The News:ملابرادر به افغانستان ته راوړو، کرزی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33497

دخبریدو نیټه : 2010-03-02

 

سرچینه: د پاکستان ده نیوز ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس  جلالزی

د پاکستان The News ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ورځپاڼې د مرکې څيني برخي خپرې کړي چې مهم ټکې یې د بینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو ته وړاندي کیږي.


The News ورځپاڼه کاږي چې حامد کرزي په خپله دغه مرکه کې کابل ته د ملا برادرد سپارلو غوښتنه  کړي هغه څه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم اسلام آباد  ته په خپل وروستي سفر کې له  خپل پاکستان سیال څخه غوښتي وو.


ملا عبدالغني برادر د طالبانو دوهم نمبر قوماندان وو چې څه باندې یوه میاشت دمخه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو.
کرزي ویلي چې د ملا برادر اخند د برخلیک په اړه باید د هغه په پلرني ټاټوبي افغانستان کې تصمیم ونیول شي او له همدې امله یې له پاکستان څخه کابل ته د سپارلو غوښتنه کوي.


کرزي ویلي چې د ده حکومت به ډیر ژر پاکستان ته یو رسمي غوښتن لیک هم واستوي چې پکې به د کابل حکومت ته د ملا عبدالغني برادر د سپارلو غوښتنه وشي.


 The News ورځپاڼه لیکي چې پاکستانيو استخباراتو هم ځکه کابل ته د ملا برادر په سپارلو کې تر اوسه پوري کندي کړي چې پاکستان له هغه څخه د یو لړ مهمو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره تحقیق جاري ساتلی دی.

کرزي ورځپاڼي ته ویلي چې په دغه درخواستۍ کې به له پاکستان څخه د طالبانو د نورو مشرانو د تر لاسه کولو غوښتنه هم وشي چې په تیرو څو کلونو کې د پاکستاني چارواکو له لوري د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کې نیول شوي او اوس بندیان دي.


د بینوا ویب پاڼي مینه والو دغه ورځپاڼه لیکي چې د کرزي دغه درخواست یوه ورځ وروسته تر هغه د دوي له لوري خپور شو چې د پاکستان یوې محکمې د پاکستان له خاورې د ملا عبدالغني برادر او څلورو نورو کلیدي طالب مشرانو د  نه وتلو حکم صادر کړ.


محکمې دغه حکم وروسته تر هغه صادر  کړ چې د پاکستاني چارواکو په منځ کې داسي خبرونه خپآره شول چې ګواکي ملا برادر کابل ته حواله کیږي.
ورځپاڼي له حامدکرزي څخه په نکل ویلي چې ملا برادر او د نورو افغاني طالبانو مشران افغانان دي او د هغوي راتلونکي له افغانستان سره تړلې ده نو له همدې امله د هغوي راتلونکي باید په افغانستان کې تعین شي .
حامد کرزي په خپله دغه مرکه کې هغې پوښتنې  ته ځواب و نه ویل چې آیا ملا برادر اخند به د دوي له لوري محاکمه شي او که به له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د یوې مهرې په توګه وکارول شي.
د ملا برادر اخند تر نیولو وروسته هغه پوښتنه تر اوسه لا ځوابه  پاتي ده چې ایا دا کس څرنګه ونیول شو او برخلیک به یې  څه وي؟


ده نیوز پاکستانۍ ورځپاڼه د سیمې د حالاتو له یو شمیر کارپوهانو په نکل کاږي چې پاکستانیو استخباراتو ملا برادر ځکه ونیوه چې هغه د افغانستان له حکومت سره د سولې په باب غیر مستقیمي خبري پیل کړې وي پرته له دې چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره په دې باب خبري وکړي هغه اداره چې د کارپوهانو په باور په تیرو څو کلونو کې یې له طالبانو سره مالي او تسلیحاتي  مرستي کړي دي.


د نیوز ورځپاڼه په پای کې لیکي چې، د پاکستان لپاره اوس دغه مسله چې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمي او غیر  مستقیمي اړیکي نیسي دا  معنی لري چې پاکستان به په افغانستان کې خپلي ستراتیژيکي موخې له لاسه ورکړي او هغه طالبان چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره کارول کیږي له افغان دولت سره یو ځای شي.