بګرام داوبهاما مخفي شکنجه ځای

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33158
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-02-18


Le Nouvel Observateur:  بګرام داوبهاما مخفي شکنجه ځای

سرچینه: د فرانسې له نونفل ابررفیتور ورځپاڼه

Thursday 11 February 2010

که څه هم د افغان ملي اردو سرتیري له امریکايي ځواکونو څخه د بګرام د زندان د چارو داخیستلو لپاره د بشري حقونو او  زندان ساتونکو تکتیکونو په روزولو بوخت دي خو داسي تمه نکیږي چې د اوبهاما اداره دي د بګرام زندان ټولي چاري په بشپړه توګه افغان دولت ته وسپاري.

هغوي یو بل ته ګوري، خوشهاله ښکاري خو ډیر ژور خفګان یې په څيرو کې له ورایه تر سترګو کیږي، هغوي څرنګه له ډېرې مودې وروسته یو بل ولیدل، هغوي څرنګه څلور کاله دمخه ونیول شول او بګرام ته را وړل شول؟

هغوي په دې پوهیږي چې د دوي په شان څومره افغانان دغلته بندیان دي  او پرته له دې چې محاکمه شي وخت یې په زندان کې تیریږي.

د تیر ډسمبر میاشتې په یوه سهار کې دری بندیان د بګرام له زندان څخه آزاد شول.

هغوي د کابل ولایت اوسیدونکي ول.

دغه دری سړي چې له یوه داسي خطرناک زندان څخه آزاد شوي خپل شین آسمان ورته عجیب ښکاري هغه آسمان چې دوي په تیرو څلورو کلونو کې یو ځل هم نه وو لیدلی .

هغوي د بګرام زندان په دننه کوټو کې خو په کوټه قلفیو کې هم په هغه ډول قفسونو کې ساتل کیدل چې پکې د ژوبڼ وحشي او داړونکي حیوانات ساتل کیږي.

دغه ډول قفسونه معمولاً د خطرناکو حیواناتو لپاره کارول کیږي.

د دغو دریو تنو آزادو شویو بندیانو د یوه تن ورور چې له خپل عزیز ورور سره په کور کې ناست دی باور نه کوی چې د ده ورور دي د ده د سترګو پر وړاندي ناست وي او د زندان هغه سرې جامې یې اوس ندي پر تن .

هغه وایې: ایا ریښتیا ته احمد زما ورور یې؟

ما فکر کاوه چې ته به مړ شوی وي، د احمد کورنۍ فکر کاوه چې احمد به اوږده موده دمخه مړ شوی وي خو هغوي په تیرو څو کلونو کې نه وو خبر چې هغه له امریکایانو سره د بګرام په زندان کې بندي دی .

حاجي ګل رحمان یو له هغو بندیانو څخه دی چې په دې ورستیو کې د بګرام له زندان څخه آزاد شوی دی .


Le Nouvel Observateur    ورځپاڼه لیک، ګل رحمان یوه تریخه موسکا په شونډو خپره کړه، د هغه د مخې غاښونه د امریکايي سرتیرو له لوري څو کاله دمخه د  توقیف پر مهال د لت وکوب پر وخت مات شوي دي، نوموړی وایې چې په ساړه ژمي چې دی د لومړي ځل لپاره دبګرام زندان ته یوړل شو نو  په یوه سړه کوټه کې ساتل کیده چې له یخچال څخه کمه نه وه، کله کله به په ځنځيرونو تړل کیده او  ډول ډول نوري شکنجې یې هم تیري کړي دي.

دا هغه ډول شکنجې دی چې د ګوانتانامو او دعراق د ابوغریب په زندانونو کې د امریکايی زندان ساتونکو له لوري مروجي دي او سټنډرډونه بلل کیږي.

نوموړی وایې چې په ۲۰۰۲ کال کې له ده سره یو بل نیول شوی کس چې څلور ورځي په زنځیرونو په یوه کوټه کې د زندان ستونکو له لوري را ځوړند شوی وو ، مړ شو او دا درد ناکه حادثه تر اوسه هم د ده له یاده نده وتلي.

دغه ځوانکی دلاور نومیده .

