د کابل بانک شیرخان د کپټلیزم ښه ملګری
سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
By Andrew Higgins
Monday, February 22, 2010
Translated by Mirwais Jalalzai
پښتو ژباړه: میرویس جلالزی
د واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼي د افغانستان د یوه خصوصي بانک ( کابل بانک) په اړه یو تفصیلي رپوټ خپور کړی چې د بینوا ویب پآڼه یې د لومړي ځل لپاره تر بل هر چا چټک په پښتو ژبه تاسو ته وړاندي کوي.
واشنګټن پوست لیکي، د افغانستان تر ټولو لوی خصوصي بانک ( کابل بانک) چې د اسلامي نړۍ د پوکر لوبې د وتلې څیرې له خوا تمویلیږي خپله پینځمه کلیزه خپلو مشتریانو ته د لاتریو په اچولو سره د قصر پاریس په هوټل کې څه موده وړاندي ولمانځله.
په دغه قره کشۍ کې نهه بابه آپارتمانونه او د یو ملیون ډالرو په ارزښت نوري نغدې جایزې شاملې وې.
کابل بانک په خپله دغه قره کشۍ سره په ټوله مرکزي آسیا کې د بانکی قره کشیو ریکاډ مات کړ او تر ټولو لویه جایزه یې ورکړه.
د کابل بانک مالک (باس) چې ډیر لیږ په عام محضر کې را څرګندیږي، ډیر لږ د قره کشۍ او ډالیو د ورکولو په هغو محفلونو کې تر سترګو کیږي چې د امریکا په ملاتړ درلودونکي هیواد افغانستان کې د ده د بانک له لوري په لاره اچول کیږي.
واشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک او حامد کرزي تر منځ نږدې اړیکو دې ته لاره هواره کړي چې د ملیونونو ډالرو په ارزښت د کابل بانک پیسې د حامد کرزي د کورنیو د غړو او نورو ملګرو له لوري د دوبۍ د ښکلو او مستریحو کورونو په اخیستلو مصرف شي.
د کابل بانک او د کرزي د حلقې تر منځ نږدې اړیکې د افغانستان په څير یوه هیواد کې چې امریکا پکې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ملیارده امریکايي دالر مصرف کړي او ۹۰۰ سرتیرې یې پکې وژل شوي، د طالبانو د پخواني ضعیف نظام او د راتلونکي ښه انځور ورکوي.
یو صمیمي کپټلیزم د یوه حکومت داخلي کارکونکي له سیاسي پلوه سره نږدې کوي خو د عادي افغانانو په مینځ د ویرې د خپریدو سبب ګرځي.
د کابل بانک بنسټ ایښودونکی شیرخان فرنود واشنګټن پوست ته وویل: (( هغه څه چې زه کوم مشخص ندي، په مشخصه توګه ندي معلوم چې زه څه کار کوم، خو دا افغانستان دی)).
نوموړي په خپله هغه مرکه کې دغه څرګندوني وکړې چې ترینه پکې د دوبۍ د فارس خلیج د امارتي ځمکو د مدیریت د هغه راپور په اړه پوښتنې کیدې چې وایې د دغه مدیریت ډیر کورونه د شیرخان په نامه دي.
واشنګټن پوست لیکي چې د شیرخان په څير ډیری کسان په دې لټه کې دي چې نومونه یې پټ پاتي شي.
واشنګټن پوست لیکي چې د افغانستان د قوانینو له مخې هيڅ څوک د دې حق نلري چې له هیواد چې د خلکو پورونه له هیواد څخه بحر پټ کړې او صریحا مکلف دي چې خپلې معاملې حکومت ته وښیې.
د افغانستان د بانکدارۍ د قوانینو له مخې هم هیڅ یو تجارتي بانک نشي کولای چې د خلکو پورونه له سیاسي قلمرو څخه د باندې پټ او یا هم په نورو کاروبارونو کې بند کړي.
