ټورنټوسن : اوباما باید ګران بیه اټومی وسلې ختم کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33634
ژباړن : نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2010-03-07

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۰۱۰/۳/۷

د امریکا « سوله ییز ولسمشر » دا جرأت نه لری چی اټومی وسلې له منځه یوسی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به ډیر ژر « د اټومی وسلو له سره کتنه » مرعی الاجرأ کړی یعنی هغه دنده چی هر ولسمشر یې باید سر ته ورسوی . د نوبل د سولی جایزې ګټونکی باید فیصله وکړي چی د امریکا د ۵۵۰۰ اټومی وسلو سره  چی کولای سی هغه د مځکی کره لږ تر لږه پنځه واره له منځه یوسی ، څه وکړی .

اوباما چی د دفاع د وزیر رابرټ ګېټس تر خورا ډیری اغېزې لاندی دﺉ ، غواړي د امریکا د اټومی وسلو او اړونده فابریکو د نور عصری کولو لپاره اووه بلیونه ډالره مصرف کړی . دا په داسی حال کی دی چی امریکا مفلسه سوې او د پور په روپیو چلیږی .

ولسمشر په دې تمه دی چی د هغی تګلارې څخه انکار وکړی چی زیاتو دیموکراتانو غوښتې او هغه دا چی امریکا به د دې وسلو « لومړنی استعمالونکی نه وی » او د هغې اصلی هدف د امریکایی اټومی وسلو د حملې د مخنیوي بیا تاییدول دی . دﺉ به احتمالأ دا اختیار ځانته ورکړی چی پر هغو غیر اټومی هېوادو او امریکایی ضد ډلو باندی اټومی وسلې استعمال کړی چی که یې پر امریکا باندی کیمیاوی یا بیالوجیکی وسلې استعمال کړې .

امریکا او روسیه یو داسی تړون ته رسېدونکي دي چی له مخی به یې هر یو د خپلو ځای پر ځای کړو ستراتیژیکی اټومی بمونو څخه ۱۰۰۰ ـ ۱۰۰۰  لږ کوی یعنی هر یو به ۱۵۰۰ ـ ۱۶۷۵ دانې ولری . خو د دې لږښت ډیره برخه به  د دې سرګلولو زخیره کول وی نه دا چی فعال اټومی بمونه بیخی له منځه یوسی . په زرګونو نور  تاکتیکی اټومی بمونه به همداسی پاته وی ، سره له دې چی واشنګټن دا اشارې رسوی چی د هغو یوه برخه به د اروپا او آسیا څخه را ټولوی .

خو پوښتنه دا ده چی د امریکا د اټومی وسلو هدف څه دی چی د کاله اټکل ۵۲ بلیونه ډالره مصارف لری ؟ عادی نظر خو دا دی چی دغه اټومی وسلې پر امریکا او د هغه پر ملګرو د هر ډول اټومی برید پر ضد وروستیً ځواب دی . خو د بوش د حکومت څخه را وروسته افراطي ښیً لاسي پر دې ټینګار کوی چی کوچنۍ اټومی وسلې دې تر مځکی لاندی اهدافو ـ لکه ایرانۍ اټومی دستګاه چی ده ـ او یا هم پر چریکی ډلو باندی استعمال سی . یو نوﺉ کوچنی تاکتیکی اټومی بم چی هماغه « اسلامی چاودنه » ده ، تر غور لاندی نیول سوې ده .

بېله پوځی ارزښته
جمهوریت غوښتونکو یو ځل بیا د شمالی کوریا او ایران لخوا د احتمالی اټومی تهدید په هکله د جنګ ډُول غاړې ته اچولی دی . هغوی اوباما په دې ترټی چی د امریکا د سترو اټومی وسلو په ګوښه کولو او کوټه کولو سره خپله بې وفایی ثابتوی . خو دغه بې عقله جمهوریت وال بېره اچونکي نه پوهیږی یا متوجه نه دي چی شمالی کوریا خو اوږده واټنیزه اټومی وسلې نه لری او هغه  غواړی چی د امریکا د کومی احتمالی اټومی حملې پر ضد د دفاع لپاره خپلی اټومی وسلې ولری . او بل دا چی ایران خو تر اوسه اټومی وسلې نلری او ځکه نو امریکا ته کوم څرګند  تهدید هم نه دی .
تقاعد سوي امریکایی جنرالان او پوځی قوماندانان پرله پسې دا وایی چی ټولی هغه اټومی وسلې دې راغونډی او ګوښه کړای سی چی خورا ګرانی دي او کوم پوځی ارزښت هم نه لری .

