نېټه ۲۰۱۰/۰۲/۲۴
تېمورشاه یوسفزی
وینډوز ایکسپلورر کي کله چي تاسو پر کوم فولډر دښي لاس کلیک کوئ ، یوه مېنو راښکاره کیږي ، چي پکي د ډاس کمانډ(Command Prompt) نه ښکاري ، که غواړئ دمېنو په سر کي د ډاس کمانډ هم راسي ، لاندي لارښود ته عملي جنبه ورکړئ .
۱:- نوټ پډ پروګرام له سټارټ مېنو څخه راخلاص کړئ .
۲:- کله چي نوټ پډ پروګرام راخلاص سو، په نس کي ئې دغه ریجستري کمانډونه کاپي کړئ .
Windows Registry Editor Version 5.00
[HKEY_CLASSES_ROOT\Directory\shell\Command]
@="Command Prompt:"
[HKEY_CLASSES_ROOT\Directory\shell\Command\Command]
@="cmd.exe /k cd %1"
۳:- اوس یاد سوی فایل د addprompt.reg په نامه دکمپیوټر په یوه برخه کي ذخیره کړئ .
۴:- پر ذخیره سوي فایل کلیک وکړئ او دپيغام څخه ئې د Yes تڼۍ کښېکاږئ .
۵:- اوس که تاسو یو فولډر دښي لاس کلیک کړئ ، دمېنو په سر کي به د Command Prompt په نامه کمانډ وراضافه سوی وي .
ګټه :- اوس ډاس کي ددې اړتیا نسته ، چي د CD کمانډ وکاروئ ترڅو بشپړیونلور (Path) ته ولاړسئ .