غریبي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33758
محمداصف فدائې
دخبریدو نیټه : 2010-03-11

دمحبت ياغي دنياده
غريبې مينې زړه کې څوک نه ځايوينه

دمور پلار يوا ځينی زوی وم  دژوند ټوله زمينه يې راته دهوسا ينې وړ ګرځولې وه . ما دځلميتوب پړاوونه لکه ودزيرۍ اسپې غوندې تېرول دژوند په ښېګڼو بد ګڼو خو لاتر ډېره وخته نه پوهېدم .دژوند په تروږمۍ کې ډوب وم . پلار مور بې چاره ګانو ته خومې دهرې خبرې ځواب ورکاوه . دعقل واګي مې دجنون په واک کې وې . شپه ورځ به د همزولو سره دموسيقۍ دبنډارونو په ننداره بوخت وم دژوند خوندورو شېبو به تل را ته خپله غېږه پرانېستې وه . دهمزلو په ټولګي کې تر ما زړور او ښه ځوان نه تر سترګو کېده زما په ياغي لېوني دوران خو ډېرو پېغلو زړونه بايللي وه  هر چابه راته دژوند دملګري پيغامونه ډالۍ کول پلاراو موربه مې تل زما په جهالت له سپېڅلو سترګو معصومې اوښکې څڅولې  زمادزړه دفتحې په تکل زموږ تر څنګ ديوغريب ګاونډي احمد کاکا لورهم شنډې چيچلې  د دې غټوسترګو دنګې ونې زما دزړه ناولې هېنداره  خوځوله   وخت د تلوېزيون دانځور په څېر داستقامت لړۍ وشلوله  ځمکې هم څوځله دکپړو  تبادله  ترسره کړه داحمد کاکا دکور ډېوې  هم دځلا کرامت ته لمن ووهله  دايوه معصومه فرښته  وه چې له کوچينوالي يې له ماسره  دمينې دژمنې تبادله کړې وه  دې به هم زما په جهالت له شفافوکسو څخه په افسوس بار اوښکې څڅولې هغې ماته څه نه ويل  ځکه هغه دحيا مالګه وه  زه خو دلېونۍ مياشتې شغالانو لمسولی وم دژوند په ارزښتمنو شېبو چېرته پوهېدم  والله که مې داخيال ؤ چې نړۍ څوډانګه ده  وخت دپرموښۍ په څېر بدل شو دپلارمور دمخ پّه سپېڅلې کاسه کې  دزړښت کر ښې را وپنځېدې دځواکمنۍ واګي ترې دناتوانۍ شېبو مېلمانه کړل  خوزه هماغسې لکه ماشوم دلېونتوب په پنجوکې الول کېدم دناپوهۍ له امله خومې دګاونډي احمد کاکا دزوی سره  يوه لانجه په دې هم پېښه شوه چې راته يې پيغورراکړ که ته سړی وای دپلا رمور خبره به د منلې وای  خدای شته همغه شېبه دومره غوسه راغله  چې داحمدکاکازوی  فريد مې دځمکې خټکی کړ په دې پېښه خومې دګاونډي سره اړيکې چندانې ښې نه وې  خوکله چې دفريدخور وږمه ددې پېښې څخه خبره شوې وه  دومره يې ژړلي ؤ چې له سترګوڅخه يې داهنګر داغ اوسپنه جوړه وه دری شپې په نوه ناسته وه .شنډويې دوينو پتري نيولي ؤ هره شېبه به يې ز ما په حال ياِغي اوښکې دګريوانه په نااميده هديره راڅڅولې دلته به مې پلار مور  خدای ته زما دلارښونې لاسونه جګ په دعا نيولي ؤ دهدايت غوښتنه به يې کوله مور پلار غريبانو مې ماته دکوژدې  تصميم ونيو فکر يې کاوه چې ګوندې دانسانيت له برخې برخمن شي  خو ددې خبرې يادول راته دچا له وس وتلې وه ځکه څوک چې دناز په زانګو کې لوی شي دهغه هرنظر داتوم بم جوړېږي  خو څه به