واشنګټن پوست لیکي، هغه کسان چې د کابل بانک د مالک په څير د دوبۍ د پورونو په معاملو کې دخیل دي وایې چې د نغدو پیسو ګرم او نرم ګټل غیر معمول او ناقانونه کار ندی دا ځکه چې په پخواني عنعنوي سیستم کې هم د قوانینو په پرتله شراکت ته ډیر اهمیت ورکول کیده.
یو نادره اوعجیب رول چې د کابل بانک د بي کتابه او ناقانونه مالکینو له خوا لوبیږي، اوداسي ارقام چې پخوا تر دې هیڅ کله هم د ځمکو او جایدادونو په اړه نه وو ورکړل شوي.
له افغانستان څخه د دباندي د کابل بانک د مالک د جایدادونو په اړه را ټول شوي ارقام په مسکو، دوبۍ، ابو ظب او کابل کې تر څيړنو وروسته را ټول شوي دي.
واشنګټن پوست لیکي، د بیلګې په توګه د حامد کرزي مشر ورور او د هغه پخوانی مرستیال دواړه د شیرخان فرنود تر راجستر لاندي په دوبۍ کې کورونه لري.
د کابل بانک اجرایوې ریس بیا وایې د دوي د معاملو د ریکارډ په کتابونو کې هغو کسانو ته پورونه نه ورکړل شوي ښکاري چې په دوبۍ کې د شیرخان فرنود په مالي معاملو کې دخیل دي او نه هم د دوي په کتابونو کې داسي صورت حسابونه لیدل کیږي چې د کرزي د کاکا د زامنو او همد راز د مارشال قسیم فهیم وروڼو ته پکې کورونه اخیستل شوي وي.
په داسي حال کې چې واشنګټن په طالبانو باندي پوځي فشارونه زیاتوي خو د افغان بانکرانو پټ بیلانس شیتونه په دغه هیواد کې لویه مالي بي ثباتي څرګندوي چې کولای شي د جګړې د ډګر د پرمختګ مخه ډب کړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د د افغانانو تر ۵ سلنه کم خلک بانکي حسابونه لري.
ورځپاڼه کاږي ډیری هغه کسان د پوځ سرتیري او یا پولیس دي چې په کابل بانک کې بانکي حسابونه لري او معاشونه یې له همدې لاري اجرا کیږي.
. یو امریکایی مقام چې د افغانستان د مالي نظام څارنه یې دنده ده د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط واشنګټن پوست ته وایې چې بانکونه ظاهراً د پیسوفریماني ښیې خو خپل حسابونه داسي وړاندي کوي چې له کړکیچ سره مخ وي.
د کابل بانک اجرایوي ریس په یوه بیله مرکه کې په دوبۍ کې د دغه بانک د اکونټونو له لاري د اخیستل شویو کورنوپه اړه مختلف ارقام وړاندي کړي ول.
هغه وایې چې هغوي پور اخیستونکي وو، او په کابل بانک کې یې حسابونه درلودل.
د کابل بانک مالک شیرخان فرنود وایې چې ۶۰ فعالې څانګي په افغانستان کې لري او ډيرر ژر به ۲۵۰ نوري څانګي هم په افغانستان کې خلاصي کړي .
نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې په اروپا کې د پوکر په قماري لوبه کې د ۱۲۰ زرو امریکايي ډالرو ګټونکی شو.
واشنګټن پوست لیکي چې شیرخان دغه پیسې د لندن په یوه قمارخانه کې وګټلي.
د کابل بانک د تفتیش مامور راجا ګوپال کریشنا وایې چې د پور پیسې مستقیماً له کابل بانک څخه دوبۍ ته نه راځي.
نوموړی وایې چې دغه پیسې د شاهین صرافي له لاري چې د کابل بانک د ۱۶ سهمدارانو له ډلي څخه د یوه له لوري اداره کیږي دوبۍ ته انتقالیږي او هر څه یې بیل دي.
