سرچينه :India times
ژباړه اوسمونه :عبدالمقيم افغان-هندوستان
دهندوستان دولت وايي چي پاکستان بايد دامريکا لخوا ورکړل شوي وسلې يوازي دالقاعده او طالبانو دځپلو لپاره وکاروي.
دا خبره نن دپنج شنبي په ورځ د هندوستان د دفاع وزير(اي.کي انټوني) په نوي ډيلي کي رسنيوته وکړه. نوموړي وويل دامريکا متحده ايالات بايد موږته دا ډاډ راکړي چي پاکستان ته ورکړل شوي پوځي تجهيزات به يوازي د القاعده اوطالبانو پر ضد کارول کيږي او هند ته به کوم ګواښ نه پيښوي.
دده په خبره چي موږځکه انديښمن يو چي له تيرو تجربو دا په ډاګه شوي چي څرنګه اسلام اباد دامريکا لخوامرسته شوي وسلي ددي پر ځاي چي دالقاعده اوطالبانو دځپلو لپاره کارتري واخلي دهندوستان پر ضد استعمالوي.
دا پداسي حال کي ده چي امريکا پدي پلمه و اسلام اباد ته خپلو پوځي مرستو ته پراختيا ورکړي،چي ګواکي له القاعده اوطالبانو سره په جګړه کي دپاکستان دولت ورځني کارواخلي. چي تيره ورځ دامريکا دمتحده ايالاتو هوايي ځواکونو اعلان وکړ چي په روان زيږديز کال کي به پاکستان ته 18 (ايف 16) ډوله جنګي الوتکي ورکړي،او څو ورځي وړاندي يي پاکستان ته د 1000 دلايزر پوسيله کنټروليدونکي بمونه ورکړل.اوپاکستان هم امريکا ته د خپلي وفادارۍ دښودلو لپاره په پرله پسي ډول څولوړ پوړي افغان طالبان په خپله خاوره کي ونيول،اودالړۍ لا روانه ده چي نن دپنجشنبي په ورځ دپاکستان دولت د ملامحمد عمر زوم اغاجان دنيولو خبرهم ورکړ.
داچي هند هڅه کوي له پاکستان سره لانجه د ډيپلوماتيکي خبرو له لاري حل کړي ،خودکابل د تيري اوونۍ بريدونو چي نهه هندي وګړي هم پکښي ووژل شول او هند يي پړه پر پاکستاني طالبانو لښکر طيبه باندي ور واچوله،نور هم ددي دواړو هيوادونو پر اړيکو بده اغيزه وکړه ،نو پداسي حالت کي له پاکستان سره دامريکا زياتو مالي مرستو د هند دولت خورا انديښمن کړي.