فرانټیرپوست: د کرزي سفر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33858

دخبریدو نیټه : 2010-03-15

 د کرزي سفر


سرچینه: فرانټير پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي سفر په ډیره یوه حساسه اوجالبه موقع کې تر سره شو.

لومړی، د پاکستان اردو خپل د تیرو څو  کلونو اوږد سکوت مات کړی او دایې واضح کړه چې د سیمې د ثبات لپاره په صداقت کار کوي، یو با ثباته، دوستانه او ښه افغانستان غواړي او له بل لوري دا هم نه غواړي چې په افغانستان کې دوهم دلیلاما شتون ولري، یعني د هند حضور چې پاکستان یې د خپلې خاورې امنیت ته لوی ګواښ بولي.

فرانټیر پوست ورځپاڼه لیکي چې پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه په ویره کې ده .

خو د ورځپاڼي په باور حامد کرزي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو د هغې ستراتیژۍ پر سر  ډیر تمرکز وکړ چې د بارک اوبهاما له خوا طرح شوي ده .

ورځپاڼه لیکي چې ښایې ولسمشر کرزی له دې ویره ولري چې که چیرته امریکا له افغانستان څخه پاکستان ته مخ واړوي نو ښایې ملک یې  ډیر بي ثباته شي هغسي بي ثباته چې له افغانستان څخه یو مهال امریکا عراق ته مخ اړولی وو چې اوس یې هم پایلې ښې واضح شوي دي.

د فرانیټر پوست پر وینا چې کرزي په اسلام آباد کې دوه ډوله خبري وکړي له یوه پلوه یې له طالبانو سره په خپله خاوره کې د سولې او ملکی ژوندانه ته د هغو د را ګرځولو خبره وکړه او بله دا چې هغه له پاکستان څخه د وسلو د پیرلو مطالبه وکړه چې د ورځپاڼي په باور د کرزي دغه دوه خبري په ټکر کې ضداو نقیصي بریښي.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان ته د کرزي د سفر پرمهال کرزي دا خبره یاده نکړه چې د  اپریل د میاشتې د سولې په جرګه کې به د پخوانۍ  جرګې په څير د پاکستان استازي هم برخه ولري که څنګه خو هغه د پاکستان له اردو سره د ګډي همکارۍ ژمنه وکړه او له پوځ څخه یې وغوښتل چې د هیواد د امنیت لپآره یې ورسره هغسي هڅي وکړي لکه دخپل هیواد لپاره چې یې کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ټولې ښکیلي غاړې، بهرنیان او کورنیان په دې لټه کې دي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرود احتمالي خروج څخه خپله خپله ګټه پورته کړي چې د ورځپاڼي په باور د پاکستان اردو هم دغې  شومې ته سترګي سرې کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې طالبان دغلته د کلي رول لوبوي.

او دا به په راتلونکي کال کې ثابته شي چې آیا افغان او یا هم امریکايي ځواکونه به په را روان هجري لمریز کال کې  طالبانو ته سخته ضربه وارده کړي او که به طالبان د دغې سیالۍ  ګټونکي شي، خو هغه څه چې روښانه دي هغه دا دي چې افغانستان به دا ځل دې ته پرینښول شي چې یو ځل بیا د تاوتریخوالي په سمندر کې ډوب شي ځکه چې د دغې ماتې بوج به ټولو هغو ښکیلو لوبغاړو ته د نه وړلو وړ وي چې په افغانستان کې دخیل دي.

فرانټیر پوست ورځپاڼه په پای کې لیکي چې په سیمه کې به عادلانه سوله ټولې غاړې دې ته اړ باسي چې یو د بل له ګواښولو لاس واخلي او د افغانستان ستونزې ته د کمپیوتر د یوه سویچ د کیکاږلو په څير د سولې ټکی کیښودل شي.