زموږ پښت پو هان او نسب پيژندونکي دولت خيل د پښتنو دمتو زيودټو لنيز ګروپ پورې يوه تړلي قبيله بولي چې په لو ديو پښتنو ور ګډيږي٠
تاريخ حيات افغا ني چې له نن نه١٤٥ کلو نه وړاندې کښل شوی دی ددولت خيلو پښتنو په اړوند داسي کښلي دي :
"دنسب دشجرې تر څيړ لو وروسته داسي جو تيږي چې دلواڼي يا نو حاني د زوی مماپه دريو زامنو کې ديا سين داولادې نه ددولت خيلو قبيله را مينځ ته شوه٠ دمما دنورې او لادې په پر تله ددولت خيلو ښاخ دشمېر او واک له مخې دو مره پر مختګ وکړ چې دمما داولادې نورې کو چنۍ څا نګې ددولت خيلو پورې ا ړوندې څا نګې ګڼلې کيږي٠ تر دولت وروسته چې ا ولاده يې ددولت خيلو په نا مه يا ديږي په پنځم پښت کې کټي خان مينځ ته راغی چې او لاده يې دکټي خيلو په نامه سره يا ديږي٠تر دې د مخه چې چې دلواڼي ښا خونه لکه کټي خيل، دولت خيل، ميا خيل، مروت، تتور او نور د ټانک په سېمه کې مېشته شي ټو لو په پوونده ډول ژوند کاوه او لږه اندازه سوداګري يې هم کوله٠ که څه هم د دوی زياتره شمېر خلک په کټواز کې اوسيدل، خو ددغې سېمې په سهيلي يا جنو بي برخه کې يو شمېر دکر نې وړ ځمکې يې هم درلودلې، خو دواڼه په غره او نورو سيمو کې چېر ته چې ډېر ښه څړ ځا يو نه مو جود وو هلته دمالدارو لو اڼيو کيږدۍ وې او کله کله به دژمي دتير ولو لپاره د ټانک سېمې ته هم راتلل٠ کله چې بيا دکټواز سېمه دسليمانخيلو له خوا دلواڼيو نه ونيو له شوه نو له هماغه وخته په اوړي کې په واڼه او په ژمي کې ددامان د سېمې ټا نک ته دهغوی تګ راتګ پيل شو٠ په دغه وخت کې دلو اڼيو دقبيلې هر يو ښاخ يو تن مشر درلود چې خان به ورته کيده اود دغو خا نا نو به دهر خيل اوزي ملکان او مشران تر لاس لاندې درلودل، چې ددغو خا نانو او ملکانو په لار ښوونه به داړونده ښاخونو او څانګو چارې سر ته رسېدې، و دلواڼي دقبېلې ټوله مشري يا خاني دکټي خيلو په کو رنۍ په لاس کې وه چې ددولت خيلو يوه څا نګه شمير له کيد له٠ "
داسي ويل کيږي چې ددولت خيلو دقبيلې او نورو څا نګو وړاندې دټانک په سېمه کې پړانګيان چې دلودي قبيلې يو ښاخ دی استو ګنه درلوده او ددغه ځمکې او ملکيت ددوی په لاس کې و، خو څر نګه چې دلواڼي دقبيلې پوونده دژمي په مو سم کې دټانک سېمې ته راتلل نو زياتره به د هغوی څارويو دپړ انګيانو دقبيلې دکرنې ځمکو ته زيان رساوه، نو همدا وجه وه چې ددوی تر مينځ شخړې او لا نجې را مينځ ته شوې څو په پای کې پړ انګيان او نور په هند کې دمغولي واکمن بابردغضب وړ وګر ځيدل٠ په دغه وخت کې دکټي خيلو دښاخ نه شهباز خان نومی چې دخانز مان لقب ورکړل شوی و دلواڼي دښاخ ټولې څانګې يعنې دولت خيل، تتور، يا خيل، مروت او نور له ځا نه سره يو کړل او دپړ انګيا نو نه يې دټانک دسېمې دتر لا سه کولو نيت وکړ٠ نو موړي دټول لواڼي ښاخ نه لښکرې راټولې او همدا راز له هغو پوونده وو نه چې په تنګ شوي وو مر سته وغو ښتله او دټانک دسيمې پر او سيدونکو پړ انګيانو يې ير غل وکړ او تر څو جګړو ورو سته لو اڼيان دشهباز خان يا خانز مان په مشرۍ پر پړ انګيا نو با ندې بر يالي شول او دکر نې ټولې ځمکې يې داب سياه په ګډون په څلورو بر خو با ندې وويشلې په دې ډول چې يوه بر خه يې دولت خيلو، يوه بر خه يې تتور، يوه بر خه يې مر وتو او يوه بر خه يې هم ميا خيلو ته ور کړه او هغه وخت به چې کال پای ته ورسيد نو دمروتو او ميا خيلو خا نان به دولت خيلو دکټي خيلو دڅانګې مشر خانزمان حضور ته و رتلل اوهغه به په منا سبه اندازه د څلورمې بر خې له مخې هر يوه ته خپله بر خه ور کوله او رخصتول به يې ٠
