Reuters: طالبانو د کرزي د سولې وړاندیز بیا ردکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33237

دخبریدو نیټه : 2010-02-22


Reuters: طالبانو د کرزي د سولې وړاندیز بیا ردکړ

سرچینه: رویټرز خبري آژانس

افغان طالبانو یو ځل بیا د حامد کرزي د سولې وړاندیز رد کړ.


کرزي د اونۍ په سر کې په طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي .


رویټر آژانس لیکي چې حامد کرزي دغه وړاندیز په داسي مهال طالبانو ته وکړ چې له یوه پلوه د طالبانو پرضد په هلمند کې پراخ عملیات روان دي او له بل پلوه پاکستاني استخباراتو د طالبانو د ډلي نمبردوه کس ( ملابرادر اخند) نیولی دی.

د جنورۍ د میاشتې د لندن په کنفرانس کې افغان مرستندویانو هم د حامد کرزې او طالبانو تر منځ د پخلاینې دهغې پروسې ملاتړ وکړ چې د افغان حکومت له لاري په لاره اچول شوي ده .

د طالبانو ډلي د حامد کرزي د سولې د نوي وړاندیز په اړه ویلي تر هغه چې بهرني سرتیري له افغانستان څخه نه وي وتلي دوي خبرو ته نه کیني او خبري به هغه مهال د سولې د خبرو په اړه کیږي چې بهرنیان له افغانستان څخه ووزي.

د ډلي ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې کرزی یو غلام دی، او هغه د یوه ملت او دولت استازي توب نشي کولای.


رویټرز آژانس لیکي چې تیره اونۍ د طالبانو دری مهم قوماندانان چې پکې ملا برادر اخند هم شامل ول ونیول شول، ملا برادر د طالبانو دوهم نمبر مشر دی چې د هغه توقیف واضحاً د طالبانو په فعالیتونو منفي اغیزي اچولي دي.

رویټرز لیکي چې ناټو له یوه پلوه پراخ عملیات په هلمندکې پیل کړي او له بل لوري د پاکستان دولت هم اوس ښیې چې په پوره صداقت او ایماندارۍ سره د افغاني طالبانو د له مینځه وړلو کار پر مخ بیایې او ښایې د پاکستان صداقت دا ځل ښې پایلي له ځان سره ولري.

په داسي حال کې چې د مارجې په هلمند کې د طالبانو خلاف پراخ عملیات روان دي د ناټو د جنوبي افغانستان زون قوماندان ویلي چې ښایې د مارجې اونادعلي بشپړه تصفیه دیرش ورځي وخت ونیسي خو پرمختګ روان دی.
رویټرز کاږي چې اوس پوښتنه دلته را پیدا کیږي چې ایا د افغانستان جګړه به څومره وخت دوام وکړي او په غرب به یې په لنډ او اوږده مهال کې اغیزي څه وي؟

د هالنډ د ایتلافي حکومت ټوټي کیدل یوه هغه مسله ده چې په اروپا کې یې پراخ بازتاب درلود او ډیری اروپایان یې د افغان ماموریت په اړه اندیښمن کړي دي.