AP: د مارجې د کوکنارو تصرف

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33238

دخبریدو نیټه : 2010-02-22

AP: د مارجې د کوکنارو تصرف

سرچینه: د اسوشیتت پرس آژانس

ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی

امریکايی سمندري ځواکونه او افغان عسکر د مارجې په زړه کې د کوکنارو د کروندو د  تصرف په لړ کې په داسي حال کې د مارجې د نورو سیمو د نیولو په هدف پرمخګ کوي، طالبان پرې له بیلا بیلو پراګنده اهدافو څخه، کله وخت له موټرسایکلونو، کله هم له کورونو او  کله هم له جوماتونو ډزي کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ په ناټو غږ وکړ چې د افغان ولسي وګړو د سر د ساتنې لپاره په هغه سیمه کې  چې پکې د تیرو اتو کلونو په پرتله تر ټولو  لوی عملیات په لاره اچول شوي له  ډیراحتیاط څخه کار واخلي.

ناټو ځواکونو هم ویلي چې د ولسي افغانانو د خوندي توب لپاره به پوره هڅي وکړي خو دا کار تل امکان نلري.

اسوشیتت پرس د ناټو د ویندویانو څخه په حواله کاږي چې تیره ورځ یو بل ولسي وګړۍ د ناټو په ډزو وژل شوی او د عملیاتو له پیل راهیسي دغلته دوژل شویو ټولو ولسي وګړو شمیره ۱۶ تنو ته ورسیده.

حامد کرزي چې د ملي شورا د پرانیستلو په پینځمه کلیزه کې یې وینا کوله د مارجې په عملیاتو کې د هغې اته کلني نجلۍ تصویر د  ښکارولو په منظور پورته کړ چې د مارجې د عملیاتو په دوهمه ورځ یې  د خپل کور ۱۲ غړي له لاسه ورکړل.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک  کریستال څخه په دې مننه وکړه چې په خپلو عملیاتو کې یې دولسي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه د پخوا په پرتله را ټیټه کړي ده خو هغه له ناټو څخه په دغه لار کې د لا ډیرو هڅو د تر سره کولو غوښتنه وکړه.

کرزي وویل: (( مونږ غواړو هغه  ټکي ته ځان ورسوو چې پکې  ملکي تلفات صفر وي،  زمونږ هڅي او انتقادات به تر هغه دوام لري چې دغه کار نه وي شوی)).

د مارجې عملیات په افغانستان کې د ناټو د نوي ستراتیژۍ لپاره لویه آزموینه ده چې غواړي ولسي افغانان له طالبانو خلاص کړي.

د مارجې عملیات د اوبهاما د هغه اعلان څخه وروسته په افغانستان کې تر ټولو لوی عملیات دي چې افغانستان ته یې د دیرشو زرو نورو سرتیرو د استولو اعلان وکړ.

اسوشیتت پرس لیکي، کله چې د مارجې ښار با امنه شي، ناټو پلان لري چې افغان اداره ورغوي، ملکي خدمتونه رامنځ ته کړي او په خپلو اقتصادي مرستو پر حکومت او بهرنیو سرتیرو باندي د خلکو د باور فضا رامنځ ته کړي.