مونشن ټایمز: د کندز پر سر د امریکا او آلمان لانجه
سرچینه: مونشن ټایمز ورځپآڼه
آلماني ژباړه : میرویس جلالزی
امریکا پلان لري د افغانستان په شمالي کندز ولایت کې د روان کړکیچ سره د مبارزې لپاره دغلته له آلماني سرتیرو د ټولو چارو قومانده په خپل لاس کې واخلي.
واشنګټن ظاهراً په خپل دغه کار سره په شمال کې د آلماني قوماندانانو د ولکې خطمول غواړي.
دآلمان مونشن ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستې ګڼه کې وړاندي لیکلي چې امریکا په کندز کې د استقرار په صورت کې غواړي د ناټو د غښتلي متحد المان په شمول د نورو ټولوکوچنیو متحدینو قومانده تر خپل واک لاندي کړي.
د رپوټ پر اساس چې د امریکا دولت د افغانستان په شمال کې د آلماني سرتیرو له ماموریت څخه راضي نه ښکاري.
د ورځپاڼي په لیکنه چې واشنګټن په کندز کې د آلماني سرتیرو د ماموریت له پراخیدو سره هم موافقه نلري او غواړي دغلته آلمان ته دخنډونو په جوړولو سره دغه هیواد دې ته اړ باسي چې د کندز ماموریت دوي ته وسپاري او خپل سرتیري د امریکایانو تر قوماندې لاندي په خپلواوسنیو دندو وساتي.
د مونشن ورځپاڼه له یوه امریکايي جنرال څخه په حواله لیکي چې دمګړۍ په کندز کې د امریکا د پوځ یو شمیر ټولګي موجود دي او امریکايي سرتیري نه غواړي چې د بل هیواد د قوماندانانو تر قوماندې لاندي ماموریت پر مخ بوزي.
ورځپآڼه وړاندي لیکي چې دکندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د تیر کال په هغه برید کې چې پکې د یو شمیر طالبانو په ګډون په لسګونو ولسي افغانان وژل شوي ول امریکايي پیلوټان مقصر ول دا ځکه چې آلماني سرتیرو له امریکايي الوتکو مرسته غوښتي وه چې د دوو تښتول شویو ټانکرونو د تښتولو سیمه دوي ته مشخصه کړي خو امریکايي هوايي قواوو پرته له دې چې د آلماني قوماندانانو دستور ته غوږ کیږدي تښتول شوي ټانکر وویشتل او پکې یې لویه غمیزه رامنځ ته کړه.
د مونشن ورځپاڼي په باور چې دغه برید په افغانستان کې دننه او په آلمان کې د آلماني سرتیرو د ماموریت په اړه د ولسي خلکو د قهر د را پاریدو سبب وګرځید چې اصلي لامل یې امریکایان وو نه آلمانیان.
Transleted by Mirwais Jalalzai