د شاهین صرافي د کابل په سرای شهزاد کې په لومړي پوړ کې په ۱۶ نمبردوکان کې موقیعت لري چې په دوبۍ کې هم نمایندګي لري.
واشنګټن پوست لیکي په ځینو ځایونو کې کابل بانک د یوه مثبت نوښت په توګه یادیږي او یادونه کیږي چې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته څومره پرمختګ په دغه هیواد کې شوی دی.
په دغو ویناوو کې داهم ویل کیږي چې پخوا په افغانستان کې خصوصي بانکونه نل ول اس شته، سهمداران نه ول اوس شته او داسي نور.
د کابل بانک ریس وایې چې اوس دوي تقریبا یو ملیون فعال مشترکین لري چې یو ملیارد ډالر یې په بانک کې پانګه کړي دي.
د افغانستان په څير یوه هیواد کې چې ډیری پیسې یې د کوکنارو له حاصلاتو او د بهرنیو مرستو څخه تر لاسه کیږي د کابل بانک په څير د یوه بانک شتون هغو کسانو ته زمینه برابروي چې دټولنې اقلیت جوړوي او ډیر بډایه دي خو د دغه ملک بي وزله اکثریت لا هم پسې ځپل کیږي.
واشنګټن پوست لیکي د افغانستان ډیري پیسې د اقلیت لاس ته لویږي، ځینې یې د ناقانونه کاروبار له لاري تر لاسه کوي او ځيني یې هم د حکومت په دننه کې له داسي چینلونو چې اوس پرې ټول خبر دي.
واشنګټن پوست د بیلګې په توګه د کابل بانک له خوا د پامیر هوايي شرکت ته اشاره کوي چې خپله شتمنې یې له لاسه ورکړي خو د کابل بانک په مالي ملاتړ بیرته په پښو ودرول شوه او دغه شرکت اوس په ورځ کې دری ځله د کابل او دوبۍ تر منځ پروازونه کوي.
واشنګټن پوست لیکي د کابل بانک ریس دافغانستان په هغو له درغلیو ډکو انتخاباتو کې چې داسد میاشتې په ۲۹مه تر سره شول د حامد کرزي مالي ملاتړ وکړ او د کابل بانک یو شریک د حامد کرزي مشر ورو محمود کرزی او بل شریک یې د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم ورور حسین فهیم دی.
د کابل بانک مالک شیرخان فرنود چې د خپل ژوند ډیره استوګنه په دوبۍ کې کوي وایې چې دی غواړي په نورمال ډول تجارت وکړي او نه غواړي له چارواکو سره د اړیکو پر استناد د هغوي ترحم او مرسته تر لاسه کړي.
نوموړی وایې چې ده ځکه په دوبۍ کې د کابل بانک په پیسو په خپل نامه جایدادونه اخیستي چې دا وښیې چې د خلکو پیسې د دوبۍ د جایدادونو په مارکیټ کې خوندي او محفوظي دي.
نوموړی وایې چې که څوک له کابل بانک څخه خپله نغده وغواړي دی به یې ژر تر ژره ورته برابره کړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوبۍ د ملیکتونو د ثبت په دیتا بیس کې دا هم راغلي چې فرنود او د هغه د بانک شریکانو د دوبۍ په ریل ستیت کې ۱۵۰ ملیونه امریکايي ډالره په کورنو او سوداګریزو ودانیو پانګه کړي دي.
واشنګټن پوست لیکي چې په دغو پیسو په پلم جمیره ټاپو کې کورنه اخیستل شوي دي.
پلم جمیره هغه ټاپو دی چې د یوه کس له لوري د خرما د ونې په څير جوړ شوی او د ارزانترین کور بیه پکې ۲ ملیونه امریکایې ډالره ته رسیږي.
. د شیرخان فرنود د رقیب بانک، عزیزي بانک بنسټ ایښودونکی میرویس عزیزي هم د بانک ډیري پیسې د دوبۍ ریل ستیت ته انتقال کړې او راتلونکي یې هم نامعلومه ده.