د دلاور پر جسد د اوتوپسي تحقیقاتو وښوده چې نوموړی له پښو په زنځیرونو را ځوړند شوی وو او د بدن ډیره بر خه وینه یې مغزو او د سر خواته تللي وه.


حاجي ګل رحمان د نورو سلګونو هغو  افغانانو په څير د بګرام په هوايي اډه کې بندي شوی وو او پرې دا تور وو چې ورسره یو کلاشنیکوف نیول شوی وو.

افغان چارواکي وایې چې نوموړی له خپل کاکا سره د خپل کاکا زوی حاجي احمد شکران لټون کاوه چې د امریکایانو له لوري ونیول شو.

د هغه د کاکا زوی د هلمند په ولایت کې ولسوال وو چې د مخدره توکو د قاچاقبرو له لوري تښتول شوی وو .

ګل رحمان وایې چې امریکایانو په یوه پوسته کې دی تلاشي کړ او چې ترینه یې کلاشینکوف ونیول نو دی یې تر نامعلومې مودې پوري په یوه ځای کې او بیا وروسته بل ځای ته خو په وروستي قدم کې دی پوه شو چې دی بګرام ته وړل شوی دی.


د ورځپاڼي په لیکنه د بګرام د زندانیانو  مرکز چې د کابل شمال لوري ته په یوه پوځي امریکايي قرارګاه کې موقیعت لري، هيڅ څوک یې په نقشه نه پوهیږي او دا هم په دقیقه توګه نده معلومه چې څومره کسان دغلته بندیان دي دا ځکه چې خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له دغه زندان څخه چې په دوو غټو  هنګرونو کې چې ترې کانکریټي دیوالونه چاپیر شوي په ریښتیا هم څه تیریږي.

د ورځپاڼي په لیکنه چې حتی د سره صلیب د نړیوالي کميټې ناظرینو ته هم دا اجازه نه ورکول کیږي چې د زندان له هغې برخي لیدنه وکړي چېرته چې د امریکایانو په خبره د لوړې کچې خطرناک زندانیان ساتل کیږي.

په دغه تور زندان  کې چې بندیان پکې په جداګانه ډول په کانکریټي کوټو اکې په جوړو شویو قفسونو کې ساتل کیږي په ۲۴ ساعتونو کې یوازي ۷ ساعته بریښنا موجوده وي او پاتې وخت بندیان په توره شپه کې پراته وي.

بګرام هغه زندان دی چې ویل کیږي د ګوانتانامو زندان ورته د یوه پینځه ستوري هوټل په څیر دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوبهاما د خپلوانتخاباتي کمپاینونو پر مهال ویلي وو چې له هیواد څخه بهر به خپل یو شمیر پټ او ښکاره زندانونه لکه ګوانتانامو او د بګرام زندان تړي خو د څه باندي یوه کاله په تیریدو لا هم په دغو زندانونو کې د بندیانو شکنجه او تر نامعلومي مودې پوري د هغوي ساتل روان دي.

اوس ویل کیږي چې که چیرته د ګوانتانامو زندان وتړل شي نو بندیان به یې بګرام ته انتقال شي چې دامریکا د دولت دغه کار به بګرام له امریکا څخه دباندي د امریکا د پوځ په نوي رسمي شکنجه ځای بدل شي.

د امریکا د اردو یوه ویاند ستیفن کلوتر ویلي چې دمګړۍ د بګرام په زندان کې ۷۵۰ تنه بندیان دي چې ۳۰ تنه یې غیر افغان وګړي دي.


Le Nouvel Observateur  ورځپاڼه د عبدالرازق په نامه له یوه کندهاري سوداګر څخه په نکل کاږي چې وایې: (( زه پینځه کاله د ګوانتانامو او بګرام په زندان کې په دې تور بندي شوی وم چې نوم مې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر ته ورته وو، همدا زما د نیولو پلمه وه)).


ورځپاڼه په پای کې نتیجه ګیري کوي چې ښایې د عبدالرازق په څير  ډیر افغانان په ورته غلطو  تورونو نیول شوي وي چې ښایې لا هم په دغه زندان کې بندیان وي.

 

Transleted to Pashto by Mirwais Jalalzai