IRNA: مبصرینو د افغانستان حالات کړکیچن وبلل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33787

دخبریدو نیټه : 2010-03-13

IRNA: مبصرینو د افغانستان حالات کړکیچن وبلل

د بهرنیو سرتیرو شتون افغانستان کې د نا امنۍ د دوام لامل دي

سرچینه: د ایرن ایرنا خبري آژانس


ترتیب: میرویس جلالزی

 

په انګلستان کې د جنوبي آسیا او افغانستان د چارو دوو کارپوهانو په یوه تلویزیوني مباحثه کې  ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو د شتون دوام لومړی په دغه هیواد او وروسته په ټوله سیمه کې د نا امنۍ لامل ګرځي.


په دغه  مباحثه کې پادي دوچرتي او رابین یاسین قصاب چې دواړه د انګلستان وتلې لیکوالان اود حالتو کتونکي دي د یوه بل پاکستاني کارپوه مرتضی پویا برخ اخیستي وه.


دغو دریو تنو د چاروشنوکو وویل چې په افغانستان کې پوځي مقابله د ګټلو وړ نده  او د افغانستان مسله باید په خپله د افغانانو له لوري د مصالحې او سیاسي ډیالوګ له لاري هواره شي.


د لندن ښار په ابرابر هوس کې په دغه جوړه شوي آزاده مباحثه کې د خیبر لارې د کتاب لیکوال پادي دوچرتي وویل: (( زه د افغانستان او پاکستان د قبایلي سیمو د حالاتو تر دوامدار څار وروسته او همدا راز د دغو سیمو په اړه د خپلو هغو تجربو په اساس چې لرم یې ویلای شم چې بهرني ځواکونه نشي کولای د افغانستان لانجه هواره  کړي)).


هغه وویل چې افغانان په هر حالت کې بهرنیو سرتیرو ته د ښکیلاک ګرو به سترګه ګوري او له همدې امله د خپل ملک په اړه د ناټو په طرحو اعتماد نلري.


د (خیبر لار) د کتاب دغه لیکوال همدا راز زیاته کړه چې د بهرنیانو په بمباریو کې د ولسي افغانانو مرګ  ژوبله په افغانستان کې د بهرنیانو په اړه د ولسي افغانانو د کینې او قهر د پاریدو لامل ګرځي او زما په باور  په دغو بمباریو کې د یوه افغان تر وژل کیدو وروسته لږ تر لږه لس نور افغانان له طالبانو او نورو دولت ضد ډلو سره یو ځای کیږي.

 

نوموړي هملند ولایت ته په ۲۰۰۶ کال کې  د بریټانوي سرتیرو ورتګ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه ، کله چې په ۲۰۰۶ کال کې بریټانوي سرتیري هلمند ته ورغلل خلکو ته یې اعلام وکړ چې دوي تر  امریکایانو ډير متفاوت دي او د دوي سیمو ته به امنیت او سوکالي راولي خو متسفانه چې بریټانوي ځواکونو هم هغه  څه تکرار کړل چې دغلته امریکايي ځواکونو تر سره کړي ول.


دغه انګلیسي شنونکي د هلمند په مارجه کې د ناټو وروستیو عملیاتو ته په کتو سره وویل چې که څه هم  دغو عملیاتو افغان او بهرنیو ځواکونو ته د طالبانو پر وړاندي په دغه سیمه کې د بریالي توب ظاهري ویاړ ور په برخه کړ خو په اصل کې طالبان دغلته له ریښو ندي ایستل شوي او اوس هم موجود دي.


دوچرتي وویل : (( کله چې بهرني ځواکونه د پرمختللو جګړیزو تجهیزاتو په مټ د طالبانو پر وړاندي په یوه سیمه کې هوايي او ځمکني عملیات پیلوي نو طبیعي ده چې طالبان یې پر وړاندي د مقاومت توان نه لري او دا د هغوي تکتیک دی چې لومړی له سیمې غیب او تښتي خو وروسته د مناسب فرصت په لټه کې وي چې څرنګه کولای شي له  عملیاتو وروسته په له لاسه تلو سیمو کې خپل دښمن وټکوي).


د مباحثې بل ګډون وال رابین یاسین بیا وویل چې په ۲۰۰۱ کال کې د ناټو لومړی هدف دا وو چې طالبان، القاعده او نور ترهګر له افغانسان څخه وباسي  او افغانستان ته بیرته د هغوي له راتګ څخه مخنیوی وکړي خو وروسته وروسته د هغوي دغلته د خپلو ستراتیژیکو موخو د تر لاسه  کولو په لټه کې شول.


نوموړی وایې  چې د ناټو او امریکا اصلي اهداف دا دي چې د منځنۍ آسیا د دروازې په توګه د افغانستان په تصرف وکولای شي چې د سیمې طبیعي زیرمو ته لاره ومومي او په دې سربیره چین او ایران هم مهار کړي هغه هیوادونه چې د نوموړي پر وینا امریکا او یو شمیر غربیان یې د پاشلو او تصرف خیال لري.


نوموړي همدا راز د منځنۍ اسیا له هیواد ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او بیا هند ته د غازو د نل لیکي د غزولو پروژې ته په اشارې سره وویل چې امریکا د طالبانو له حکومت سره هم د افغانستان له خاورې د دغې پروژې د تیریدو پر سره خبري کړي وي او اوس امریکا دغه پروژه د حامد کرزي د حکومت له لوري هم عملي کول غواړي او دا ښیې چې امریکا دغلته د طبیعي زیرمو د تر لاسه کولو په لټه کې ده او دا فرق نه ورکوي چې په افغانستان کې طالبان او که یا هم د کرزي حکومت واک ولري.


دغه انګلیسي تحلیلګر همدا راز وویل چې ناټو اوس له افغانستان څخه د باعزته وتلو د یوې داسي لارې د لټولو هڅه کوي چې په ورته وخت کې  طالبان یې پر وړاندي د بریا ادعا ونکړي.
 
په دغه مباحثه کې بل ګډون وال او پاکستاني مبصر  مرتضی پویا بیا وویل چې  ناټو دمګړۍ په افغانستان کې د بریټانوي او امریکايي سرتیرو یو ډول پوښښي رول لوبوي او دغه  ټول ځواکونه له افغانستان  څخه د وتلو پرته اوس مهال هیڅ یوه بله لاره نلري او دا د امریکا ډیره یوه پخوانۍ موخه ده چې په جنوبي آسیا کې د افغانستان سربیره پاکستان او ایران هم تر خپل واک  لاندي راولي او اشغال یې کړي.