میرویس عزیزي په دوبۍ کې د عزیزی انوسمینټ په نامه د یوې کمپنۍ مشري هم کوي چې د دوبۍ په جبیل علي کې یې د جایدادونو پر سر ډیره پانګونه کړي ده.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوي خبریالانو غوښتل له میرویس عزیزي څخه هم د افغانانو د هغو پیسو د حرکت په اړه پوښتنه وکړي چې په افغانستان کې دننه د عزیزي بانک له لوري ټولي شوي او د دوبۍ په جبیل علي کې په کورونو او لوړ پوړیزو ودانیو بندي دي، خو د میرویس عزیزي زوی فرهاد ورځپاڼي ته ویلي چې پلار یې ډیر مصروف دی.
د بانکونو د معاملو څارل او تعقیب په افغانستان کې د مرکزي بانک کار دی .
د افغانستان بانک دنده لري چې د خصوصي بانکونو د شتمنیو څیړنه او پلټنه وکړي.
واشنګټن پوست لیکي چې د امریکا متحده ایالتونو په ملیونونو ډالره مصرف کړل تر څو د دغه بانک سیستمونه ور نوې کړي خو لا هم مرکزي بانک په سیاسي پیچلو لوبو کې ګیر دی.
د افغانستان د مرکزي بانک دافغانستان بانک ریس عبدالقدیر فطرت وایې چې زمونږ مامورینو په ډیره دقیقه توګه د هغه څه په اړه چې مونږ ورته په دوبۍ کې د خصوصي بانکونو له لوري د سرمایه ګزارۍ آوازې وایو پلټني وکړې خو متاسفانه چې تر اوسه زمونږ ټیمونو هیڅ هم ندي موندلي.
فطرت چې په واشنګټن کې ژوند کوي وایې چې تیره میاشت یې یو کاري ټیم کابل بانک ته واستاوه تر څو د بانک اکونټونه چک کړې خو دی وایې چې د افغاني پورونو څيړل ډیر ستونزمن کار دی ځکه چې مونږ نه پوهیږو چې چا څه پور کړي دي.
د حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره د کابل بانک د مرستې معامله دا پوښتنه را پیدا کوې چې ولې داسي مرسته؟
محمود کرزی چې د امریکا په بالتیمور کې د یوه رسټورانټ مالک دی په خپله یوه مرکه کې ویلي چې ده د دوبۍ په پام جمیره کې یو داسي کور چې پینځه نیم ملیونه امریکايی ډالره ارزښت لري په کرایه نیولی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای هلته ژوند کوي.
خو وروسته بیا هغه وویل چې دی له کابل بانک سره د کور یو غیر رسمي قرار داد لري چې دی مکلف دی هره میاشت دغه بانک ته ۷۰۰۰ ډالره سود ورکړي.
واشنګټن پوست لیکي له محمود کرزي څخه په نکل لیکي چې وایې دا عجیب او غریب حالت دی، او په دې خبر پوهیدل ګران دي دا ځکه چې دا د تجارت هغه معمولي لاره نده.
خلیل فیروزي چې دمګړۍ په افغانستان کې د کابل بانک مشري کوي او پخوا د قیمتي ډبرو سوداګر وو وایې چې کابل بانک یو قوي هیکله صحت مند بانک دی، ګټه کوي، او ۴۰۰ ملیونه امریکایې ډالره امانات د افغانستان له مرکزي بانک او نورو ادارو سره لري.
فیروزي وایې چې کابل بانک د غوړیدو په حال کې دی، مونږ اوس کابل بانک ته نوي مرکزي ودانۍ جوړوو، دیرش ملیونه امریکایې ډالره یې لګښت دی، د مرمۍ ضد خیښې به لري، یو داسي جګ برج به لري چې څراغاونه به یې شپه او ورځ په اتوماتیک ډوله مړه او روښانه کیږي.