په پای کې مر وتو دڅلورمې بر خې په ويش با ندې دخانز مان کټي خيل سره شخړې رامينځ ته کړې او دخپلې بر خې دنيو لو له کبله يې پر ټانک باندې ير غل وکړ او په هغه جګړه کې چې ددواړو غاړو تر مينځ پېښه شوه دولت خيلو ماتې وخوړه او هغوی يې له خپل مشر خانزمان سره دټانک دسېمې نه بې واکه کړل او پخپله يې پر ټانک با ندې قبضه ټينګه کړه،خو دکټي خيلو مشر له جبيل خان نه چې دګنډ اپوريانومشر و او په هغه وخت کې يې دامان ته په پونده ډول تګ او راتګ کاوه مر سته وغو ښته، خو څر نګه چې مر وتو له ده سره دمقا بلې توان نه لاره نو ځکه يې دټانک سېمه خوشي کړه٠ که څه هم خانزمان دمروتو څلو رمه بر خه پر دوی باندې بنده کړه، و سره له دې هم دمر وتو کوم خان به چې خانزمان ته ورغی نو هغه به يې تش لاس بېر ته نه لېږه٠
تر لږې مودې وروسته خانزمان دميا خيلو څلو ر مه بر خه هم پر هغوی باندې بنده کړه او دتتور دڅا نګې دبر خې پر ته دټانک پورې ټولې سيمې ددولت خيلو لاس ته ورغلې چې اوس هم ددوی په لاس کې دي ٠ نا متو انګر يزي مورخ په خپل مشهور اثر(an account of kungdom of caubul) کې ددوی شمېر اته ز ره کو رنۍ ښودلي دي ٠ دنو موړي مولف په قول دولت خيلو دقبيلې يو شمېر وګړي په کارنده،زيمه،کافر کلا او دکابل په شا اوخواکې هم استو ګنه لري٠
د دولت خيلو دقبېلې ښا خو نه او مشهور کسان چې ددغې قبېلې ځيني څا نګې هغو ته منسو بې دي :
عيسی خان،موسی زي،منډوزي، پلنګ،اسماعيل، زکو،لقمان،تاجي زي، بندرزي،جلال خان، موسی خان،يحيی زي، کټي خيل، بهدين، خواجه خضر،موسی خان،فيروزخان،برمزيدخان،دولت خان،شهبازخان،غازيخان،حيات خان،محمد خان، شير خان، دليل خان، سليم خان، قتال خان، خمرېز خان،صاحب خان، اکبر خان، شهباز خان، هيبت خان، الله داد خان، خداداد خان، صاحبداد خان، سرور خان، نواب شهنوازخان او محمد اکبر خان ٠
ددولت خيلو په قبېله کې دمشرۍ څر نګوالی :
موږ دمخه وويل چې ددغې قبيلې مشري له پخوانه دکټي خيلو دکورنۍ په لاس کې وه، خو هر يوه مشر دخپلې څا نګې يعنې ددولت خيلو سره ښه او دورور ګلوۍ چلند کاوه، خو کله چې مشري دسليم خان زوی قتال خان ته ورسيده، نو هغه په خپلې قبېلې با ندې سختي راوا خيسته او څر نګه چې نو موړی يو تند مزاجه سړی و نو له دې کبله ددولت خيلو دقبيلې ،کټي خيلو سره سلا او مشوره وکړه او قتال خان او دهغه زوی اکبر خان يې ووژل او دقتال خان مشر زوی سرور خان له دې پېښې نه بچ پا تې شول او دګل خان دورور ظفر خان په ملګر تيا د مر وتو سېمې ته راغی او څو زره رو پۍ يې دخپل پلار ديوه ملګري نه يې پور کړې او په کابل کې دافغا نستان واکمن ته په عر ض ورغی٠ د افغا نستان واکمن دغلجي عبد الر حيم خان هو تک په مشرۍ دسرور خان مرستې ته څلور زره پوځ او څو تو پو نه يې دهغه مر ستې ته وګو مارل٠ کله چې سرور خان دکابل دشا هي ځو اکو نو په مر سته دټا نک سېمې ته نږدې شو نو ګل خان دسرور خان سره ددښمنۍ سره سره دو لت خيل و پو هول چې دسرور خان ملاتړ وکړي او سرورخان هم سو ګند وکړ چې پخو انۍ خبرې به هيروي او چا ته به زيان نه رسوي ٠ دولت خيلو دسرور خان خا ني او مشري ومنله ، خو دسرور خان لوړې او سو ګند تر هغو پورې دوام وکړ تر څو چې ددولت خيلو معتبران او ملکان دسرور خان حضور ته راغلل او په هغه وخت کې سرور خان هغه اتلس تنه مشران چې زيا تره يې دهغه دپلار قتا ل خان او ورور اکبر خان