دزمري ٩مه کال ١٣٨٤
بېښور : : ننداره
په پېښور کې دا مهال د افغان کډوالو دوه شخصي پوهنتونونه افغان محصلين مني خو د افغانستان دولت دغه پوهنتونونه په رسميت نه پېژني او ادعا کوي چې خارج له سرحد نه يو پوهنتون هم په دوى پورې اړه نه لري _ اريانا افغان پوهنتون او دابدالي د لوړو زدکړو انستي تيوت له تير يو کال راهيسې د لوړو زدکړو لپاره هلکان اونجونې قبلوي _ ددواړو پوهنتونونو چارواکي ادعا کوي چې دوى د مجربه استاذانو ، د باستعداده محصلينو او د کابل پوهنتون له نصاب څخه برخمن دي او د افغانستان ددولت نه د رسمي کېدو غو ښتنه کوي _ په پېښور کې د افغانستان قونصل ګرۍ وايي دوى ته ددولت له خوانه ددغو پوهنتونونو د بندولو پرېکړه ليک وار دمخه صادرشوى خو د رسمي کېدو په اړه ورته تر اوسه څه نه دي ويل شوي _ابدالي انستي تيوت او اريانا افغان پوهنتون دافغانستان ددولت له خوا په رسميت د نه پېژندل کېدو باوجود خپل محصلين دوهم کال ته بريالي کړل _ په نوموړو پوهنتونونو کې دطب ، انجينيرۍ ، ژورنالېزم ، اقتصاد او د حقوقو او سياسي علو مو په څانګو کې محصلين پر زدکړو بوخت دي _ داريانا افغان پوهنتون يوې محصلې شګوفې بېنوا ته وويل (( دافغانستان دولت بايد زمونږ پوهنتون په رسميت وپېژني ځکه چې زمونږ کورونه دلته دي او د لوړو زدکړو لپاره افغانستان ته نه شوتللى _))
خو د ابدالي انستي تيوت استاد حضرت الله حبيبي بيا وايي (( که دولت زمونږ سره کومک ونه کړي _وېره ليدل کېږي چې دغه محصلين به په بدولارو سر شي _))
داريانا افغان پوهنتون رئيس عبدالحق دانشمل بېنوا ته وويل (( په پاکستان کې اوس هم درې مليونه افغانان ژوند کوي _ دټولو کډوالو اولادونه د لوړو زدکړو دپاره افغانستان ته نه شي تللى اونه دولت د ټولو د جذبولو ظرفيت لري
نو اړينه ده چې مونږ دلته دکډوالو نجونو او هلکانو د روزلو دنده په غاړه واخلو _)) دم ګړۍ ته دافغانستان دولت په خپل او د يادو شوو پوهنتونونو چارواکي او زدکوونکي په خپل هوډ کلک ولاړدي _ ګټه به دچا وي او څوک به خپله خبره په بل ومني دا به وروسته روښانه شي