نیوزویک : لشكر طيبه به يوه نوې القاعده وي؟ (۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33525
ژباړن جاويد صبوري
دخبریدو نیټه : 2010-03-02


وروستۍ برخه
نيوز ويك، جيرمي كاهان
كه څه هم لشكر طيبه خپله هر ډول لاس وهنه په افغانستان كې ردوي، خو د امريكا متحدو ايالتونو امنيتي كارپوهان وايي چې لشكر طيبه په لومړي ځل د امريكايي ځواكونو پر وړاندې جنګېدلو لپاره خپل وسله وال په ۲۰۰۶ كال كې افغانستان ته ولېږل، او په ۲۰۰۸ كال كې هغوى په هغه ۲۰۰ كسيزه وسله والې ډلې كې شامل وو چې په واناټ )كامدېش( كې يې پر يوې امريكايي پستې بريد وكړ او نهه امريكايي سرتيري يې ووژل، چې تر هغه مهاله پورې په افغانستان كې د امريكا له محدودو ماتو څخه تر ټولو خرابه یې وه.
داسې شواهد شته چې لشكر طيبه په يوه وخت كې هوډ وکړ چې په هند كې پر لويديځو موخو دسيسه جوړه كړي او ورسره جوخت خپل فعاليتونه په افغانستان كې هم پيل كړي. په ۲۰۰۷ كال كې هغوى خپل يو روزل شوى هندي، رياض الدين ناصر د ګوا ساحلي تفريح ځاى ته ولېږو  څو د لويديځو او اسرائيلي اهدافو پر وړاندې بريدونه طرح كړي، خو له نيكه مرغه ناصر مخكې له دې چې خپلې موخې ته ورسيږي، ونيول شو. له دې سره سره لشكر طيبه د لویديځ او يهودي موخو په نښه كول بس نه كړل. د ممبی ترهګريزو بريدونو يوازينى ژوندى پاتى شوى ترهګر، اجمل قصاب پوليسو ته وويل چې بريد كوونكو ته ويل شوي وو چې امريكايیان، انګریزان او اسرائيلان جلا كړي، "ځكه هغوى له مسلمانانو سره زور زياتى كړى".
هغه څه چې زيات شمير هندي او غربي استخباراتي مامورين ويروي، هغه د لشكر طيبه پراخېدونكې نړيواله شبكه ده. له هماغه پيل څخه د لشكر طيبه او القاعده تر منځ اړيكې په زياتېدو دي. په ۲۰۰۲ كال كې، ابو زبيده چې ويل كېږي په۱۹۹۸ كال كې په افريقا كې پر امريكايي سفارتونو د بريدونو اصلي طراح و، د پاكستان په فيصل آباد ښار كې د لشكر طيبه له يوه پټنځاى څخه ونيول شو. د القاعده يو مشكوک بل فعال چې په ۲۰۰۳ كال كې ونيول شو، امنيتي چارواكو ته وويل چې هغه لږ تر لږه دولس كسه د امريكا پر ضد بريدونو لپاره د لشكر طيبه له كمپونو څخه راغونډ كړل. تر دې وروسته، لږ تر لږه يو له هغو كسانو چې د لندن زيرزميني بم كېښودنه يې ترسره كړې وه، چې وروسته يې القاعده پړه په غاړه واخيسته، د لشكر طيبه روزنيز كمپ ته تللى و. همدا راز لشكر طيبه، القاعده سره مرتبط هغه نيول شوي ترهګرو ته چې غوښتل يې له لندن څخه امريكا ته تلونكي لس الوتكې والوځوي، هم مالي امكانات چمتو كړي وو. د ۲۰۰۹ كال په مارچ مياشت كې د انګلستان يوې پارلمانې كمېټې داسې نتيجه ګيري وكړه چې القاعده او لشكر طيبه "د يو ځای كېدو ټکي" ته رسيدلي او خپلې كړنې سره همغږي كوي. راېډل وايي: "د لشكر طيبه مشرانو اوس ځانونه په عمل كې د القاعده او نړېوال جهاد له موخو سره برابر كړي." 

ځينې شنونكي په دې اند دي چې د لشكر طيبه شبكه د اسامه بن لادن له شبکې څخه پراخه ده. القاعده برعكس د افغانستان او پاكستان لرې پرتې پولې په اوږدو كې په تېښته ده، لشكر طيبه ځينې ځايونو كې آزاد فعاليت كوي، هر كال زرګونه ځوانان د جهاد لپاره روزي )البته له دغې ډلې څخه ډير لږ شمير ترهګريزو بريدونو ته انتخابيږي.(