په وژلو کې سره سلا او مشوره کړې وه و وژل، خو ګل خان ونه وژل شو، خو سرور خان څه موده ورو سته هغه وواژه٠ کله چې يې دښمنان له منځه ولاړل او دسرور خان خاني او مشري ټينګه او پياوړې شوه او بيا نو هيچا هم دهغه سره دمقا بلې توان نه درلود٠ هغه دخپل پلار قا تلين په تدريجي تو ګه او کله به هم چې يو يو لاس ته ور تلل وژل به يې٠ نو موړي له ځا نه سره پنځه سوه سپا هيان وټاکل او دټانک په سېمه کې يې يوه کلا او با غ جوړ کړ٠ سرور خان به دملک په چارو کې دعدل او انصاف نه کار اخيست ٠ که څه هم غريب او بيو زله رعيت له هغه ځيني خپه او نارا ضه ول، خو سره له دې هم هغه داسي بندو بست وکړ چې هيچا هم ترې سر نه شو پورته کولای٠ دټا نک دسيمې هر ډول عايد دهغه شخصي مال ګڼل کيده ،خو هغه ددولت خيلو نه هيڅ ډول محصول او ما ليه نه اخيستله٠ سرور خان په سخاوت کې ډېر مشهورو٠ له چې دګنډاپور يانو او ميا خيلو په لښکرو بر لاسی شو نو ځواک يې لا پيا وړی او پخپلو سيا لا نو کې ډېر مشهور شو٠
سرور خان په ١٨٩٢ بکر ما جيتي کال کې چې د ١٨٣٥ عيسوي کال سره سمون خوري مړ شو او پر ځای يې زوی الله داد خان مشر وټا کل شو٠ په ١٨٩٣ بکر ما جيتي کال کې چې د١٨٣٦ عيسوي کال سره سمون خور ي کنور نو نهال سنګه دسکهانود پو ځو نوسره ديره جاتو او ددامان سېمې ته راغی او بيا يې دټانک دسېمې خو اته پو ځو نه وليږل٠ کله چې الله داد خان دنو نها ل سنګ دراتلو نه خبر شو او په دې متيقن شو چې خپلو سردارنو او ملا زما نو يې ورسره بيو فا يې کړې ده نو دخپلو زامنو او خپلې منقو له شتمنيو سره يې دمسيدو او وزيرو ملک ته پناه وروړه او په دې تو ګه د ټا نک سېمه دسکهانو لاس ته ورغله٠ دی بيا ورو سته دافغا نستان امير دوست محمد خان ته ورغی او له هغه نه يې دمر ستې غوښتنه وکړه٠ تر څو مودې ورو سته بېر ته د مسيدو اوو زېرو غرو ته را ستون شو او څر نګه چې کنور نو نهال سنګه دټانک سېمه دملتاني افغا نانو پا ينده خان خواجک زي، حيا ت الله خان سدوزي او عا شق محمد خان عليزي ته د جا ګېر په ډول ورکړې وه، نو الله داد خان تر ډېرې مودې پورې دسکهانو او ملتا نيانو سره وجنګيد او تل به يې دټا نک پر سېمې با ندې بريدونه کول چې نو موړي خپل ټول عمر په جګړو ې تېر کړ تر څو په پای کې مړ شو٠ دالله داد خان تر مړ ينې ورو سته يې ددو تنو زا منو نه يو يې چې محمد شاه نوازخان نوميد دپلرني مشرۍ دبيا تر لا سه کو لو له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې چې بياد انګر يزي سر کار په وخت کې دټانک موروثي مشري شاهنواز خان ته ور کړل شوه چې هلته نواب وټا کل شو٠
بايد ويل شي چې دټا نک سېمه دپښتو نخوا په ايا لت کې مو قعيت لري٠ټانک پخوا په دېره اسما عيل خان پورې اړوند ډيسټرکټ يا ولسوالي وه٠
دولت خيل ميلمه پا لو نکي، جنګيالي او په پښتو او پښتو نوالې با ندې مين خلک دي ٠ دوی د سکندر دتا ړاکونو، چنګيزيانو، مغولو، سيکهانو او انګرېزانو په وړاندې په ميړانه جنګيدلي دي ٠
-------------------------------------------------
ما خذ ونه او منا بع :
١-تا ريخ حيا ت افغاني، پښتو ژباړه، دپېښور چاپ ٣٠٨- ٣١١ مخونه٠
٢-پښتا نه دتا ريخ په رڼا کې، ١٣٤٩ مخ٠
٣- پښتني قبيلې، ددکتور لطيف يادتاليف،دپيښور چاپ،١٤٠-١٤٣ مخو نه٠
٤-http://www.khyber.org/pashtotribes/d/dolatkhel.shtml
٥-http://en.wikipedia.org/wiki/Tank,_Pakistan
٦- دکابل سلطنت بيان، دمونټسټوارټ الفنسټن اثر، دکابل چاپ، ٦٠ مخ٠