بې کفنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33307
اباسين زهير
دخبریدو نیټه : 2010-02-24


له نن څخه پوره پنځلس کاله وړاندې د جلال اباد ښار په يوه څنډه کانال کې   يوه مور سره د دوه ځامنو احمد ولي او خان  او دوه لوڼو بورا او ښاپيرې اوسيده .
 ډير د غربې ژوند يي درلود ، سهار  به يي چې خوړله غرمې  ته به حيران وو او غرمه که به يي د شپې به نهار ناست وو. په ورځو کې يوه ورځ  يو پاټکي قوماندان چې لطيف خان نوميده د ده کورنۍ پر مشرې لور بورا  جرګه وکړه ،  تر يو څو ورځو تک راتګ ورسته يي مور  نه پوهيږيم د غربي له وجهى او ياهم د قومندان څخه و بيريدله ، بورا، واده شوي پاټکي قومندان لطيف خان ته ورکړه ، او د څو ورځو په اوږدو کې واده هم په ښه ډنګ او ډونګ کې ترسره شو.

 بورا تر واده ورسته  د خپل ميړه سره پيښور ته ګډه شوه، او هلته يي ژوند تيراوه، نږدې يو کال د بورا د واده تير شوې وو چې قوماندان صاحب راغې او خپله خينه ښاپيري چې عمر يي په هغه وخت کې شايد ١٦ او يا هم ١٧ کاله وو پيښور ته په دې پلمه بوتله چې د بورا کره اولاد پيدا کيږي .

ښاپيرې سره له دې چې ترمونږ څو کله مشره وه خو له مونږ سره يي هميشه  لوبې کولاى ، د ښاپيرې  د تګ ورځې او بيا مياشتې وشوې خو د هغه د راتګ څه څرک ونه لګيده.
د ٧ مياشتو ورسته په کوڅه کې ناست وم چې خبرشوم چې ښاپيرې بيرته کورته راغلې زه هم ډير زياته خوشاله شوم ځکه هغه به مونږ ته تل نوي لوبې زده کولې.او په کوڅه کې تر نورو يي له ماسره ملګرتيا ښه وه  .

د ښاپيرې  ترراتګ ورسته مې څوځله زړه وغوښتل چې هغه وګورم خو مې نشو کولاى  ، څو ځله د هغوې کورته ورغلم خو مې نه ليده نه پوهيږيم  تر بيرته راتګ ورسته به مو ديدن په نصيب کې نه ليکل شوي  .
په کلي کې هم  يو ډول اوازه خپره شوى وه  چې ښاپيرې  پرته له واده مور کيږي يعنې  حامله ده خو زما پرې باور نه راتله او هغه ددې لپاره چې هغه  ډيره ساده او کليواله جنې وه .

د ښاپيرې د راتګ دريمه ورځ وه ، په کوڅه د خپلو همزلو سره په خوسي لوبې بوخت وم چې ناڅاپه د ښاپيرې دې په کور کې د  د ډزو غږ شو  ، ځان مو هلته ور ورساوه، ګورم چې په ګوټه کې يو کس چيغي وهي او کوټه يي ټوله په وينو لړلې ده ، هغه  کس بل څوک نه وو دا خپله قومندان لطيف وو  ، احمد ولي او خان د دواړو په لاسو کې ټوپکونه  وو د کوټې څخه راوتل  ، ښاپيرې په داسې حال کې چې کټونه يي سمول خو د ډزو په اوريدو هغه هم په چغو پيل کړى وو او چيغې يي وهلې چې په همدې وخت کې يي دواړه ورورنه اورسيدل او په څو شيبو کې ښاپيرې هم داسې په ګوليو سوري سوري کړه چې زه يي دلته انځور نشم کولاى ، له دو غتو سترګو څخه يو سترګه يي په خارو کې پرته وه  بدن يي ټول سوري سوري وو.

خان او ولي دواړه سره د خپلې مور راوتل او په نامعلوم لوري لاړل ، زه چې کله د ښاپيرې جسد ته ځير شوم  ماته هم داسې ثابته شوه چې ښاپيرې مور کيده .

د کلي خلک ټول راټول شوي وو چا يو څه او چاهم بل څه ويل خو څوک مړو ته نه ورنيږدې کيدل .
 ساعت ورسته هوايي ډزي وشوى د لطيف خان ورورنه  راورسيدل او او د خپل ورور مړي يي د ډاډسن شاته په يو ګټ کې کيښود او هغه يوړ ، د هغوې په تلو سره د ماښام تياره هم خپره شوى وه ،د ښاپيرې د کور دروازه خلاصه وه او د هغې جسد د انګړ په منځ کې په خاورو او وينو لړلې پروت وو ، څوک نشته چې هغه ښکلې ښاپيرې د خارو څخه پورته کړي په کټ يي واچوي او يايي هم مړي ته د مړي په سترګه وګوري.
د کلي راټول شويو خلکو  ويل(( چې ګناه يي خپله ده دا مړه نه بلکې مرداره شويده)).
تياره ښه پوره خپره شوې وه ، ټول ترې خپلو کورنو ته لاړل ، زه هم خپل کورته لاړم خو ترسهاره مې سترګې پټې نه شوى .
په زړه کې مې سودا وه سهاروختي را جګ شوم راغلم د هغه نازولې جسد لا په خپل ځي پروت و.
څو ساعته تير شول خو بيا هم د هغې د مړي د پروته کولو لپاره څوک رانه غلل ،شاوخوا لس بجې وى چې  د کلي څو سپين ږيري  د کلي د ملا سره يوځاى راغلل او د هغه مړې په کټ کې واچاوه او د هديري په لور روان شول.

تر هديري پورې زه  هم د مړي سره يوځاى لاړم ليدل مې چې د وړاندې يوه کنده ايستل شوى وه او د غسل او کفن پرته يي ښاپيرې ښخه کړه نا ملا پرې سورت و وايه او نه هم څوک يي د قبر پورته او ښکته سر ته ودريدل چې مراسم يي پرځاى کړي .

ډير وخت ورسته بيا دا خبره رسوا شوه چې ښاپيرې د خپل اوښي لطيف سره نامشروع اړيکي درلودې او د هغه د بچي مور کيدونکي وه  خو دا معلومه نشوه چې دا اړيکي د ښاپيرې په خوښه وى او کنه؟.يادونه:دا کيسه زما د سترګو ليدلى حال دى او د نورو داستانونو کيسو په څير مبالغه پکې نشته.
خپلې نيوکې او وړانديزونه په دې پته راوليږى.