د خوب پرموښۍ درباندې راولم شپې ډارنې پردې راخورې کړې ډوډۍ مو وخوړه  چای څښلوته مې پښه په پښه واړوله مور پلارمې سوي اوسېلي له زړه راکاږي  په هراوسيلي کې يې دڅښتن دغضب پرښتې ټوپونه وهي فضا دخاموشۍ استعمارپلی کړی  يواځې سوي اوسيلي دي چې دا خاموشي ماتوي همداشېبه   مورراته داوښکو ډکې سترګې راپورته کړې په هره اوښکه کې يې دترحم خروارونه پراته ؤ راته وايي بچيه ژوند له هېچاسره دوفاژمنې  نه دي تر سره کړې  ژوند  دناهيليو ښوونځی دې چې پکې د ذده کوونکي نهايي  هدف دګور توره شپه ده  زما اوپلار په خوښه دې غواړو درته دژوند ګوړه پيداکړو موږ ته هم دځوانۍ منګ نه دی راپاتې  زموږ داهيله ده چې په خپل ژوند  درته په کورکې دژوند ډېوه ولګوو  بچيه لږفکر وکړه ترڅو به په نشو تماشو کې ډوب وې  واده دکورپرده ده واده  دپيغمبر سنت دی واده دبې اخلاقۍ څخه دنجات لارده   په دې خبره خومې اعصابو له واره کار پرېښود هيجاني ولولې مې په جوش راغلې شيطاني بدرګه راسره وه چې ګورم له څنګه مې دښېښې ګيلاس ؤ دمور په تندي مې  ورمېخ کړدمور په ټنډه مې دکتان سره پټه ورتاوکړه دپلار له خولې نه مې يوه سوې ناره پورته شوه  په هره ناره کې يې زما دبد بختۍ پيغامونه ښکارېدل  دپلار چيغې راباندې دومره اغېز وکړ چې توازن مې له لاسه ورکړ بې هوشه پرېوتم  مور مې زما په ليدو له مهربانو سترګو لپې لپې  اوښکې تويولې  هغه خوارکۍ خولا اوس هم  زما په غم کې مړه وه  زه لږڅه وخت وروسته په هوش راغلم  دمور په ټنډه کې مې لوی پرهار ښکارېده دمور دتندي وينې راته ددوزخ لمبې ښکارېدې  دپلار اوښکې راته دنابودۍفرښتې وبرېښېدې زه لا د  بېهوشۍپه حالت کې وم چې دګاونډي لور وږمه هم خبره شو ه    په څه بانه يې تر ما پورې يې خپل ځان راورساوه  وږمې  چې کله زما دمور ټنډې ته نظرشو رنګ يې دمازديګر دلمر په څېر شو  په معصومه ژبه وويل محمود جانه دخدای لپاره څوک داسې کوي هغه مور دې چې يې خوبونه  دستا لپاره  په ځان حرام کړ ي ؤ   هغه پلا ر چې  تاته يې دژوند ټولې زمينې برابرې کړې وې  تا دهغه پلار په مقابل کې دګنا ه  جرئت  څنګه وکړ  ؟ددې خبر ې په کولوسره  يې په سترګو کې نرۍ اوښکې لکه دګل په شنډو کې شبنم  را وبرېښېدې  په نرۍ مسکاکې يې زما په تندي لاس کېښود راته يې وويل محمود جانه دمور پلار نه د بښنه وغواړه جنت دمور پلار تر ًقدمولاندې دی  که دمور پلار بښنه دې نه وي  خدای دپه سل کاله نه بښي  د دې خبر ې په اورېدو مې په زړه کې دترحم  عاطفې  وږمه وچلېده دمور پلار پښې مې ښکل کړې  ددوی رضا مې لاسته راوړه په ټولو بدو مې دتوبې غوږونه ونيول ددې حالت په ليدو وږمې ستر ګې  زما په سترګو کې خښې کړې  او په پټه خوله يې راته وويل                   

دمحبت ياِغي دنيا ده
غريبې مينې زړه کې څوک نه ځايوينه
                    (فدايي)