په كندوز كې د پسرلي ټولنې د اونيزې غونډې راپور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33851
پامیر
دخبریدو نیټه : 2010-03-14

  په كندوز كې د پسرلي ادبي او كولتوري ټولنې اونيزه مشاعره دتيرې پنجشنبی په ورځ جوړه شوې وه، مشري يې ګل رحيم نيازمند په غاړه درلوده، فدامحمد ارزښت او حقبيان د غونډې مشران مېلمانه وو.

                مشاعره د قاري عبدالستار شمال له خوا د قرانكريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه، دغه غونډه په درې برخو وېشل شوې وه چې لومړۍ برخه يې ادبي درس ته ځانګړې شوې وه چې د غلام حيدر حيدر له خوا دغزل په اړه راټول شوي معلومات  ګډونوالو ته وړاندې شول.

                د غونډې دوهمه برخه كره كتنې ته ځانګړې شوې وه، چې په كې د غلام حيدر حيدر غزل كره كتنې ته وړاندې شوې و، او د غونډې ګډونوالو پرې تود بحث وكړ، چې زه ورته يوه لنډه كتنه كوم.

                د غزل مطلع دا وه چې :

                                چې نه غير واى نه غماز واى زه و ته واى

                                خاص د مينې راز و نياز واى زه و ته واى

                فدامحمد ارزښت وويل چې داسې كوم ځانګړي څه په كې نشته چې زياتې خبرې پرې وشي، ځكه چې د نوموړي په وينا په مطلع كې يوازې عادي خبرې ځاى شوي دي.

                ګل رحيم نيازمند په لومړي نيم بيتي كې د (غير) كلمې ته اشاره وكړه او وې ويل چې كه د (غير) پرځاى كومه بله كلمه راغلي واى دغه نيم بيتي به پرې ښكلې شوې وه.

                پامير وويل چې كه د ارزښت موخه دا وي چې په مطلع كې شعريت نه شته نو دده په نظر د  راز و نياز او ځانلوالي غوښتنه خپله يو شاعرانه فكر دى.

                ارزښت يې په ځواب كې وويل چې دده هدف دا نه و، چې ګوندې دغه بيت شعريت نه لري بلكې هدف يې داو چې نوښت په كې نه شته او يوازې هغه خبرې په كې تكرار شوي چې اكثره وخت يې شاعران كوي.

                لومړى بيت:

                                ستا د حسن بڼ سمسور زما پرې واك واى               

                                د بورا بلبل اواز واى زه و ته واى

                د نيازمند په نظر دا ښه بيت دى ځكه چې شاعر په كې په دى توانېدلى چې د خپل زړه غوټه پرانيزي، چې حقبيان هم نيازمند ته ورته نظر درلود او وې ويل چې شاعر غوښتنه لري چې تل د خپلو ادبي ملګرو سره په بنډارونو كې بوخت وي او له نورو خلكو لرې وي.

                دويم بيت:

                                دواړه لاس مې ستا د سپينې غاړې هار واى

                                كډه بار د هر ناراز واى زه و ته واى

                پامير وويل چې دده په نظر (ناراز) په (ض) ليكل كيږي په داسې حال كې شاعر هغه په (ز) ليكلى چې د نوموړي په نظر دا به يوازې ولسي شاعرانو ته جواز ولري چې د قافيې لپاره ځينې كلمې له خپل اصلي جوړښت څخه بل ډول واړوي.

                ارزښت  د پامير د خبرې په تائيد وويل چې دا سمه ده موږ اكثره وخت  نالوستو شاعرانو ته د ولسي شاعر كلمه استعمالوو او هغوى دا جواز لري  چې قافيه ماته كړي او د بيت وزن او شكل پرې برابر كړي، خو د هغه په وينا دا چې حيدر صيب يو تكړه او ښه لوستى شاعر دى نو دا جواز ورته نه شته چې (ناراض) په (ناراز) وليكي.

                ديادونې وړ ده چې دغه بحث يو څه اوږد شواو د په پښتو كې د پرديو لغاتو د قانون او پښتو لهجو ته وغزېد چې په راپور كې ځايول يې دومره اړين نه ګڼم.

                ورپسې بيت دادى:

                                ستا په سپينو لېچو شرنګ،شرنګ د بنګړو واى

                                نور نه سر واى نه انداز واى زه و ته واى

                د ارزښت په نظر چېرته چې د بنګړو شرنګ وي هلته حتما سر وي.

                شېرزي صيب وويل چې كه انداز ورته يو څه روښانه شي چې دلته څه معنا وركوي.

                حيدر صيب يې په ځواب كې وويل دموسيقۍ له پيل دمخه هنرمندان لومړى سراو تال برابروى

چې د هغه په وينا دلته يې د انداز څخه هدف تال دى.

