DAWN:طالبان له القاعدې څخه واټن نیسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33857

دخبریدو نیټه : 2010-03-15

DAWN:طالبان له القاعدې څخه واټن نیسي

سرچینه: ډان ورځپاڼه

لیکوال: انور اقبال

ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی


د ډان ورځپاڼې له یوې ديپلوماتې سرچینې په حواله چې نوم یې ندی خپور شوی لیکلي چې د القاعدې او طالبانو تر منځ واټن مخ پر زیاتیدو دی .

دغې سرچینې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼي هغه رپوټ هم رد نه کړ چې د یکشنبې په ورځ  خپور شوی وو اوپکې راغلي ووچې طالب وسله وال اوس د فټا په قبایلي سیمه کې د القاعدې اوامر نه مني او غواړي چې له دغې  ډلي څخه ځان لري کړي.

ورځپاڼه کاږي .
د ډان ورځپاڼي په لیکنه کې راغلي چې پاکستاني طالبانو له افغاني طالبانوسره لاس یو کړی او له القاعدې سره هغسي ارتباط نلري چې پخوا یې درلوده اوحتی دا یې هم ویلي چې په افغانستان کې باید له میشتو طالبانوسره خپله همکاري زیاته کړي او په ورته وخت کې هغو افغان طالبانو ته پناه ورکړي چې د ناتو او افغان دولت له فشار څخه د پاکستان قبایلي سیمو ته اوړي.

سرچینې ډان ورځپاڼي ته دا هم ویلي چې ډیر محدود شمیر طالبان اوس له القاعدې سره ارتباط لري او اکثریت طالبان له القاعدې څخه اوښتي دي.

ورځپاڼه لیکي چې القاعده تړاوه جنګیالي دمګړۍ د پاکستان له ډیرو قبایلي سیمو د دغه هیواد نورو علاقو ته کوچیدلي دي او په خاصه توګه د پنجاب صوبې ته تللي او د لاهور د تیرې اونۍ په چاودنو کې هم د همدغو القاعده تړاوه طالبانو لاس وو.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو او القاعدې د  ډلي تر منځ د بیلتون رامنځ ته کیدل د پاکستان او افغانستان په قبایلي سیمو کې د القاعدې د وهلو او ټوک ټوکولو معنی لري.

ډان ورځپاڼه لیکي چې له القاعدې څخه د بیلو شویو طالبانو قوماندانانو په سیمه کې ځآيی طالبانو ته ویلي چې یا به له القاعدې سره خپلي اړیکي پرې کوې اویا به هم له مینځه ځي او د پاکستان بلي سیمې ته د تګ لپاره نه پریښودل کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان اردو اوس د فټا په علاقه کې عملیات پیل کړي او دغه عملیات په خاص ډول د القاعدې تړاوه هغو جنګیالو پر ضد دي چې یا د نورو ملکونو دي او یا هم د پاکستان دي او دغه عملیات به ډیرې مثبتې پایلي ځکه ولري چې ډیری قبایلي طالبانو له القاعدې څخه واټن نیولی دی.

ډان ورځپاڼه وړاندي لیکي چې په سیمه کې دمګړۍ د حقاني ډله د القاعدې ملاتړي عمده ډله بلل کیږي.

ورځپاڼه له سرچینو په نکل لیکی چې د حقاني ډله هومره غښتلي نده چې په رسنیو کې یې په اړه ویل کیږي او دغه ډله اوس ډیره ناتوانه شوي ده .

د ورځپاڼي په باور د حقاني ډله په څو تیروکلونو کې سخته ځپل شوي او د پاکستان اردو یې لا هم پر ضد هر ممکنه اقدام نه سپموي.

ډان ورځپاڼه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د خاصي ادارې له چارواکو په نکل کاږي چې افغاني طالبان هم له القاعدې  ډلي سره خپله همکاري هره ورځ کموي ځکه هغوي ویره لري چې مبادا له دغه نړیوال تروریستي سازمان سره به د دوي اړیکې په راتلونکي کې د هغوي د ژغورلو لپاره ټولې لارې پرې وتړي.

 
د پاکستان د اردو عملیاتو او د امریکا د بي پیلوټه الوتکو متواترو بریدونو د افغانستان او پاکستان ګډه پوله هغه سیمه چې یو مهال د طالبانو او القاعدې لپاره د خوندي پټڼ ځای په توګه وه،  ډیره خطرناکه کړي ده او دا به ډیره ګرانه وي چې القاعده اوس د تیر په څير دغلته کارنده رول ولوبوي.

ورځپاڼه لیکي چې ښایې دغلته ډیر ژر د القاعدې او طالبانو اتحاد له مینځه ولاړ شي.

تر دې دمخه القاعدې ډلي دا وړتیا درلوده چې د طالبانو د بمونو جوړونکي وروزي، سرتیرو ته د چریکي عملیاتو تکتیکونه ور زده کړي او هغوي ته مالي سرچینې برابري کړي چې په بدل کې یې طالبانو د القاعدې کسانو ته په قبایلي سیمو کې پناه ورکړي وه خو اوس چې د القاعدې مالي او عملیاتي ځواک په اوبو کیدو دی دا به ډیره ګرانه وي چې طالبان له هغوي سره دپخوا په څير خپله همکاري جاري وساتي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د حقاني القاعده تړاوي ډلي ته د امریکايی بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې سخت تاوانو رسیدلي او دغه ډله یې ضعیفه کړي ده .

د امریکا د استخباراتومامورینو هم ویلي چې اوس د افغانستان اوپاکسان له ګډ سرحد څخه له هغو کلیو څخه چې پخوا به پکې د القاعدې جنګیالو آزادنه ګشت و ګزار کاوه، دغه جنګیالي ایستل شوي دي.

رپوټ کاږي چې ښایې القاعده دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۱۰۰ تنه فعالین ولري او ښایې دغه شمیره تر دې هم ټیټه وي دا ځکه چې افغاني طالبان هم نور له القاعدې سره د خپلو پخوانیو اړیکو د پرې کولوپه لټه کې دي.