ټایمز: د کندهار اکسیجن بندونکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33833

دخبریدو نیټه : 2010-03-14


ټایمز: د کندهار اکسیجن بندونکی

سرچینه: ټایمز مجله

ژباړه او ترتیب: جلالزی

د ټایمز انګریزۍ مجلې په دې ورستیو کې د  افغانستان د هلمند او کندهارولایت حالات ارزولي او په دغو دوو ولایتونو کې یې د مقتدرو څيرو د کړنو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

د مقالې په یوه برخه کې ویل شوي چې د کندهار امنیتي حالت ډیر حساس دی او په داسي حال کې چې په هلمند کې تیره میاشت افغان او بهرنیو سرتیرو پراخ عملیات په لاره واچول اوس مشترک  ځواکونه غواړي چې د افغانستان په جنوب کې دغه مهم اقتصادي او سیاسي مرکز ( کندهار) هم د ورته عملیاتو تر پوښښ لاندي راولي.

ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د ناټو او افغان قواوو مشرانو ویلي چې د کندهار ولایت هم د  مارجې د عملیاتوپه څير یوه پراخ تهاجم ته اړتیا لري تر څو افغاني ادارې وکولای شي چې  په دغه ولایت کې د خلکو ستونزو ته د قانون په رڼا کې رسیدګي وکړي.

ټایمز د هلمند عملیات د کندهار د خوندي کولو لپاره یوه پیلامه بولي.

ورځپآڼه لیکي چې په هلمند کې ګلاب منګل چې دورځپاڼي په باور یو عصري کونکی کس دی حاکمیت لري چې امریکایان او بریټانوي قوماندانانو یې هم ملاتړ کوي خو په ګاونډي کندهار کې بیا حالت بل ډول دی.

ورځپاڼه لیکي چې په کندهار کې د حامد کرزي ناسکه ورور احمد ولي خان کرزی چې د ولایتي شورا ریاست هم د ده په غاړه دی حاکمیت لري او نوموړی د جنوبي افغانستان د پاچا په توګه هم پیژندل کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې احمد ولي کرزی له اصلاحاتو او عصري سازۍ سره چندان علاقه نلري او هر څه له خپل خانداني سیاسي نفوذ څخه په ګټې اخیستلو سره تر سره کوي.

ورځپاڼه په پای کې احمد ولي کرزی د جنوبي افغانستان د خلکو څخه  د اکسیجن غصبونکي یوه انسان په توګه معرفي کوي چې د ورځپاڼي په باور نه غواړي د کندهار ولایت هغسي ترقي وکړي چې خلک یې ورته اړتیا لري.