی لطفي منغلوطي
سهر وختي د خپلې بسترې ترڅنګ د پیشو دغږ سره پورته شوم. ماته رانږدې کېده او په حېرانتیا سره يې په خپل دې کار کې سخت اصرار کاوه. موضوع زه حېرانه کړم. د هغې غم زه هم غمجن کړلم. کېدای شي وږې به وي. پورته شوم او خواړه مې ورته راوړه. یوه شېبه د خوړو شاوخواته تاوه شوه، مګر د خوړو له څنګه لرې شوه او پام يې ورته ونکړه. له ځانه سره مې وویل چې کېدای شي تږې به وي. د اوبو د لوښي څنګ ته مې بوتله. مګر اوبو ته يې هم پاملرنه ونکړه. ماته يې کاته. داسې يې راته کاته چې زما غم يې فریاد ته راوسته. دغه منظره په ما سخته اغېزه وکړه. هیله مې وکړه چې کاش سلیمان علیه السلام وای او کولای مې شوای چې د حېواناتو په ژبه پوهېدای تر څو ددغې پیشو په اړتیا پوهېدای او ستونزه مې ورته حل کولای.
د خونې ور بند وو. ور ته يې ځیر ځیر کاته او کله چې به زه د ور خواته لاړم نو زما پسې به راتله او ځان به يې را پورې نښلوه. په مقصد يې پوه شوم. پوه شوم چې غواړي ور ورته پرانیزم. ور مې پرانیسته. کله چې يې سترګې په آسمان ولږېدې او د آسمان مخ يې ولیده، سمدلاسه يې حال بدل شو او له غمه يې حال په خوشحالۍ واوښته. په منډو شوه. زه خپلې بسترې ته بېرته لاړم. خپل سر مې په خپل مړوند کېښوده او په فکرونو کې ډوب شوم. د هغې له دې کار سره مې لیولتیا پېدا شوې وه. له ځانه سره مې وویل: کاش پوهېدای چې آیا دغه پیشو د آزادۍ په معنی پوهیږي چې په بایللو يې خپه او په لاس ته راوړلو يې خوشحاله کیږي؟ او... هو. هغه د آزادۍ په معنی پوهیږي! ډېر ښه پوهیږي! د هغې غم، ژړا او له خوړو او اوبو نه تېرېدل یواځې آزادۍ ته د رسېدو لپاره وه!
۰۹-۰۲-۲۰۱۰
رباط سنګي هرات