NYTimes:اسلام آباد په خبرو کې منځګړی رول غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32913

دخبریدو نیټه : 2010-02-11

NYTimes:اسلام آباد په خبرو کې منځګړی رول غواړي

منبع: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه


رپوټ: جني پیرلز


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکایې او پاکستاني چارواکو څخه په نکل خبر ورکړی چې اسلام آباد له واشنګټن څخه غوښتنه کړي چې غواړي د افغانستان د جګړې د حل په مسله کې د میانجي رول ولوبوي او د طالبانو له هغو خاښو سره خبري وکړي چې د پاکستان په خاوره کې اوسیږي او له ډيري مودې راهیسي د پاکستان د حکومت متحدین پاتي شوي دي.


دغه وړاندیز، دا ښیې چې پاکستان له افغاني طالبانو سره ښي اړیکې لري او که چیرته امریکا له افغانستان څخه یوه ورځ ووزي نو اسلام آباد به وکولای شي چې د افغاني طالبانو ملګرتیا ته دوام ورکړي.


نیویارک ټایمز لیکي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لپاره د خپل هیواد د منځګړیتوب خبر په هغه غونډه کې وکړ چې د ناټو په مقر کې یې له امریکایي جنرالانو سره لرله.

دا په افغانستان کې  واک ته د طالبانو د رسولو په برخه کې د پخوا بر خلاف د پاکستان د بي میلۍ نوی حرکت ګڼل کیږي.

یو شمیر امریکایي پوځي سرچینو نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې د اشفاق کیاني د دغو خبرو پر مهال د امریکا لوی درستیز ادمیرال مایک مولن، په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال ستنلي مک کریسټال او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال دیوید پتریوس حضور درلود.

سرچینو ویلي چې پاکستان غواړي ملکي ژوندانه ته د طالبانو د راګرزولو په برخه کې له افغان دولت سره مرسته وکړي او د دغې پروسې یوه برخه اوسي.

نیویارک ټایمز لیکي چې پاکستان په دې ورستیو کې دا هڅي پیل کړي چې غواړي په افغانستان کې د تیرو کلونو بر خلاف له امریکا سره صادقانه مرسته وکړي او اسلام آباد هغه وخت افغانستان ته ددوستۍ ریښتینی لاس ور دراز کړ چې څه موده دمخه د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز له اسلام آباد څخه لیدنه وکړه او پاکستانی حکومت یې وهڅاوه چې په افغانستان کې  شته ستونزو ته له نړیوالو سره په صادقانه همغږۍ کې یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان نوي وړاندیز د افغانستان هغوګاونډیانو ته  چې په دغه هیواد کې د خپل نفوذ پراخول غواړي ټکان ورکړی دی.

په دغو هیوادونو کې هند، ایران، چین شامل دي.

د پاکستان هغه چارواکي چې د جنرال اشفاق کیاني له څرګندونو سره بلد دي په دې باور دي چې په داسي حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل سرتیري زیاتوي خو د سرتیرو د دغه زیاتوالي تر څنګ یوه بله مهمه مسله هم پټه ده او هغه دا ده چې امریکا اوس غواړي له افغانستان څخه د ژر وتلو لاره ومومي.

 

نیویارک ټایمز لیکي د افغانستان په مسله کې د پاکستان د میانجیګرۍ نوی  وړاندیز د جلال الدین او سراج الدین حقاني په  ډله کې د پاکستان نفوذ په  ډاګه کوي هغه ډله چې په افغانستان کې د امریکايی او ناټو سرتیرو سره تباه کونکي جګړه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د حقاني نیټورک د پاکستان د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان په جنوب او جنوب ختیځو سیمو کې پراخ حضور لري او د کابل په ګډون یې په یو شمیر سیموکې پراخ ترهګریز بریدونه تر سره کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د حقاني شبکه د القاعدې ډلي متحده بلل کیږي خو په دې سربیره دغه ډله د پاکستان له استخباراتو او اردو سره هم د ملګرتوب اوږده سابقه لري او پاکستان دخپل قلمرو په دننه کې له دغې ډلي سره ډیري مرستي کړي دي.

امریکايي او پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د پاکستان له لوري د حقاني ډلي د کنټرول څخه یوه موخه هم دا کیدای شي چې اوس پاکستان غواړي یو سولیز افغانستان یې تر څنګ شتون ولري تر څو په دغه هیواد کې د هند د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ مخه ډب کړي .

نیویارک ټایمز لیکي چې په اوس وخت کې د امریکا متحده ایالات له پاکستان څخه دا غواړي چې د حقاني  او  القاعدې ډلي چریکان چې د افغانستان جنوب کې ډیر فعال دي له دوي سره په ګډه له مینځه یوسي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکا متحده ایالاتونو د پاکستان له لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیاني څخه غوښتی چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر ضد پراخ عملیات پیل  کړي.

د ناټو په مقر کې د جنورۍ په ۲۶مه نیټه د پاکستاني او امریکايی جنرالانو په غونډه کې د امریکا جنرالانو له پاکستان سره د پوځي مرستي هغه نوم لړ هم ولوست چې پکې  MI-17 هلیکوپټر، د کوبرا هلیکوپټرو لپاره مهمات، د سرتیرو زغرې او زغروال ګادي شامل ول.

امریکايی جنرالانو وویل چې دغه وسایل به هغه وخت اسلام آباد ته ورکړل شي چې د حقاني پر ضد  عملیات شروع کړي.

خو جنرال کیاني چې د پاکستانیو طالبانو پر ضد د تیر مني د عملیاتو په برخه کې د امریکايی چارواکو له لوري ستایل شوی وو، تیره اونۍ یې په یوه خبري غونډه کې وویل چې اوس په شمالي وزیرستان او ورته نورو سیمو کې د پوځي عملیاتو د پیلولو کوم پلان نلري او دا کار مناسب ندی.

د حقاني ډله چې په افغانستان کې  د طالبانو له ماتیدو وروسته وپاشل شو، یو ځل بیا  په تیرو څو کلونو کې سره را یو ځای شوه او د پاکستان له شمالي وزیرستان څخه یې سر را پورته کړ.

د حقاني د ډلي د خطرناکو بریدونو څخه امریکا ډیره په ویره کې ده.

د امریکا استخبارات وایې چې دخوست په ولایت کې د امریکا د استخباراتی اداري د ۷ تنو کارکونکو په وژلو کې هم دغې ډلي لاس درلود او یو ځل خو د کابل په زړه کې په سرینا  پينځه ستوري هوټل هم د دغې ډلي له لوري برید وشو چې پکې یو شمیر خارجیان مړه او ژوبل شول.