                ورپسې بيت داسې و چې:

                                ستا د تورو زلفو سيوري لاندې پروت واى

                                زماعذر او ستا ناز واى زه و ته واى

                جاويد نسيم او نوررحيم عاطف دغه بيت وستايه او وې ويل چې ښه بيت دى.

                نيازمند هم ددوى نظر تائيد كړ او د زلفو سيورى يې د ولې تر سيوري غوره وګاڼه.

                ورپسې بيت دسې و چې:

                                ټول محفل ستا په صفت باندې رنګين واى

                                بند د هر يو مطرب ساز واى زه و ته واى

                نيازمند وويل چې افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه كه د بل له خولې د خپلې معشوقې صفت واوري سخت پرې خفه كيږي،خو زياته يې كړه چې حيدر صيب د خپلې معشوقې سره دومره مينه كوې چې دده په نظر كه د بل له خولې هم صفت واوري نه يوازې دا چې پرې خفه كيږي نه خوشحاليږي پرې هم او خوند ترې هم اخلي.

                عاطف او نسيم هم د نيازمند نظر تائيد كړ او وې ويل چې په دغه بيت كې شاعر د ټولنې د روياتو پروا نه ده كړې او د ټولنې د نورو وګړو برعكس  د نورو له خوا د يار د صفت په اورېدو خوشحالې څرګندوي.

                دحيدرصيب ددغه غزل بل بيت په دې ډول وو چې:

                                ددنيا له نورو مينو رابهر واى

                                مونږه دوه سره همراز واى زه و ته واى

                شيرزي صيب وويل چې په دنيا كې د معشوقې څخه پرته نورې مينې هم شته چې هغه د خداى او دهغه د رسول سره مينه ده چې بايد انسان ورته پاملرنه وكړي.

                نيازمند وويل چې شايد په دغه بيت كې د حيدر صيب هدف يوازې د مادي او دنياوي مينو څخه وزګارتيا وي نه ديني او مذهبي مينه.

                فدامحمد ارزښت وويل چې په دغسې بيتونو كې بايد د شاعر نظر هم په پام كې ونيول شي، چې هغه د كوم احساس له مخې دغه بيت ليكلى دى.

                خو دنعمت الله په نظر بيا دلته حيدر صيب يو څه تصوف لور ته پللى او د نوموړي په نظر شاعر د خداى په مينه كې دومره غرق شوى چې د دنيا له نورو ټولو مادي مينو څخه ورته ځان وزګاروي.       

                د غزل مقظع داسې وه چې:

                                د حيدر شعر دې په خوله كې زمزمه واى 

                                مست رباب او هم شاباز واى زه و ته واى

                نيازمند وويل چې شاعر په پورته ټولو بيتونو كې ځان له هرڅه وزګاروي خو په وروستي بيت كې بيا مست رباب او شهباز غواړي .

                جاويد نسيم وويل چې شاعر كله د خپل محبوب سره په خلوت كې شوى دى نو هغه وخت ېې بيا د رباب نيمګړتيا حس كړى .

                ارزښت وويل چې په وروستي بيت كې شاعرد تعالي صنعت كارولى، يعنې د ځان او دخپل شعر صفت يې كړى دى او په دى ډول يې خپل لوړوالى بيان كړى دى.

                د كره كتنې په پاى كې غلام حيدر حيدر له دې امله له ټولو ملګرو مننه وكړه چې دده په وينا دده غزل يې د بحث وړ وګاڼه او دده دشعر خامۍ او ښيګڼې يې په ګوته كړې، ځكه چې د نوموړي په وينا خپل عيب د ولو منځ وي او ډېر وخت انسان نشي كولى چې خپلې نيمګړتياوې په خپله درك كړي نو له همدى امله د نورو لارښوونو ته اړتيا لري.

                هغه په سمه معنا د شعر ليكل يو ستونزمن كار وګاڼه او زياته يې كړه چې ډېر لږ خلك كولى شي چې هغسې شاعري وكړي چې په كار ده .

                له كره كتنې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې لاندې ملګرو په كې ګډون كړى و:

                غلام محمد همكار، علا الدين الياس، نعمت الله سالارزى، صديق الله حقبيان، زين الدين حليميار، محمد ناصر شېرزى، عزت الله پامير،جاوېد نسيم، فدامحمد ارزښت، رحمت الله سلطانزوى، ګل رحيم نيازمند، عبدالستارشمال، غلام حيدرحيدر، داد محمد، حسين شېرزى، او نوررحيم عاطف.

                د مشاعرې په پاى كې پرېكړه وشوه چې د راتلونكې غونډې د ادبي درسونو لپاره به نيازمند او ارزښت  تيارى نيسي، نوررحيم عاطف به د سټيج چارې پرمخ وړي ، پاميربه راپور ليكي او د شېرزي صيب په شعر به كره كتنه كيږي، غونډه په دوعا سره پاى ته ورسېده.