واشنګټن پوست لیکي چې کابل بانک دمګړۍ په ملیونونو ډالر په خپلو امنیتي چارو لګوي چې د خراسان په نامه د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ له لوري پر مخ بیول کیږي او د کورنیو چارو په وزارت کې ثبت شوي اسناد ښیې چې د دغې امنیتي کمپنۍ جواز هم د فیروزي په نوم دی او اوس د خراسان امنیتي کمپنۍ مشري د فیروزي ورور کوي.
واشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک اصلي ریښې بیرته پخوانی شوروي ته ځي او خلیل فیروزي او شیرخان فرمود دواړه د مسکو د دوران انډیوالان او د قمار د محافلو شریکان ول .
واشنګټن پوست وړاندي لیکي چې محمود کرزي ویلي چې ده د کابل بانک اوه اعشاریه څلور فیصده سهم په هغو پينځو ملیونو ډالرو اخیستی چې له همدغه بانک څخه یې په پور اخیستي خو د بانک د تفتیش د څانګي چارواکی ګوپال کریشنا بیا وایې چې د دوي په کتابچو کې داسي حساب نشته چې وښیې د حامد کرزي ورور د له بانک څخه پور اخیستی وي.
واشنګټن پوست لیکي چې د دوبۍ په پام جمیره کې یو بل کور د کابل بانک له پیسو څخه احمد ضیا مسعود ته په دوه اعشاریه دری ملیونه ډالره د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې واخیستل شو چې لومړی دغه کور د مسعود د میرمني په نوم ثبت شو خو وروسته بیرته د کابل بانک د مالک شیرخان فرنود د جایدادونو لیست ته واړول شو.
احمد ضیا مسعود ویلي چې فرنود د دغه کور مالک دی خو په دې خاطر چې فرنود ده ملګری دی نو یو دوه کاله به د ده کورنۍ پکې ژوند وکړي.
مسعود وایې: (( مونږ به په ګډه فوټبال کاوه، هغه زما نږدې ملګری دی)).
خو واشنګټن پوست له شیرخان فرنود څخه په نکل کاږي چې د دوبۍ کور په اصل کې د احمد ضیا مسعود دی خو یوازي زما په نامه ثبت دی.
واشنګتڼ پوست لیکي چې د کابل بانک یو بل ګټه خور د مارشال فهیم ورور حسین فهیم دی.
نوموړي هم له شیرخان څخه په دوبۍ کې د یوه کور د اخیستلولپاره ۶ ملیونه ډالر د مرستې په توګه تر لاسه کړي دي او اخیستی کور یې هم په خپل نامه دی.
واشنګټن پوست لیکي چې حسین فهیم په ملیونونو نور ډالر هم له کابل بانک څخه پور کړي چې په افغانستان کې پرې خپل نور کاروبارونه جاري وساتي.
د کابل بانک اجرایوي ریس چې هره ورځ د بانک عملیات څارې وایې چې دی نه پوهیږي چې کابل بانک څومره پیسې دوبۍ ته انتقال کړی دي.
نوموړی وایې: (( که د کرزي خپلوانو او نورو خلکو په دوبۍ، جرمني، امریکا............... کې کورونه اخیستي وي دا د هغوي شخصي کار دی خو بانک چا ته مشخصاً د دوبۍ لپاره پور ندی ورکړی)).
واشنګټن پوست لیکي چې د کابل بانک ریښې د مسکو کاروبار ته رسیږي.
ورځپاڼه لیکي چې شیرخان د تحصیل لپاره د کمونستانو په دوران کې مسکو ته واستول شو او هغه وروسته وروسته د کابل او مسکو تر منځ د پیسو د انتقال ( حوالو) کاروبار شروع کړ او هغه ته یې بریالۍ وده ورکړه.
د روسیې د محاکمو اسناد ښیې چې په ۱۹۹۸ کال کې د شیرخان فرنود لس تنه کارکونکي د ناقانونه بانکي فعالیتونو په جرم په مسکو کې ونیول شول.
