CNN: د کرستال سترګي د کندهار امنیت ته دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33718

دخبریدو نیټه : 2010-03-10

  
CNN: د کرستال سترګي د کندهار امنیت ته دي


سرچینه: CNN


Kabul, Afghanistan

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا سي ان ان خبري چینل په یوه مقاله کې د افغانستان د جنوبي کندهار ولایت د امنیت په اړه په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کرسټال هغه څرګندوني را اخیستي چې وايي واقعاً غواړي کندهار خوندي کړي .

سې ان ان کاږي چې کرسټال د جنوبي افغانستان د خوندي کولو د پروګرام په لړ کې دا ځل په کندهار کې د پراخو عملیاتو د پیلولو تابیا لري.

د دغه خبري چینل په لیکنه چې امریکايي او د ناټو نورجنرالان پلان لري چې دغه عملیات د عیسوي کال په تقریباً نیماېې کې پیل کړي خو ناټو غواړي چې دمګړۍ سیاسي پلټ فارم دغو عملیاتو ته جوړ کړي چې په دغه برخه کې د ناټو ملکي او پوځي جنرالان عملاً له افغان مشاورینو سره په ګډه کار کوي.

سې ان ان کاږي چې امریکا اوس غواړي په کندهار کې هم خپل هغه آرمان پورته کړي چې په مارجه کې یې لرل او ویلي وو چې غواړي د  مارجه والو زړونه خپل کړي.
جنرال کرسټال ویلي چې د افغانستان په جګړو کې مو ډیر څه زده کړي او جګړه هغه مهال ستونزمنه ده چې د افغانانو د کلتور پر ضد کوم اقدام پکې تر سره شي، خو مونږ په کندهار کې سیاسي پلټ فورم لومړۍ جوړوو او وروسته بیا نظامي عملیات ورپسې دي.

نوموړي ویلي چې دی په دې باور دی چې د کندهار د عملیاتو مهمه برخه هغه ده چې مونږ د ولس منځ ته ننوزو، او مونږ به دا موکه تر لاسه کړو چې یوازي هغه څه نه کووچې خلک یې غواړي بلکې د دې تر څنګ به د هغوي له منځ څخه داسي عملیاتو وکړو چې دي پکې د آرامۍ احساس وکړي.

سې ان ان له مک کرسټال څخه په حواله کاږي چې له افغان دولت اونړیوالو متحدینو سره به په کندهار کې داسي عملیات په لاره واچول شي چې ولسي خلکو او حتی طآلبانو ته ور وښول شي چې عملیات څومره ښیې پایلي لري  او دغه پایلې په هر چا څومره ښې اغیزي لرلای شي.


سې ان ان لیکي چې  که  څه هم کرستال د کندهار د علملیاتو دقیقه نيټه په ګوتو نکړه خو هغه وویل چې د دوبې له پیل سره به د کندهار په علاقه کې پوره بهرني سرتیري حضور ولري.

سې ان ان لیکي چې  په کندهار کې د عملیاتو لپاره د مک کرستال پلان چې وایې د طالبانو زور به اوبه کړي د جنوبي افغانستان لپاره  د ترهګرو د ځپلو د هغه تهاجم پیلامه ده چې په مارجه کې پیل شوی وو.