Washington Post: افغان پولیس له صفره رغول کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33788

دخبریدو نیټه : 2010-03-13


سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې د افغانستان د پولیسو په لیکو کې د هغو پراخو بدلونونو په اړه یو مطلب خپور کړی چې د کورنیو چارو وزارت  او ناټوله لوري پلان شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې ناټو او افغان دولت د پولیسو په عالې ر تبه کړیو کې د بنیادي تحوالاتو د راوستلو پلان لري تر څو فاسد او په جرمونوککړ پولیس چارواکي د کورنیو چارو وزارت له چوکاټ څخه وایستل شي او پر ځآی یې صالم او په کار پوه کسان وګمارل شي.

واشنګټن پوست وایې چې په دغه لړ کې به په زرګونو تنه افغان پولیس افسران د لوړو زدکړو او مهارتونو د تر لاسه کولو لپاره خارج ته استول کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې اوس له نهو کلونو وروسته افغان او امریکايي چارواکي په دې کار کوي چې د پولیسو لیکې بیرته له صفر څخه را جوړي کړي.

ورځپاڼه د ناټو ځواکونو د یوه جنرال ویلیم کالویل له قوله چې په افغانستان کې د مسلح ځواکونو د روزولو مسولیت لري په حواله کاږي چې مونږ تر اوسه په افغانستان کې په دغه برخه کې سم ګام نه وو پورته کړی او تر هغه کار چې باید یوې سیمې ته پولیس واستول شي دا کار ډیر مهم دی چې هغوي ښه روزنه تر لاسه کړي او په ښه توګه داستخدام شرایط تر سره شي هغه څه چې تر اوسه ورته پام نه وو شوی.

د واشنګټن پوست پر وینا  چې د پولیسو بر عکس ډیری افغانان د  اردو سرتیرو ته درناوی کوي او د هغوي له کړنو شکایت نلري.

د ورځپاڼي په باور چې د افغان پولیسو په لیکو کې رشوت، غلا، د طالبانو لوري ته د عسکرو تیښته او دمخدره توکو اعتیاد هغه مسلې دي چې پولیس یې په افغاني ټولنه کې نام بدي کړي دي.


ورځپاڼه کاږي تر هغه  چې افغان پولیس سم اوصالم نشي په افغانستان کې به د نړیوالي هڅي بي پایلې وي او د امریکا هغه نوي ستراتیژي چې اوبهاما د افغانستان لپاره طرح کړي ښایې له جدي خطر سره مخامخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې په پولیس ځواک کې د بدلون په لړ کې به ۳۰۰۰ افغان پولیس افسران اردو او ترکیې هیوادونو ته د مسلکي زدکړو د  تر لاسه کولو لپاره واستوي او هغوي به له نهه میاشتنۍ زدکړې وروسته  بیرته هیواد ته را ستنیږي او د امنیه قوماندانانو او نورو عالي رتبه پولیس چارواکو په توګه به په دندو ګمارل کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغان پولیسو په لیکو کې د مجازات مسله هم ډیره مهمه ده چې تر اوسه پوري ورته پام نه وو نیول شوی او دې کار پولیس سرتیري دې ته هڅولي ول چې ناقانونه کارونه په سرو سترګو تر سره کړي.

واشنګټن پوست د افغان پولیسو یوې ۵۵۰ کسیزې هغې ډلي ته اشاره کوي چې نوې د پولیسو له اکاډمۍ فارغه شوي او ژر تر ژره به د افغانستان جنوب ته واستول شي.


ورځپاڼه لیکي چې ډیری خلک د افغانستان په سویل کې اردو ته احترام لري خو له پولیسو کرکه لري.

واشنګټن پوست په پای کې د افغانستان په جنوب کې د ناټو له یوه جنرال لارس نیکولسن څخه په نکل کاږي چې وایې تر هغه چې پولیس بد وي، پرمختګ به په کار کې نه وي او بد پولیس باید په سیمه کې نه ځکه چې هغوي د خلکو او حکومت تر منځ د واټن د رامنځ ته کیدو لامل ګرځي او خلک د طالبانو لمنې ته ور اچوي.

هغه وویل چې بد پولیس د حکومت او نړیوالې ټولنې هڅې له بربادۍ سره مخامخ کوي.