په ۱۹۷۰ کی د ملګرو ملتونو د اټومی وسلو د نه خپرېدو تړون پر ټولو امضأ کونکو د اکښېښودله چی ژر تر ژره دې خپلی اټومی وسلې له منځه یوسی . خو امریکا ، برتانیه ، فرانسه ، روسیه او چین د دې تړون څخه سرغړونه کوی . اسراییلو ، پاکستان او هند خو د هغه د لاسلیک څخه حتی ډډه کړې ده او په پټه یې خپل خپل اټومی تسلیحات جوړ کړي هم دي .

په ۱۹۸۰ کلونو کی شوروی مشر میخایل ګورباچوف د زړه له اخلاصه د ټولو اټومی وسلو له منځه وړل پیشنهاد کړ ، خو ولسمشر رونالډ ریګن په احمقانه توګه د دې څخه انکار وکړ چی د امریکا اټومی وسلې راوپیچی .

نو « د سولی ولسمشر » بارک اوباما دا فرصت لری چی د امریکا د بې فایدې اټومی وسلو له غمه ځان خلاص کړی ، یا لږ تر لږه هغه په لسګونو ستراتیژیکی توغندیو ته را لږ کړی . خو که اوباما د اټومی کړنلارې یو څه محدودول غواړی ، نو هلته بیا د امریکا د زیاتېدونکی پیاوړی ملی امنیت پیچلتیا شتون لری او خښمېدلو جمهوریت غوښتونکو نوموړﺉ سره کښېکښلی دی چی اټومی وسلو ته باید همداسی پایښت ورکړی .


په عین حال کی پنتاګون خپل نوﺉ سیسټم په بیړه مخته بیایی چی « نړیوال ګړندﺉ غبرګون » یې بولی او هغه دا دی چی امریکا به په خپلو اډو کی منظم توغندي ځای پر ځای کوي چی هغه به د مځکی د کرې پر هره برخه بېله ځنډه برید  وکولای سی .
که چیری دغسی یو توغندی پر کومو اسلامی جنایت کارانو وتوغول سی ، نو روسیه او چین به هغه پر دوی باندی کومه اټومی حمله نه انګیری . په ۱۹۹۵ کی شوروی هوایی مدافعې یو نارویژﺉ ساینسی توغندﺉ په غلطه سره امریکایی اټومی برید ګڼلی و ( لیکوال دلته شوروی ذکر کړی دی حال دا چی شوروی په ۱۹۹۱ کی لا مړ سوﺉ و ـ ژباړن ) . نو شوروی اټومی توغندي په صرف څو دقیقو کی دې حالت ته ورسېدل چی پر شمالی امریکا باندی ور وتوغول سی . سوړ جنګ د دغسی ډارونکو درواغجنو اټومی تیارسیو څخه ډک دی .

نړیوال اټومی بې وسلې کول دا معنا لری چی د برازیل ، اسراییلو ، هند ، پاکستان ، دواړو کوریاوو ، او تایوان په شمول ټول اټومی وسلې لرونکي ځواکونه په ټینګه تفتیش کړای سی . دوه اړخیزه او نړیوال تفتیش یې یوازینیً ځواب دی . د دې کار ښه بیلګه به دا وی چی اسراییلی کارپوهان ایران تلاښي کړي او ایرانیان بیا اسراییل تلاښي کړی .

امریکایی ولسمشر اوباما باید لومړی د امریکا د اټومی وسلو د خورا لږښت لاره خپله کړي ، او بیا هغه بیخی پای ته پسی ورسوی . دا چی دغسی معقوله تګلاره به څونه بې نتیجې سی ، واضح نه ده خو سیاسی تصمیم او زړه ورتیا یې واضح ده .
هو ، دا کار پر هغه یوازیني هېواد باندی لازم دی چی په خپل غضب سره یې د بشریت د خلاصون لپاره همدا وحشت اچونکي وسلې استعمال کړي هم دي . پای