افغان او بهرني ځواکونه به تر میاشتو په مارجه کې پاتې شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33474
ژباړه: عبدالحیمد ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2010-03-01

اسوشیټد پرس

مارجه-افغانستان- د سمندري ځواکونو قوماندان وویل چې، له دوو زرو څخه زیات سمندري پوځیان او د زرو په شاوخوا کې افغان سرتېري به، چې د طالبانو په وړاندې د ناټو د تعرض د یوې برخې پحیث د طالبانو تر ولکې لاندې د مارجې په ښارګوټي وروختل تر راتلونکو څو میاشتو پورې دغلته پاتې شي څو ډاډ تر لاسه شي چې یاغیان به نور دغې خواته بېرته نه راګوري.

دا پداسې حال کې ده چې یاغیان د سړک د غاړې په بمونو مارجې ته د سمندري ځواکونو د راتلونکو او تلونکو لوژستیکي کاروانونو باندې بریدونه کوي، چې په تېرو دوو ورځو کې څلورو کاروانونو ته زیانونه اوښتي دي او د سر د زیان په هکله یې څه ندي ویل شوي.

د سمندري پوځونو دوه پوځي قطعې او همکار افغان پوځيان به یې په مارجه کې، د ناټو د (چاڼولو، ساتلو او جوړولو) د ستراتېژۍ د یوې برخې په توګه، چې د سیمې د امنیت په خوندیتوب، د افغان ملکي ادارې په راوستلو او د مرستو او ټولنیزو خدمتونو باندې ټینګار کوي، دلته ځای پر ځای شي.

د یکشنبې په ورځ، زرو سمندري پوځیانو د ښارګوټي شمال او ختیځ ته د خپلو مورچلو په ټینګولو، چې د یوه وړوکي ګارنیزیون د جوړولو په موخه یې کلا ګانې رانیولې او لیکې یې کښلې، همدا شان، د څار چوڼۍ ګانې او د ګزمې لپاره یې د لڼډ مهالو ګزمو د اډانو یوه شبکه، چې د راتلونکو عملیاتو د مرکز په نامه یادېده، بوخت و.

د مارجې سویل ته یوه بله پوځي قطعه هم په ورته فعالیت بوخته وه، چې د زرو په شاوخوا کې افغان پوځیان به یې ملګرتیا کوي، چې همدا اوس ۹۰۰ افغان پوځي پولیس په مارجه کې په ګزمو لګیا دي.

د سمندري ځواکونو ویاند تورن ابې سایپ وویل، چې دایمي پوځي چوڼۍ به په ښارګوټي کې د ناټو اوږدمهال شتون ته آسانتیا برابره کړي.

سایپ وویل، موږ غواړو تر یوې ښې مودې پورې په مارجه کې واوسېږو، هېڅوک داسې پلان نلري چې بېرته شا ته شي. موږ پدې آند یو چې له سیمه ییزو خلګو سره یو ځای ژوند وکړو، د دې لپاره چې زموږ سر پدې خلاص سوئ دی چې تر ټولو ښه لاره دا ده چې له سیمه ییزو امنیتي سیالانو سره همکار شو څو افغانان د ګواښ پر ځای د خوندیتوب احساس وکړي.

د مارجې اوسېدونکو دولتي چارواکو ته ویلي دي چې ډېره به ښه وي که چېرې خپله د ناټو ځواکونه دننه په ښارګوټي کې میشت شي څو امنیت په ښه توګه خوندي کړای شي.

تورن وینفري وایي چې ده ته ویل شوي چې ټوله قطعه غواړي په مارجه کې د اګسټ تر میاشتې چې بیا نورو سیمو ته غځېږي، میشته شي.

په اوږدمهاله کې، د طالبانو د لوژستیک پدغه لېږد رالېږد محراقي سیمه او د مخدره توکو په مرکز کې د ډاډمن سیمه ییز حکومت جوړول د ناټو د ستراتېژۍ یوه مهمه برخه ده. تېره اونۍ حکومت دلته نوی ملکي چارواکی وټاکه او په سلګونه افغان پولیس له طالبانو څخه د مارجې او نادعلي په چاڼ شوو سیمو کې ګزمې پیل کړي دي.

په ۲۰۰۱ز کې د طالبانو د سخت دریز حکومت د راپرځولو راهېسي، په مارجې باندې تعرض تر ټولو لوی پوځي عملیات په ګوته شوي دي. له هغه مهاله چې بارک اوباما دغه هېواد ته د دېرش زرو پوځیانو د رالېږلو قومانده ورکړه چې طالبان له نیول شوو سیمو بېرته په شا وتمبوي، دا د ناټو د بغاوت ضد لومړنۍ لویه آزموینه ده. خو، له پخوا طالبانو خپل بېرته راتګ ثابت کړئ او په اکمالاتي کاروانونو د دوی بریدونه دا ښیي چې دوی ټکول شوي ندي حتا که د مارجې کنټرول یې هم له لاسه ورکړئ وي.

سمندري پوځونه وایي چې داسې څرګندېږي چې طالبان د شپې مهال په هغو لارو ګودرو کې چې مخکې تصفیه شوي دي بیا بمونه خښوي.

د نه ماتېدو د یوې نښې په توګه، د طالبانو یو شمېر ځانمرګیو د کابل ښار په یوې برخې بریدونه وکړل چې په دوو وړو هوټلونو کې یې شپاړسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې نیمایي یې بهرنیان و. دغو بریدونو څرګندوله چې یاغیان حتا په کابل باندې هم د بریدونو توان لري.

د یکشنبې په ورځ کابل کې د پولیسو دریو لوړ رتبه قوماندانو د هغه څه په پلمه چې دوی ونشوای کولای د دغو بریدونو مخه ونیسي خپل استعفی لیکونه وړاندې کړل. جنرال عبدالغفار سعیدزاده د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو آمر وویل، چې موږ د کابل د امنیت مسوولیت په غاړه لاره، موږ د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلو او نه غواړو د نورو خلګو د مرګ ژوبلې مسوول شو. د کورنیو چارو وزارت د وینا بر بنسټ، د کابل امنیه قوماندان او مرستیال یې هم د استعفی ټکل کړئ دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري وایي چې د کورنیو چارو وزیر له دغو دریواړو چارواکو غوښتي دي څو د څېړنو تر بشپړېدو پورې خپلو دندو ته دوام ورکړي او بیا به پرېکړه وکړي چې د دوی استعفی لیکونه ومني او که نه.