کلفورنیا :د ارواښاداجمل خټک په یادغوڼده جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33265
محمد حامد الوتاند
دخبریدو نیټه : 2010-02-22

د کليفورنيا په ايالت کې د ارواښاد اجمل خټک بابا په ياد او درنښت غونډه
درنو هېوادوالو :په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنې  د فبرورۍ د مياشتې په ٢٠مه نېټه د ارواښاد اجمل خټک بابا په ياد او درنښت د پاک کلام د ختم  او درناوی غونډه رابللې وه،چې زمونږ ګڼ شمېر هېوادوالو پکې ګډون کړې وه٠

دا غونډه  د ماسپښين په دوه بجو  د ښاغلي الحاج محمد هاشم (محمود) له خوا د پاک کلام د ختم او د ارواښاد اجمل بابا روح ته د دعا په کولو سره پېل شوه ، وروسته د غونډې د وياند ښاغلي محمد حامد الوتاند دلنډې وينا څخه وروسته لاندې وېنا والو ته بلنه ورکړل شوه چې د خدای بښلي اجمل بابا د سياسي هلو ځلو او د هغوی د اثارو په اړوند د غونډې ګډونوالو ته  معلومات وړاندې کړي٠

١-د کابل پوهنتون پخوانۍ ښوونکۍ ښاغلي پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ٠
٢- د ملي اردو پخواني داکتر ښاغلي داکتر فضل احمد (عبدياني)٠
٣- د سيا سي چارو شنونکۍ او څېړندوی ښاغلۍ داکتر عبدالقيوم (کوچي)٠
٤- پېژندل شوي ليکوال او شاعر ښاغلي انجنېر عبدالوکيل (متين)٠
٥-د کليفورنيا ايالت د وړکتونونو د صحي چارو مشر ښاغلي داکتر عبدالرحمن (زماني)
٦-  د افغان کلتوري  ټولنې مرستيال ښاغلي محمد نصير (ياسيني)٠
٧- شاعر او ليکوال ښاغلي نور حکيم٠

د يادونې وړ ده چې ،پورتنېو ښاغلو د خدای بښلي اجمل بابا د ژوندانه په بېلو ،بېلو برخو ، اشعارو او سياسي ژوندانه هر اړخيځه رڼا واچوله ، چې دا وېناوې د ګډونوالو د تودو احساساتو سره بدره ګه شوې٠

دا غونډه د ماځيګر د لمانځه څخه وروسته  په ګران هېواد افغانستان کې د دائېمي صلحې او امنېت د راتلو او ټينګښت په اړوند او ارواښاد اجمل بابا روح ته د دعا  په کولو سره پای ته ورسېده٠

د ستاکتن ښار د کليفورنيا ايالت امريکا