د ځينو اټكلونو له مخې په تيرو ۲۰ كلونو كې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ كسانو په دغو كمپونو كې روزنه ليدلې چې په كې سلګونه كسان له اروپا او شمالي امريكا څخه وو. ځينې تربيه شوي كسان بيرته خپلو كورونو ته ستانه شول، چيرته چې ښايي هغوى د لشكر طيبه لپاره په پټه كار كولو ته ادامه وركړې. د نژدې ختيځ لپاره د واشنګټن انسټېټوټ په وروستي څېړن پاڼه كې راغلي چې دا ډله له خليج څخه د پيسو غونډولو او لوجستيكي او فردي استخدام د مركز په توګه كاروي. هغه چارواكي چې په"بوټانو كې د بمي بريد" تحقيقات كوي، وايي چې هغوى "داسې چينلونه پيدا كړل چې په پاكستان كې د لشكر طيبه كمپونو ته له فرانسې څخه رضاكاران لېږل." د هغوى په وينا دې ډلې د ويلي برېجېټ په نوم يو فرانسوي په ۲۰۰۳ كال كې استراليا ته لېږلې و څو د بريدونو په ترسره كولو كې مرسته وكړي. د راېډل په وينا لشكر طيبه "په انګلستان، په ټولو خليج هېوادونو كې، نيپال، او بنګلديش، او تر ډيره بريده ښايي چې په متحدو ايالتونو او كانادا كې ځالې لري." د دې ځالو زياتره برخه اوس مهال د هند پر وړاندې بريدونو لپاره د لوجستيكي موادو چمتو كولو ته- چې د پيسو راغونډول او افرادو له استخدام نه نيولې تر سيم كارتونو چمتو كولو او مالوماتو راغونډول پورې- محدوده كړې.   
تير پسرلې كې د اېف بي آى مشر رابرټ ميولر له هغو هيوادونو څخه چې په اصطلاح له ويزې لرلو څخه معاف دي، لكه فرانسه او انګلستان، چې اتباع يې اجازه لري پرته له ويزې څخه يوازې له يوې امنيتي پوښتنې وروسته امريكا ته ننوځي، د لشكر طيبه د فعالينو له راتګ څخه اندېښنه څرګنده كړه. خو د هېډلي په څير نور كسان بايد امريكايي پاسپورت ولري. له ۲۰۰۳ كال راهيسي كابو دولس كسان چې د ويرجينيا جهادي شبكې ممكنه غړي وو، د ترهګرۍ تړاو تورونو او لشكر طيبه سره د مرستې كولو او يا د هغوى روزنيزو كمپونو ته د تللو په هڅه كولو تورن شوي. د دې ډلې غړو په امريكا كې د لشكر طيبه يوه فعال سره مرسته وكړه چې شپې ليد وسايل، د مرمۍ ضد واسكټونه، واېرلس وېډيويي كامرې، او ان ناسپاره هوايي وسايل  وپلوري او بيا يې پاكستان ته ولېږي. د ولسمشر جورج ډبليو بوش پر مهال د ترهګرۍ ضد مبارزې كې د ملي امنيت په برخه كې مرستيال مشاور جون كارلوس زرات په وينا، د لشكر طيبه د دغه نړېوال كېدنې يوه پايله دا ده چې واردمخه "هغوى د القاعده شبكې د ځاى ناستې لپاره خپله زيربنا جوړه كړې." هغه زياتوي، كه آن لشكر طيبه په خپله په اروپا يا امريكا كې بريدونه نه طرح كوي، هغه به خپل نړېوال فعالين د داسې يوه بريد د ترسره كولو لپاره القاعده ته وركړي.

ګڼ شمير شنونكي وايي په تخنيكي لحاظ د لشكر طيبه پېچلتيا، دغه مساله د تشويش وړ جوړوي. د ممبی بريدونو د پلان جوړولو استثنایي وخت ونيو. ترهګرو په آزاد سمندر كې د كب نيونې يوه هندي بيړۍ وتښتوله، د جي پي اېس وسيلې په ذريعه يې د ممبی لار پيدا كړه، يوې پمپ شوې كښتۍ كې كښېناستل او له تورتم كېدو سره د ممبی په ساحل كې كښته شول او په څو موخو يې په پرله پسې توګه بريد وكړ. بريدكوونكو ډلو د خپلو موخو پيدا كولو لپاره له جي پي اېس څخه كار اخيستو او د خپلو موخو د ښه موندلو او ننوتلو لپاره يې د ګوګل له تصويرونو، ويډيويي فلمونه څخه هم كار اخيستى و. بريد كوونكو د لشكر طيبه له غړيو سره د تليفون له لارې په تماس كې ول. دې غړو هم د دې لپاره چې و نه موندل شي له انټرنېټي تليفون څخه كار اخيستو او د نړېوالو چينلونو له مخامخ تصويرونو څخه يې د دغو عملياتو رهبري كولو لپاره كار اخيستو. هغوى همدا راز پوهيدل چې څرنګه د نړېوالو رسنيو پام ځان ته راواړوي. د انګلستان استخباراتي شبكې د عملياتو او استخباراتو برخې پخوانى مشر نېجيل اېنكسر په وينا، "زما داسې هيڅ ډله نه ياديږي چې په دومره پيچلتيا سره يې څه ترسره كړي وي." د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد تر ټولو لوړپوړى چارواكى بينجمين ويلي چې يوازينۍ ډله چې كولاى شو هغه لشكر طيبه سره د اندازې، پيچليتا، نړېوال ظرفيت او موخو له پلوه پرتله كړو، هغه د ايران لخوا ملاتړ كېدونكې د حزب الله تروريستي ډله ده.       

