سرچینه: بوستن ګلوب ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د باسټن ګلوب امریکایۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د امریکا د وتلي سیاست وال چارلي ولسن هغه خبري را اخیستي چې د ورځپاڼي په باور دوه ځله خبري یې دواړه ځله کارنده واقعه شوي او سمي وي.
چارلي ولسن چې په ګانګرس کې د تکزاس ایالت سناتور وو، د روسانو پر ضد د افغان مجاهدینو په جګړه کې یې مجاهدینو ته ډیري مالي بسپنې را ټولي کړي وې او د مجاهدینو یو عمده مالي ملاتړ کونکی شمیرل کیده.
باسټن ګلوب لیکي چې ولسن دوه ځلي د افغانستان په اړه سمي او پر ځای خبري کړي دي.
نوموړي ویلي ول چې کله دی پاکستان ته دلومړي ځل لپاره ورغی او د افغان کډوالو کمپونه یې ولیدل نو سخت متاثره شو او ژمنه یې وکړه چې دی باید له دغو مهاجرینو سره مرستي وکړي او د سرو لښکرو پر وړاندي د هغوي د جګړې ملاتړ وکړي.
ورځپاڼه لیکي چې د چارلیس د جګړې په نامه یو فلم هم جوړ شوی چې پکې د شوروي پر وړاندي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو خوځښتونه انځوروي او دا چې واشنګټن له دغومجاهدینو سره څرنګه مرستي کوي د دغه فلم لویه برخه جوړوي.
ولسن ویلي ول چې لومړی باید د شوروي پر ضد د افغان مجاهدینو ملاتړ وشي چې دا خبره یې پر ځای وه او دوهمه خبره یې دا وه چې په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته باید له دغه هیواد سره اقتصادي مرستي وشي چې دا خبره یې پر ځای وه خو د امریکا د وخت ولسمشرانو و نه منله او پایلې یې نړۍ ته لوی خطر متوجه کړ.
بوسټن ګلوب لیکي چې کله امریکا په افغانستان کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ او سري لښکري یې ماتې کړي، نو امریکا افغانستان یوازي پریښود چې دا د ولسن اشتباه نه وه بلکه د هغه وخت د امریکا ولسمشران په خپل غرور کې ډوب شول او هر څه یې هیر کړل.
په هغه وخت کې د امریکا یو ولسمشر رونالد ریګن وو.
ولسن ویلي ول چې امریکايي مشران باید د هغو جهادي بلاګانو خطر ته متوجه شي چې د شوري پر وړاندي بریالي کیږي.