ورځپاڼه کاږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیلیدو سره شیرخان دوبۍ ته مخه کړه او د کاروبار لوری یې هم د دوبۍ په خوا ور وګرځاوه.
په ۲۰۰۴ کال کې هغه په کابل کې د بانک د فعالیت جواز تر لاسه کړه.
په دوبۍ کې د شاهین په نامه د صرافي د جواز په مټ هغه وتوانید چې د په کابل کې د کابل بانک له حسابونو څخه په ملیونونو ډالر دوبۍ ته ولیږي.
د کابل بانک د تفتیش چارواکي ویلي چې یوازي تیر کال دوي له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملیونه پوري امریکايي ډالر دوبۍ ته انتقال کړي دي.
حسین فهیم ویلي چې د ده دوو کمپنیو له کابل بانک څخه ۷۰ ملیونه امریکایي ډالر قرض کړی دي.
واشنګټن پوست لیکي چې کابل بانک اوس د پامیر په نامه د یوه هوايي خصوصي شرکت چارې هم په لاس کې اخیستي او دغه شرکت ته یې دد ۴۶ ملیونو امریکايي ډالرو په ارزښت څلور مستعملې بوینګ الوتکې را نیولي دي.
په دغه کاروبار کې شیرخان فرنود، خلیل فیروزي او حسین فهیم شریکان دي.
د ورځپاڼي په لیکنه چې د دغه شرکت د مشاوریت لپاره دغو کسانو د حشمت کرزي په نامه د یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ مالک او د حامد کرزي د تره زوی حشمت کرزی د سپینو زرو د اسپرنګ په توګه مقرر کړی دی.
د سپینو زرو اسپرنګ د اوسپنې د سپرنګ په پرتله ښه کار ورکولای شي او ښایې حشمت کرزی هم د پامیر هوايي شرکت چارې د خپلې کورنۍ له سیاسي نفوذ څخه په ګټې اخیستلو سره ښې پر مخ بوزي.
د دافغانستان بانک پخواني ریس نور الله دلاوري چې د ماموریت پر مهال یې کابل بانک د فعالیت جواز تر لاسه کړی وایې چې شیرخان دوي د وحشي اسانو په څیر دي څوک یې په حساب نه پوهیږي خو دومره ویلای شم چې زه هم یو کور په دوبۍ کې لرم چې په ۲ لکه ډالره مې اخیستی خو دا پیسې ما ته کابل بانک ندي راکړي دا مې په خپلو پیسو را نیولی دی.
واشنګټن پوست لیکي، کله چې په افغانستان کې انتخاباتي کمپاینونه پیل شول خلیل فیروزي د حامد کرزي له ډلې سره یو ځای شو او شیرخان فرنود په دوبۍ کې کرزي ته پیسو د را ټولولو کار پیل کړ او دغو دوو کسانو د حامد کرزي له ورور محمود کرزي سره د دوبۍ په پام جمیره کې د محمود کرزي په کور کې د دغه پروګرام د انسجام لپاره غونډه هم جوړه کړي وه.
.
دا په داسي حال کې ده چې د نوامبر په میاشت کې حامد کرزي د خپل تحلیف د مراسمو څخه وروسته د ادارې فساد پر ضد په جوړه شوې غونډه کې اعتراف وکړ چې دا د تعجب وړ خبره ده چې افغان لوړ پوړي مامورین له یوه او دوو کلونو ماموریت وروسته په دوبۍ کې ګرانه بها کورونه اخلي او دا ادارې فساد ندی نو څه ده.
یادونه: هر هغه رسنۍ چې دغه رپوټ بیاځلي خپروې نو د مهربانۍ له مخې دي د بینوا ویب پاڼي د همکار میرویس جلالزي هغو خواریو ته درناوی وکړي چې د دغه رپوټ په ژباړه کې یې کړي او د ویب پاڼي نوم دي په خپله رسنۍ کې ذکر کړي.