د لشكر طيبه پر وړاندې جګړه به د القاعده په وړاندې جګړې پرتله لا ستونزمنه وي. كه پاكستان نه غواړي چې د پولې په اوږدو كې د القاعده شا ونيسي )يا متحدو ايالتونو ته اجازه وركړي چې د هغې شا ونيسي(، د لشكر طيبه په نښه كولو كې يې ليوالتيا نوره هم كمه ده. د القاعده برعكس، لشكر طيبه په پنجاب او كشمير كې د خيرات وركولو لويه څانګه لري، چې له لارې يې ښوونځي، د امبولانس آسانتياوې، سيار كلېنيكونه، د ويني بانك او داسې نور چلوي. لشكر طيبه په كشمير كې د ۲۰۰۵ كال له ويجاړونكې زلزلې وروسته د بشري خدمتونو ترسره كولو له لارې ډير زيات محبوبيت ترلاسه كړ. د هغوى پر وړاندې هر ډول اقدام كولاى شي شديده ناكرارۍ او آن كورنۍ جګړې ته لمن ووهي. لشكر طيبه او پاكستاني پوځ دواړه د پنجاب له بېوزلو خلكو له منځ څخه ګڼ شمير كسان نيسي، اكثراً هم له هماغه ورته كورنۍ څخه. د لشكر طيبه بشري مرستو څانګې او پاكستاني ځواكونو په ګډه له هغو بې كوره شويو ملكيانو سره مرسته وكړه چې له طالبانو څخه د سوات درې نيولو لپاره د پوځ د بريد له امله بې ځايه شوي وو. زرات وايي چې په اسلام آباد كې ګن شمير چارواكي په دې پوه شوي دي چې دا ډله په يوه ګواښ بدله شوې، خو نه غواړي چې د هغوى په نښه كولو سره هغوى د دولت ضد كړي.

آن پرته له دې چې په مخامخه توګه پر لويديځ بريد وكړي، لشكر طيبه كولاى شي د لويديځ د ګټو پر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځ ته كړي. ډير لږ كسان داسې انګيري چې نوی ډيلي به دا ځل د پاكستان ميشتې ډلې لخوا د كوم عمل ترسره كولو په صورت كې له نظامي لاري پرته بله لار خوښه كړي. او په هستوي وسلو سمبال هند او پاكستان تر منځ هر ډول جګړه به د دې شونتيا له ځان سره لري چې له كنټروله ووځي. د هند او پاكستان تر منځ يوه وړه جګړه هم كولاى شي په افغانستان كې د امريكا ترهګرۍ ضد هلو ځلو باندې ناوړه اغېزه ولري. په افغانستان كې مېشت ناټو ځواكونو كابو ۸۰ سلنه مواد د پاكستان كراچۍ بندري ښار له لارې راځي. د هند او پاكستان تر منځ جګړه همداراز كولاى شي پاكستان دې ته پرې نږدي چې طالبانو پسې ورواخلي. بيا نو متحدو ايالتونو او ملګرو لپاره يې يوه لار ، په تهاجمي ډول په ټول پاكستان كې د لشكر طيبه ځالو لټول او د هغوى ويجاړول دي او بله يې د هند او پاكستان تر منځ د سولې ساتل او د كشمير لانجې حل موندل دي. 
يوازې يوه اونۍ وړاندې هند او پاكستان يو ځل بيا د ممبی تر بريدونو وروسته د خبرو اترو لړۍ پيل كړه، كه څه هم د كوم ځانګړي پرمختګ تمه ترې نه كېده. داسې ښكاري چې پاكستان به هله د لشكر طيبه ځپلو ته زړه ښه كړي چې د هند له لوري ورته ډير لږ ګواښ متوجه وي. خو ځيني شنونكي په نګرانۍ سره وايي چې لويديځ استخبارات اوس هم پر لشكر طيبه زيات پام نه ساتي. او دا په دې مانا ده چې كله بيا دغه ډله د خبرونو سر ټكي جوړ كړي، نو هغه به د يوه ويجاړونكي بريد وي، خو نه په ممبی كې، بلكې په منهاټن او يا ميامې كې.