د ستورو او سپوږمۍ پلټنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3338
ساحل
دخبریدو نیټه : 2005-07-30

 

 

په ۲۰۰۴ كال كي په خلايي ساينس كي ډېر كارونه ترسره شول، د مريخ په اړه د ډېرو مالوماتو د ترلاسه كولو لپاره د امريكا د هوايي شركت ناسا او اروپايي ساينسپوهانو هڅي څرگندي وې چي په ځينو كي بريالي سول ،خو مريخ ته د سټلايټ لېږلو د موخي د ناكامۍ مايوسي يې هم په برخه سول . مريخ ته د ناسا لېږل سوى سټلايټ (بېګلا دو) په خپلي موخي كي ناكام  سو.

په پنځه كروړه ډالره برابرسوى سټلايټ سره  مريخ ته تر رسېدو وړاندي د ساينسپوهانو اړيكي پرې شول..

په هر حال مريخ ته تلونكى د (ناسا) بل سټلايټ ( مارس رووراپورچونيټي) خپل هدف ته ورسېدى اوله هغې سرې سيارې څخه ېې نوي نزي عكسونه رالېږل، له دې عكسونو څخه ساينسپوهانو د دې سيارې په اړه داسي مالومات تر لاسه كړي چي وړاندي يې په اړه هيچا هيڅ هم په ډاډ نه سواى ويلاى .

په همدې كال ساينسپوهانو خپله مصنوعي سيارگۍ ( گييسني) د زحل سيارې ته ولېږل چېري چي يې د لومړي ځل لپاره د زحل سپوږمۍ وموندل.

ساينسپوهان د زحل د سيارې د عكسونو تر ليدلو وروسته و ويل چي هغوى دې ثابتولو ته ډېر نژدې دي چي د زحل پر سپوږمۍ (ټايټان) باندي مايع هايدروكاربن سته.

ددې رادار له لارې د زحل د سپوږمۍ په اخيستل شوي عكسونوكي ژور غارونه ښكارېدل چي د ميتان او يا ايتان شتوالى ښيي     

همدا كال برتانوي سوداګراو داو ورجن ګروپ اف انډسټريز خاوند  چرډبرينسن اعلان كړى چي هغه به په نژدې كي مسافر خلا ته بوزي هغه د (پيس شپاون) نومي الوتكو جوړونكي كمپنۍ سره تړون كړى چي په راتلونكو دوو كلونو كي به خلا ته د مسافرو تگ امكان ولري. د دې لپاره به د يوه مسافر خرڅ يولك برتانوي پونډونه وي.

(پيس شپاون) الوتكي داكال دويم ځل په فضا كي تر سلو كلومترو لوړوالي پوري الوتنه بشپړه كړه او د لس ميليونه ډالرو انعام يې وگاټه.

هندوستان همداكال د خپل لومړى ښوونيز سټلايټ ( ايډو سيټ) خلا ته د لېږلو اعلان وكړ. داپه هيواد كي جوړه شوې د هندوستان لومړنۍ الوتكه ده  چي د ۱۴ مسافرو د ناستي گنجايش لري.

هيله ده چي په ۲۰۰۴ كال كي به د امريكا خلايي پروسه بيا پيلېږي ، خلاته د امريكايي هوابازونو لېږنه په ۲۰۰۳ كال كي د كولمبياشټل تر ورانېدو وروسته بنده شوې وه.

 

د سروش ژباړه - كندهار